له ۴۰ څخه زیاتو بنسټونو له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي
له ۴۰ څخه زیاتو کورنیو او بهرنیو مدني او بشري حقونو بنسټونو د یوه لیک له لارې د اروپايي ټولنې له چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او له طالبانو سره له تعامل څخه ډډه وکړي.
د بشري حقونو د «رواداري» بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸مه په اېکس کې خپره شوې، دغو مدني او بشري حقونو بنسټونو له طالبانو سره د اړیکو او تعامل د زیاتېدونکي عادي کېدو، په ځانګړي ډول د کډوالۍ په برخه کې، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په لیک کې راغلي چې دغو کورنیو او بهرنیو بنسټونو ویلي، له طالبانو سره هر ډول کډوالیزه همکاري «باید د دې ډلې د مستقیم یا غیرمستقیم مشروعیت سبب نه شي.»
د دغو بنسټونو په وینا، د اروپايي هېوادونو له لوري د طالبانو د استازو منلو ته لېوالتیا د دې لامل کېږي چې د بشري حقونو په اړه د دغو هېوادونو ژمنې کمزورې شي.
په لیک کې راغلي: «د افغانانو د ایستلو بهیر او طالبانو ته مشروعیت ورکول د جبري بېرته ستنولو د اصل د نقض خطر زیاتوي او د بشري حقونو او بشري ناورین پراخ بحران ته لمن وهي.»
اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره، چې له اروپا ایستل شوي، د طالبانو یو پلاوی ور بللی دی.
د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه د مدني او بشري حقونو فعالانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او هغوی ټینګار کړی چې دا اقدام په غیرمستقیم ډول طالبانو ته مشروعیت ورکوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.