افغان د ملت نوم دی، چې په ټولو افغان ولس دلالت کوي، هغه که د اموسیند په غاړه پروت دی او یا د اباسین ته څېرمه دېره دی، افغانیت زموږ هویت دی، دا هویت له موږ څخه هيڅوک اخیستلی نه شي، خو افسوس زموږ پر یو شمېر پردیپالو وکیلانو دی، چې د ولس د ارادې پر ځای یې د بهرنیو استخباراتو تر ځغ لاندې نېغ روان دي، تاسو ته به روښانه وي، چې سپېڅلي افغانان هیڅکله هم نه پردي کېږي، دوی پر خپل هویت ویاړي، دا خبره هم سمه نه ده چې د افغان نوم په پښتون دلالت کوي، د بشر دوست په څېر په افغانیت مین بل څوک کېدی شي.
زموږ ډېریو وکیلانو چې په رسنیو کې به یې د افغانیت د ننګې اواز اوچتول، هغوی هم خپل هویت په دوو روپیو وپلورل، هغوی ځانونه پښتانه ګڼي، خو د افغانیت خلاف سور کارت پورته کوي، دوی په لوی لاس هیواد د ناامنه کېدو هڅې کوي، تر څو له موږ څخه افغانیت او بیا ډیورنډ فرضي کرښه واخلي، ای، ایس، ای د خپلو ایجنټانو په مټ په هیواد کې په لوی لاس د قومونو تر منځ د نفاق کاڼي ټکوي، که سامراجیان د ستمیانو په مټ هر څومره کار وکړي، نو بیا هم په خپله هڅه کې ناکام دي، دلته ملي یووالی د خلکو فکر دی، له یو بل سره خواخوږي لري، د یو بل په درد دردمند او خوشالي کې ښادمن دی، دا ولس څلوېښت کاله وځورېده د مرګ په غاړه ولاړ ولس خپل ملي یووالی وساتل او د دښمن په نغو د بېل شوي ورور د راخپلولو هڅې کوي، د پردیو جاسوسان به مختوري پاتې کېږي، د ډیورنډ فرضي کرښې غځول شوي سیمونه به پرې کېږي.
یو هیواد، یو ملت، یو افغان به د پامیر په غاښي ګردنۍ تړلی ناست وي او د هیواد ساتنې زمه واري به ورپه غاړه وي.
د ګوادر بندر ته به له کابله د موټرو کاروان روان وي بلوڅ ورور به مې د سامراجي له تېري نجات موندلی وي، ډیورنډ فرضي کرښې نوم نښان به ورک وي.
له هویت نه منکر وکیلان به له صحنې وتلي وي.
چې پر سر مې د ویاړونو توغ رپېږي
نوم مې لوی افغانستان افغانستان دی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320