مقدمه:
په دې لیکنه کې به د ځان، کورنۍ، هر اړخیزو منابعو او کړنو د مدیریت په اړوند معلومات ترلاسه کړو او په دې به هم پوهه خپله کړو، چې آیا موږ د خپلې شته پوهې پر مټ کولای شو، ځان او کورنی د ټولو اړوندو برخو سره مدیريت کړو، دا او دې ته ورته مطالب به د دې لیکنې تر پایه ولولو، ترڅو وړتیا ترلاسه کړو چې څرنګه خپل ژوند ته تغير ورکړو.
متن
انسان یو ټولنيز موجود دی، چې خپلې غوښتنې په يوازې توګه نه شي پوره کولای، بلکې د لویو غوښتنو پوره کېدل یې د ټولنيز ژوند سره په يو ډول نه یو ډول نه شليدونکې اړیکه لري.
انسان نه يوازې دا چې غوښتنې په خپله نه شي پوره کولای؛ بلکې په یوازې ځان خپل جسمي او روحي سکون هم نه شي ترلاسه کولای.
په دې سربیره د اسلام مبارک دین هم د انسان په ټولنیز توب، ددې ترڅنګ په مساوات او عدالت زیات ټینګار کوي، ځکه په اسلام کې زیاتره عبادات او مکلفيتونه په خپلو پيروانو د برابری او عدل له مخې يو شان او د دغه عمل د محبوبیت په زیاتوالي سره د ټولنیز اړخ په لرلو فضيلت ترلاسه کوي، د بېلګې په توګه: په جماعت سره د لمانځه ادا کول، زکات ورکول، في سبيل اللّٰه جهاد کول، او دیته ورته ګڼ نور عبادات دي، څومره یې چې اجتماعي اړخ قوي کيږي نو په هماغه کچه یې حکمت او فضیلت هم پراخیږي.
د وضاحت په موخه غواړم ووایم په ټولنیز نظام کې به یا فرد د ټولنې د خیر او فلاح سبب ګرځي او ټولنه به له ناخوالو ژغوري. لکه: د ځان اصلاح، د فقر د مخنیوي په هدف د صدقاتو او زکاتونو ورکول، د ظلم، بې عدالتیو د مخنيوي په موخه امر بالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کول …
او یا به ټولنه فرد له ځان سره اخلي او د ژوندانه په ستړياوو به یې نه پیرزو کوي، لکه: د حشر کار، اقتصادي او کاري فرصتونه، د غم پرمهال د مړي له کور سره خواخوږي ښوودل، قانون او عدالت …
څرنګه مو چې ولوستل انسان د ټولنې له بطن څخه راوتلی ژوندی موجود دی، نو د ژوندانه په هسکو او ټیټو کې بېرته په ټولنه تکیه کوي، دا تکیه د فرد او ټولنې د خپلمنځي اړیکو په معیار پالل کیږي؛ په دې معنا، ځینې داسې معیارونه دي چې یو شخص باید هغه ته پاملرنه وکړي او په ځان کې يې را پیدا کړي، ترڅو ټولنه قناعت وکړي، لکه: د ځان ښه مدیریت، د خپلو ښېګڼو زیاتول او د ضرر مخنیوی، له نورو سره لاس اوږدول(مرسته او کمک)، د ټولنې سره د خوښی او خفګان په عواطفو کې ځان شریک ګڼل، د اړتیا له مخې نورو خلکو ته سالمې مشورې ورکول…
زما په اند هر فرد که د سالم فکر او هر عمر لرونکی وي، په یو ډول نه يو ډول د مدیریت له روشونو په استفادې د ژوند اړتیاوو ته د قناعت لاره انتخابوي، لکه: له ماشومتوب نیولې بیا د پاخه عمر لرونکو کسانو پورې ټول د خپل عزت او عفت د ساتلو په موخه له بدو کسانو د ځان ساتنې او غوره اشخاصو سره د ناستې و ولاړې په هدف د ځان او کورنی پالنه کوي، دا هغه کړنه ده چې هر شخص یې په خورا حوصلې او تدبیر سره ترسره کوي، همدا عمل په مدیریت کې د کنټرول په عنوان مطرحه کیږي؛ کله چې یو فرد خپل ځان، کورنی او ټول فامیل په ښه توګه کنټرول کړي دا یقیني ده چې له خیر پرته به هيچاته ضرر ونه رسوي، ددې ښېګڼې په لرلو سره به یې ځاني، کورنی او فامیلي نظم او خونديتوب لا رغښت مومي.
راځو دیته چې مدیريت څه ته وايي:
مدیریت د کار ترسره کول د پلان، تنظیم، لارښوونې، همغږی او کنټرول پرمټ د ټاکلو(فردي يا سازماني) اهدافو د ترلاسه کولو څخه عبارت دی.«هنري فایول»
یا:
د نورو په وسیله د کار ترسره کولو هنر ته مدیریت ویل کېږي. «فالت۱۹۲۴».
د پورته تعاریفو پر بنسټ هر فرد کولای شي چې د هنري فایول له نظره د مدیریت له دندو په استفادې خپلې ټولې شخصي کړنې ترتیب او تنظیم کړي. راځو دیته چې پلان څه ته وايي:
پلان هغه ذهني طرحه ده چې د کړنې او عمل د مخه د انسان په ذهن کې رامنځته کیږي او انسان ته د لارو چارو له منځ څخه د غوره لارې د انتخاب وړتیا وربښي.
