زما وطن کې

عبدالواحد تابع

53
زما وطن کې تر اوسه ښځه انسان نه شمېرل کېږي.
مبارک مو شه دا کال یې هم له سیالې ویستلې!
نارینه توب دا نه دی چې ښه ږیره،برېت او قوي باډۍ ولرۍ.
نارینه توب دا ده چې د سیالانو جوګه وی او خپل خلک د تر شا وي.
نارینه توب دا ده چې خپل خلک وژغورې نه دا چې ویې ګواښې او له وطن څخه یې ورک کړې.
نارینه توب دا نه ده چې تل یو د بل وژلو ته لاس په ماشه وی.
نارینه توب دا ده چې خپل ولس د ځان کړې تر څو له ګواښونو او ناخوالو خلاص وی.
وېره د جګړۍ ده،وېره دا ده چې بیا به وینې تویږي او د ډېرو کورنیو د ژوند ستنې به له منځه ځي.
وېره دا ده چې بیا به ډېرې کونډې او یتیمان ولرو.
وېره دا ده چې بیا به د وینو په بیه له کرکو ډکې څېرې پر خلکو واکمن شي.
هو!
دا هغه حقیقتونه دي چې په لنډ وخت کې مو لیدلي .
یو ځل راغلل خپلو کې سره اخته شول او ټول وطن یې په کنډواله بدل کړ او د وطن هرڅه یې ولوټل.
یو ځل راغلل د وطن د بچو پر مخ یې د زده کړو او پرمختګ ور وتاړه.
بیا راغلل په بل ډول سره یې هر څه ولوټل او تر شا ولاړ ولس یې د ښامار خولۍ ته ورکړ.
نن بیا راغلي د ښوونځیو او د پرمختګ مخه یې ډب کړۍ .
وېره دا ده چې سبا به بیا شکریه بارکزۍ،فوزیه کوفي له ملګرو سره یې درځي او ستا په استازولۍ به واک خپلوي.
بیا به هغه غله درشي چې تل یې لوټلي یاست.
دا چې له انساني کاروان څخه ورځ تر بلې شاته پاتې کېږو همدا له منځه تلل دي.
دا چې د پرمختګ مخه مو نیول کېږي او د ژوند واک مو د بل ده همدا خپله وژل دي.
دا چې هره ورځ په بېلابېلو نومونو سره وژل کېږو،،ورکېږو او له کرکو ډک ژوند کوو دا مو خپله تېروتنه ده.
دا مونږ یو چې د دوی ډول ته غورزو او ورته څڼې اچوو.
دا مونږ یو چې پېژنو یې خو بیا یې هم بدرګه کوو.
دا مونږ یو چې په خوښه او امر یې خپل خلک ورته وژنو.
دا مونږ یو چې سنګر ورته ګرم ساتو او د دوی د ژوندانه ساتنه کوو.
دا مونږ یو چې د دوی په غوښتنه وطن ویجاړوو.
دوی مونږ پېژني چې هېڅ نشو کولی .
دوی پوهېږي چې څه ډول مو ګرو وساتي او خپلې مستې پر مونږ وڅټي.

بس!

مستې یې څټې او څڼې ورته غورزوې.
یاددښت:
نور مو څه له وسه نه دي پوره بس هغه وطني اصطلاح ته په کتو به وواېم چې یوه زنانه ګیله مې ولیکله.

!روژه او اختر هم سیاسي شول

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.