د  لـېـوني حکـومت بل شـر او شـرم /ډاکتر رحمت  ربی ځـیـرکیار

0 1,065

د  لـېـوني حکـومت بل شـر او شـرم

«اسـلام او افغـان» په هویـتپاڼه کې رد شول

ډاکتر رحمت  ربی ځـیـرکیار

 

لاندې دوه  راپورونه ما ځیرکیار ته نن(۳۱  اکتوبر ۲۰۱۷) د کلیفورنیا په مهال د مازیګـر  په ۳ او ۵ بجو له کابل ښار نه راورسیدل. پاس عنوان او دا ۲کرښې زما

زما دي. ځیرکیار

اسلام او افغان رد شو ۳۱ اکتوبر:

دا د ولسمشر اشـرف غـنـي تقـنینی فرمان و چی پارلمان  ته د تایید یا رد لپاره لیـږل شوی و.

دا فــرمان پرون ولسی جــرګه کې رد شو یعنی افغان او اسلام دی تذکرو کی نه لیکل کیږی!

 

اصولي د خوست وکیل  وايي: نن د ننګرهار ظاهر قدیر او د کـُنړ مولوي شاهد هم پـارلمان کې د افـغانـيت او اســـلاميـت خلاف رایه ورکړه او وايي تـذکره کې باید اسلام او افغان ونه لیکل شي.

د پکـتیکا وکیل نادر خان کټـوازی بیا پوښتنه کوي چې د تذکرو په اړه د  ولسمشر

فرمان ولې د ولسي جرګې له خوا رد شو؟

۱ـ د ولسي جرګې يوه بدنامه کړۍ چي د افغان له کلمې سره دښمني لري

۲ـ د حکومت بې تفاوتي، چي هيڅ ډول لابي يي د فرمان د ګټو په اړه ونکړه

۳ـ د ګڼ شمير هغو وکيلانو غيرحاضريدل، چي هيله کيده د فرمان د تاييد له لپاره به خپله رايه وکاروي

 

 

۴ـ د يوه ځانګړي قوم د وکيلانو له خوا د فرمان په ضد کمپاين ځکه په تذکرو کي وشو چې د قوم د ليکلو په صورت کي دوي يو مخ په لږکيو کي راتلل

۵ـ ځينو داسي وکيلانو چي د فرمان په تاييد کي يي د قام ګټي خوندي کېدې ، نه پو هيـږم چي د کومو عواملو په اساس يي د رد رايه ورنکړه

۶ـ د بهرنيو څارګرو لاس هم نه شو رانیولی؛ او نيمګړتيا ټوله په موږ کي ده، ځکه په داسي مسايلو کي ډيری بې تفاوتۍ  شته

د پکتیا وکیل عبدالقادر ځاځي وطندوست بیا وایی چې ده  ټولو وکیلانو ته زنګونه وهل چې د فرمان په اړه پریکړه کیـږی چې اکثره پښتانه وکیلان حاضر نه شول

چې لیست یی له دی برشنالیک سره مل کوم

دارنګه به د شمشاد تلویزون پوره راپور پدی اړه  در ولیـږم. م.ا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply