د ښې حکومتولۍ اصل /ډاکټر عبداللطيف کاکړ

0 748

د چارو شفاف ترسراوی، د قانون حکمونو ته درناوی او عملي کول، خلکو ته له کوم تبعیض او توپیر پرته د اسانتیاوو او خدماتو برابرول، مسوولانه چلند، له فساد سره جدي مبارزه، د متوازن پرمختګ اصل رعایتول او داسې نور کارونه تر سره کول چې د هېواد د ثبات او د ټولنې د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لامل شي دا د ښې حکومتولۍ غوره بېلګې او واضح تعریف دی.

اساسي قانون د درې ګونو قواوو «قضایه قوه، اجراييه قوه، مقننه قوه» تفکیک د ښې حکومتولي اصل بللی دی. پر دې بنسټ د ښې حکومتولي بنسټونه په اساسي قانون کې څرګنده درج دي. ښه حکومتولي تل خپلو خلکو ته د خپلو چارو او لاس ته راوړنو حساب ورکوي او د شفافیت او عدالت د اصلونو پر تطبیق زیات ټینګار کوي.

اساسي قانون د ښې حکومتولۍ اساس ځکه تشکیلوي چې قانون د ټولنې د استازيو له لوري جوړ شوی دی او په هغه کې مسوولانو او د ټولنې افرادو او وګړيو ته واضح حکمونه راغلي او تر څنګ یې هر یوه ته حکم کوي چې ورسپارل شوي مسوولیتونه او وجایب دې پر ټاکلي وخت او ښه تر سره کړي.

اساسي قانون د هغه چت او ودانۍ مثال لري چې تر هغه لاندې د ټولنې وګړي په یوه مساعده فضا کې ارام او خوندي ژوند وکړي. اساسي قانون باید د هغې ودانۍ مثال ولري چې له هر ډول تفکیک او توپیره پرته موږ د اوړي له ګرمي او د ژمي له سړو خوندي کړي. دا نو د ټولنې په وګړيو پورې اړه لري چې له توپانونو او ناورینونو د ځان‌ژغورنې په موخه ځان ته د اساسي قانون څه ډول ودانۍ ابادوي.
په دې کې شک نه‌شته چې د افغانستان اساسي قانون د مدنیت، فردي ازادیو او نورو حکمونو او جوړښت له پلوه د سیمې په کچه بې‌ساری دی، که چېرې خلک او مسوولان د هغه تطبیق ته لکه څنګه چې پخپله قانون حکم کوي هماغسې پام وکړي، باور دی چې په ټولنه کې شته ستونزې او ناخوالې به له منځه ورسره ولاړې شي او ټول به د ارام او هوسا ژوند خاوندان شي.

دا سمه ده چې د اساسي قانون تطبیق د اجراييه قوې د مسوولانو دنده ده، خو د دغې دندې په تر سره کولو کې د ټولنې و ګړيو په توګه موږ هم مکلفیتونه لرو او څومره چې دغو مکلفیتونو ته پام وکړو، هغومره به جنایي پېښې، جرمونه، جنایتونه، یو پر بل ظلم، تېری، د حقونو تلف کېدل او نورې نادودې له منځه ولاړې شي، ځکه د اساسي قانون د جوړولو او حاکمیت اصلي فلسفه او مهمه موخه د ټولنې او وګړيو هوساینه، سوکالي او پرمختګ دی.

مګر دا هر څه هوایي، خیالي، په خپل سر، غیبي او اسماني نه را نازلېږي، بلکې د دې لهپاره باید مسوولان او د ټولنې افراد ګډې هڅې وکړي، ځکه لومړی خیر او ګټه یې ټولنې او د ټولنې وګړيو ته رسېږي، موږ باید په لومړي ګام کې قانون پر ځان پلی کړو او په دویم ګام کې خپل چم ګاونډ او د ژوند او کار په ساحه کې نورو ته سپارښتنه وکړو چې هم قانون ته درناوی ولري، هم یې احکام پر ځان ومني او خپل مکلفیتونه په ښه توګه تر سره کړي.

په همدې دلیل د ښې حکومتولۍ پروګرامونه دا ایجابوي چې د قانون د حاکمیت په سیوري کې هېواد له اقتصادي او امنیتي ناورینه وژغورو او دا کار شونی نه دی، مګر دا چې حکومت خپلو اساسي وجایبو ته د وګړیو پر وړاندې رسیدګي وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply