پر کونړ د پاکستان بریدونو کې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي

2

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۵): چارواکي وایي، د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه او ورځ د کونړ پر بېلابېلو سیمو د توپ ۸۵ ډزې کړې چې له امله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي او د افغان ځواکونو په برید کې د پاکستان درې پوستې ویجاړې شوې دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین‌غر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پاکستان پوځي رژیم په تېره یوه شپه او ورځ کې د توپ ۸۵ ډزې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې ۱۶ مرمۍ لګېدلې چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ضیاالرحمن سپین‌غر وایي چې پاکستاني ځواکونو دوه ځلې د ډرون بریدونه کړي او ټولټال یې ۴۷ د لرې واټن ویشتونکې مرمۍ هم توغولي دي. د دغو بریدونو له امله نن سهار د سرکاڼو په مرکز کې یو ملکي وګړی شهید او ۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې د دغه ولایت په منوره ولسوالۍ کې دوه، په شلتن ولسوالۍ کې ۱۵ او په مرکز اسعداباد او شاوخوا سیمو کې هم پنځه توغندي لګېدلي چې زیان نه لري.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر د معلوماتو له مخې، د سرکاڼو ولسوالۍ د نواپاس سیمه د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان سرحدي ځواکونو د برید په پایله کې د پاکستان پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې شوې او یو تن یې وژل شوی دی.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.