!مقبوضه پښتونخوا

سردارولي الکوزې

58

انګلستان په تاریخ کې د نړۍ له هغو سترو او پیاوړو هېوادونو څخه یادېږي چې د نړۍ ډېره برخه یې مستعمره کړې وه. هغه هېوادونه چې د انګلستان تر استعمار لاندې وو، خلکو یې په خپلو هېوادونو کې د غلامۍ ژوند تېراوه. استعمارګرو هېوادونو پر هغوی خپل قوانین او نظامونه تپل او د ظلم او ستم په کولو کې یې هېڅ کمی نه کاوه.

خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په شلمه پېړۍ کې، په ډېرو هېوادونو کې د استعمار او اشغال دغه لړۍ پای ته ورسېده او د نړۍ ډېرو هېوادونو د ازادۍ ساه واخیسته. اوس چې موږ په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، هېڅوک دا فکر نه کوي چې لا به هم استعمار شتون ولري او انسانان به د غلامۍ ژوند تېروي. خو له بده مرغه، ویلای شو چې اوس هم ځینې هېوادونه له مستقیم اشغال او استعمار سره مخ دي. همدارنګه، د نړۍ ځینې کمزوري هېوادونه، چې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له خوا د درېیمې نړۍ هېوادونه بلل کېږي، په سیاسي او فکري لحاظ تر اغېز او واک لاندې ساتل کېږي، او ځینې یې ان له مستقیم اشغال سره مخ دي.

د بېلګې په توګه، پاکستان هغه هېواد دی چې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال له هند څخه جلا شو. خو نن ورځ د دې هېواد د واک او اختیار ډېره برخه د یوه ولایت او یوه قوم په لاس کې ده، چې د هېواد نور قومونه یې له سیاسي ډګره لرې ساتلي دي. که څه هم پاکستان ځان یو جمهوري دولت بولي، خو د جوړېدو له ورځې تر ننه پورې یې واک او اختیار تر ډېره د پوځي جنرالانو تر کنټرول لاندې پاتې شوی دی، چې په پوځ کې یې پنجابي وګړي د پام وړ ونډه لري.

په پاکستان کې پنجاب د پرمختګ او پراختیا ډېره برخه ترلاسه کړې، خو نورې سیمې او ولایتونه له بېوزلۍ او محرومیت سره مخ دي. په ځانګړې توګه پښتانه او بلوڅان د ظلم، ستم او محرومیت په سختو شرایطو کې ژوند تېروي. پښتانه او بلوڅان له خپل کلتور، دودونو، دستورونو، ژبې او ښوونیزو اسانتیاوو څخه محروم پاتې شوي دي.

په پاکستان کې، کله چې هم کوم ملکي حکومت د هېواد د پرمختګ، د قومونو د برابرۍ او د خلکو د ښه ژوند لپاره هڅې پیل کړې دي، د هغه حکومت د کمزوري کېدو یا له منځه تلو شاهدان شوي یو او پوځ بیا د واک واګې په لاس کې اخیستې دي.

که څه هم بلوڅان د پاکستان له جوړېدو راهیسې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي، خو پښتانه، چې ځانونه غیرتي او باتور بولي، لا هم د داسې یوه حالت په منلو اړ شوي چې د هغوی سیاسي او ملي حقونه پکې تر پوښتنې لاندې دي.

پښتانه د خپلو خلکو مرګونه، ظلمونه او محرومیتونه په خپلو سترګو ویني، خو بیا هم ډېری وخت چوپ پاتې کېږي. کله چې د ازادۍ او د قوم د حقونو لپاره کوم زړور انسان غږ پورته کړي، همدا خلک کله ناکله د هغه پر وړاندې درېږي او ان د مرګ، غدارۍ او خیانت تورونه پرې لګوي.

تاریخ د داسې سترو شخصیتونو شاهد دی چې د خپل وطن، قوم او ملي حقونو لپاره یې مبارزه کړې ده؛ لکه خان عبدالغفار خان (باچا خان)، ولي خان، صمد خان، بختیار خټک، ګیله‌مند وزیر، عارف وزیر، ارمان لوڼی، عثمان خان کاکړ او ګڼ نور زړور او مېړني شخصیتونه چې د خپل وطن او قوم د ملي ګټو د دفاع لپاره یې هڅې کړې دي.

که پښتون قوم یو موټی نه شي او د محرومیت، بې‌عدالتۍ او بې‌واکۍ د پای ته رسولو لپاره په ګډه هڅې ونه کړي، نو ویلای شو چې د دې وضعیت دوام به د پنجاب د واک او نفوذ د لا پیاوړتیا لامل شي او د سیمې بې‌ثباتي به د ګاونډیو هېوادونو تر پولو هم وغځېږي.

د مرحوم مولا بجليګر نصیحتونو او د خوشحال خان خټک شعرونو ته باید ژوره کتنه وکړو او د هغوی له ویناوو او افکارو څخه د ځان او خپل قوم د ژغورنې لپاره درس واخلو.

د قوم بیداري، یووالی، پوهه او د خپلو حقونو لپاره شعوري مبارزه د روښانه راتلونکي بنسټ.

!افغانستان او حکومتولي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320