درې تنه د ننګرهار په ترافیکي پېښو کې مړه شول
د ننګرهار ولایت د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې له دغو پېښو څخه یوه نن پنجشنبه، د غبرګولي ۲۸مه، د کونړ ـ جلالاباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د یوه کرولا او سراچه موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، بله ترافیکي پېښه تېره شپه د شینوارو ولسوالۍ د مارکو بازار په سیمه کې شوې، چې پکې یو «وېکسا» موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې هم یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغو ترافیکي پېښو د لاملونو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سړکونو خرابوالی او غیرمعیاري والی، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د موټرچلوونکو بېاحتیاطي په هېواد کې د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.