زموږ د اجراییه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله لاسي ساعت ډېر مشهور دی چې زرګونه ډالر بیه لري، خو پوهېږئ داسې ساعتونه هم شته چې بیه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.
د هالیووډ د مشهور ستوري پال نیومین لاسي ساعت نن همداسې یوه حالت ته رسېدلی چې په ۷۷ لکه، ۵۲ زره او ۵۰۰ ډالره لیلام ته وړاندې شو.
د نیویارک په مشهور لیلامي بازار فلپ اکشنز کې د دې ساعت د اخیستو لهپاره تر ۷۰۰۰ زیاتو کسانو او د نړۍ له ۴۳ هېوادونو څخه په انلاین بڼه نورو لسګونو کسانو هم برخه اخیستې وه چې بالاخره یوه نوم ورکي کس په ۷۷ لکه، ۵۲ زره او ۵۰۰ ډالره واخیست.
د رولکس کمپنۍ دا ساعت په ۱۹۸۶ مېلادي کال کې نیومین د کلر اف مني په نوم فلم کې په لاس کړی و چې اوس د هغه د یادګار په توګه پېژندل شوی ساعت دی.
پال نیومین د هالیووډ یو تاریخي ستوری و چې لږ تر لږه یې د خپل ژوند پر مهال په ۶۰ فلمونو کې کار وکړ او په ۲۰۰۸ مېلادي کال کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320