د چاه بهار بندر پرانیستل کیدل افغانانو ته جنتي زیری دی! / ناصرخان شیرزی

0 972

 

 

چاه بهار بندر د ایران هیواد  له سمندري بندرونو څخه یو ستر بندر دی ، چې په دې وروستیو کلونو کې د هند هیواد لخوا ورغول شوو ، ترڅو د هند هیواد له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د اوبو د لارې ونښلول شي.

چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د چاه بهار بندر د لارې د غنمو ډکې لارې داخلې شوې.

 

څرنګه چې دغه لاره د هند ، ایران او افغانستان په ګډ تفاهم جوړه او پرانیستل شوه ، نو د دغې لارې سره ښکیلو هیوادونو ته اقتصادي او هر اړخیزې ګټې رسیدلی شي.

 

ځکه چې ددې لارې څخه به افغانستان او ایران له هند سره د صادراتو او وارداتو کچه ډیره کړي او له افغانستان څخه به وچې میوې ، غالۍ او ډیر نور… شیان هند ته صادریږي او له هند څخه به ټوکران او ډیر نور… څه واریدوي.

 

همداشان ایران هم غواړي چې خپلو نفتو ته د خرڅلاو بازار پیداکړي، چې نن سبا  د هند او افغانستان هیوادونه یې ښه اخیستوونکي کیدای شي او دغه ټولې چارې به د چاه بهار بندر دلارې ترسره کیږي.

 

د چاه بهار بندر پرانیستل کیدل د افغان ولسونو یو خوب او خیال وو ، چې نن سبا په حقیقت بدل شوو.

د افغانستان ولسونو به هر وخت له دولت څخه د چاه بهار بندر پشان لارې د جوړیدلو غوښتنې کولې، ځکه چې د ځینو ګاونډیو دوه مخي سیاست دوی ستړي کړي وه.

 

په تیرو کلونو کې به که له ګاونډيو هیوادونو سره سیاسي اړیکې خرابې شوي، ګاونډیو به سوداګریزې لارې بندولې، چې مستقیماً به یې دافغانستان په بازارونو اغیزې کولې او د اجناسو قیمتونه به ورځ تربلې لوړیدل ، چې د ولسي خلکو ترڅنګ کاروباریان یې هم له ستونزو سره مخ کول .

لکه څه موده وړاندې چې د طورخم په ساحه کې د ډیورنډ پر کرښه د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ جګړه وشوه ، چې ورسره تر ډیرې مودې د طورخم او سپین بولدګ تجارتي لارې بندې وي.

 

د اقتصادي پلوه د چاه بهار بندر د افغانانو د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو حل یو ښه بدیل کیدای شي او د چاه بهار بندر پرانیستل کیدل د افغان ولس لپاره یو جنتي زیری ګڼلی شوو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply