نړیوال کړکېچ او د سیمې تاوده ډګرونه…!!!
نړۍ د یو ژور او پېچلي کړکېچ پر لور روانه ده، چې پکې سیمهییزې شخړې ورځ تر بلې نړیوال رنګ اخلي. د افغانستان او پاکستان تر منځ ترینګلتیا یوازې سرحدي مسله نه ده، بلکې د بېباورۍ او سیاسي فشارونو یو اوږد تاریخ لري چې هر وخت د نښتو د پراخېدو امکان پکې شته.
په منځني ختیځ کې د اسرائیل او ایران تقابل د سیمې تر ټولو حساس محور ګرځېدلی، چې نه یوازې د دواړو تر منځ د مستقیمې جګړې خطر زیاتوي، بلکې د انرژۍ نړیوال بازارونه او سیاسي توازن هم له ګواښ سره مخ کوي. عربي نړۍ بیا د داخلي اختلافاتو او کمزوري دریځ له امله نه شي کولای یو واحد موقف غوره کړي.
امریکا، چې لا هم د نړۍ ستر ځواک بلل کېږي، هڅه کوي خپل نفوذ وساتي، خو د نوو سیالانو او پراخو بحرانونو له امله یې پالیسۍ ډېر وخت د شخړو د کنټرول پر ځای د هغوی د دوام سبب ګرځي.
په داسې حال کې، کوچني هېوادونه لکه افغانستان ایران د لویو قدرتونو د سیالیو تر سیوري لاندې راګیر دي. که سیمهییز عقلانیت او متقابل تفاهم رامنځته نه شي، دا کړکېچ به لا ژور شي او راتلونکی به لا ډېر نامعلوم پاتې شي.
درنښت… یارب 🤲🏻
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.