د بیلګې په توګه هر څوک باید د خپلو کړنو د ترسره کولو لپاره پلان ولري، که چیرته موږ د خپل ژوند لپاره پلان ونه لرو دا د هغه کړنې سره یو شان ده چې په څلور لارې باندې ولاړ شخص، د خپل هدف او مسیر څخه پرته په يو لوري د حرکت نیت ولري.
بله خبره داده چې که د پلان پر مټ یو څوک د ژوندانه مسیر برابر نه کړي، نه به وخت، نه منابع او نه کیفیت په سمه توګه خو يې لا څه کوې، بلکې چې په عبث او بیځایه ډول به مصرف شوي وي.
نو د ژوندانه په ښه توګه پالنه د پلان له مخې په سمه توګه تحقق مومي. پرته له پلان څخه که هغه کړنه او عمل ترسره هم شي کیفیت او معیار یې د پلان شوې چارې سره ښکاره تفاوت لري.
له پلان وروسته دوهم اصل چې فایول ورته اشاره کړې هغه تنظیم دی، تنظیم په دې معنا چې کله پلان جوړ شي نو په پلان کې حتماً یو عمل هدف ګرځول کیږي او د هغه عمل ترسره کولو لپاره بیلابیلو منابعو(بشري، مالي او تخنيکي) ته اړتیا پیښیږي، دا اړتیاوې په پلان کې ځای پر ځای کیږي، او د تنظیم له مخې د همدې منابعو ترمنځ اړیکه رامنځته کیږي.
د یادونې وړ ده چې دا اړیکه به د امکاناتو، مصارفو کې د سپما او وخت تابع وي تر څو د پلان غوښتنې د تنظیم له مخې د شته امکاناتو او وړتیاوو له مخې په کار واچول شي.
که په لنډ ډول ووايو تنظیم دا دی چې کارونه، مسؤلیتونه او سرچینې په منظم ډول وویشل شي، ترڅو نظم رامنځته شي.
د مدیریت دریم اصل هغه لارښوونه ده. لارښوونه دې ته ويل کیږي چې د پلان او تنظیم وروسته د عمل ترسره کوونکي جهت ته د اهدافو په لور سپارښتنه وشي او دا هم ورته وښوودل شي چې د کومو منابعو څخه استفاده وشي.
که په ټوله کې ووایو دا هغه اصل دی چې یو فرد ته د مدیریت یا رهبریت وړتیا وربښي او نورو کسانو ته د هدایت ترلاسه کولو زمینه برابروي، چې څه باید وشي او څوک، څه باید ترسره کړي.
له لارښوونې وروسته څلورم اصل هغه همغږي ده.
همغږي ديته وايي چې د مدیریت ټول معیارونه د لزوم ديد، اهدافو، وخت، او منابعو له اړخه یو له بله تړاو پیدا کړي.
په دې معنا چې د پلان له مخې اهداف د وخت او منابعو پر بنسټ په پام کې ونیول شي او د ترلاسه کولو اړخ یې هم په ښه توګه واضيح شي چې د تعین شوي هدف له مخې کوم اړخونه یو له بل سره یو ځای شي، تر څو هغه مقصد ترلاسه شي.
که ووايو همغږي دا ده چې د یوې ادارې مختلفې برخې، کارکوونکي(خلک) او کارونه سره یو ځای او برابر حرکت وکړي تر څو د ټکر او ګډوډی مخنیوی شوی وي.
وروستی اصل هغه کنټرول دی. کنټرول هغه اساسي مرحله ده، چې د مدیریت ټول پنځه اصول ددې اساسي فکتور پرمټ څارل کیږي او همدا څارنه ددې وړتیا وربښي چې آیا هغه هدف چې چې د پلان له مخې په پام کې نیول شوی دی او هغه لارښوونه چې د مدیر(مشر) لخوا ترسره شوې ده دا دواړه له عملي پروسې سره اړخ لګوي، که نه تفاوت شته؟
که چیرته له پلان او لارښوونې سره سم د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره سمه کړنه ترسره شوې وي نو د کنټرول مرحله به پرته له شک چې یوه کامیابه پروسه وي او که تفاوت شتون ولري نو حتمي ده چې د ځینو تېروتنو شتون به ددې سبب شوی وي چې توپیر ته لاره هواره کړي.
پايله:
په پای کې باید ووایم چې هر فرد له لس کلنې نیولې بیا د مرګ تر ورځې د خپل ځان په اړوند هر اړخیز مسوليتونه لري همدا مسوليتونه فرد ته فرصت ورکوي چې څه ډول یې ترسره کړي، نو که د مدیریت د پورته معیارونو له مخې قدم په قدم مخته ولاړ شي، یقیني ده چې په خپل ژوندانه کې به له بریاوو او کامیابیو پرته بل څه تجربه نه کړي، او دا ټول هغه څه دي چې هم فرد د خپل ځان د مدیریت په برخه کې ترې استفاده کولای شي او هم د خپلې کورنی او فامیل په اړه له دې روشونو په استفادې په ښه او غوره توګه مدیریت ترسره کولای شي.
د اسلام لومړی وياند حضرت جعفر طیار (رض)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.