لیکنه : خوشحال آصفي / نيږدې ګاونډی او ليرې دوست -پاکستان ولې د افغان ـ هند سوداګرۍ مخالفت کوي؟

0 1,042

په داسې حال کې چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هندوستان له سوداګري راکړو ورکړو سره مخالفت کوي؛ هند او افغانستان په خپل منځ کې د هوا له لارې د سوداګرۍ پرېکړه وکړه. د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو په وسیله د سوداګري راکړو ورکړو دهلېز سر له نن ۱۳۹۶/۳/۲۹ څخه پرانستل شو. په افغانستان کې د هند سفیر د دې دهلېز د پرانستل کېدو په درشل کې وویل، په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته تشدد او جنګ صادروي، هند له افغانانو سره د هغوی د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د سوداګرۍ یو تړون لري چې په اساس به یې د افغان ـ هند ترانزیټ د پآکستان له لارې کیږي، خو پاکستان تل په دغه تړون سترګې پټې کړي او همېشه هيڅکله يې د پاکستان له لارې د هندوستان سوداګريزو توکو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته وارد شي. افغانستان په سيمه کې د خپل جغرافيبوي موقعيت له مخې ټولې نړۍ ته د ارزښت وړ دی ځکه که هڅه وشي افغانستان د مرکزي اسيا د پیوستون د ټکي په توګه ثابتيدای شي. خو د پاکستان د ناسمې پاليسۍ او له سوداګرۍ څخه د سياسي استفادې له امله د افغانستان د دغې پرمختګ مخه نيول شوې ده.

تل پاکستان هڅه کړې څو په يو نه يو ډول افغانستان تر فشار لاندې ونيسي، کله يې په دغه هيواد کې مېشت افغان کډوال پر افغان حکومت د فشار د آلې په توګه کارولي او کله يې دغه هيواد ته له افغانستانه د واردېدونکو سوداګريزو توکو پر مخ د لارو بندولو له امله افغان حکومت تر فشار لاندې نيولی دی. هر کله چې په افغانستان کې د ميوو فصل او د صادراتو وخت رسيدلی دی؛ پاکستان په يوه بهانه د افغان سوداګرو پر مخ ټولې سوداګريزې لارې تړلي دي چې له امله يې افغان سوداګرو ته په ميلونونو افغانۍ زيانونه اوښتي دي.

پاکستان ولې له خپلې خاورې د افغان ـ هند سوداګرۍ مخالفت کوي؟

افغانستان له پاکستان سره د اپټاAfghan Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA) ) په نوم داسې تړون لري چې له مخې يې د پاکستان له لارې افغان ـ هند ترانزيت ته اجازه ورکول کيږي، خو دا چې پاکستان په دغه تړون سترګې پټوي او نه پريږدې چې له دغې لارې د افغانستان سوداګريز توکي هندوستان او د هندوستان سوداګريز توکي افغانستان ته وارد شي؛ څو دليلونه لري.

لومړی: پاکستان د هندوستان له مخ پر ودې اقتصادي ځواک څخه وېره لري چې ګويا هندوستان به د افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو بازار قبضه کړي او پاکستان چې په اقتصادي توګه د هند په پرتله کمزوری دی، له تاوانانو سره مخ شي. له همدې امله دی چې تر اوسه پورې د افغانستان او پاکستان تر منځ يې اپټا ترانزيتي تړون وخت ناوخت نقض کړی او په ځينو مواردو يې سترګې پټې کړې دي.

دويم: پاکستان هندوستان د خپلې وجودې فلسفې دښمن بولي ورڅخه ډار لري چې ګويا هندوستان به د سوداګرۍ له لارې په پاکستان کې د پاکستان ضد فعاليتونه ترسره کړي. پاکستان د جنرال پروېز مشرف له وخت راهیسې پر هند ادعا لري، چې په قبایلو او بلوچستان کې د هندي استخباراتو له خوا لاسوهنې کېږي. پاکستان د بلوڅو ازادي غوښتونکو او د هندوستان له همکارۍ څخه ډاريږي. اسلام آباد انديښنه لري چې هندوستان به له فرصت نه په ګټې اخيستنې؛ له پاکستانه د بلوڅانو په ازادي اخيستلو کې مرسته وکړي. له همدې امله هر هغه عمل او تړون چې د پاکستان په چارو کې هندوستان ته د داخليدو اجازه ورکوي؛ پاکستان يې مخنيوی کوي.

پاکستان نه يوازې په سياسي برخه کې له افغانستان سره دوه مخی سياست پرمخ وړي بلکې په سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو کې يې هم د افغان حکومت پرمخ خنډونه جوړ کړي دي. خو ليرې دوست هيواد هندوستان بيا پوره صداقت افغانانو ته د مرستې لاس ورکړی دی او تل يې د افغان حکومت پر مخ ټولې دروازې پرانيستې دي. هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته ۲ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته کړې او د ۱ ملیارد ډالره نورې مرستې ژمنه یې هم کړې ده. خو پاکستان تل هڅه کړې چې په هره طريقه وي افغانستان خوار او ذليله وساتي. په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان د افغانستان هغه نيږدې دښمن ګاونډی هيواد دی چې د افغانستان په بربادۍ، جنګ او جګړو کې خپلې ګټې لټوي، او هندوستان د افغانستان هغه ليرې دوست هيواد دی چې تل يې د افغانستان په پرمختګ او د افغانانو په سوکالۍ کې خپلې ګټې ترلاسه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply