د امریکا د نوې ستراتیژۍ په هکله څو مهم ټکي

شاه محمود میاخیل

56

د هر ملک ستراتیژي د خپل هیواد په لنډو، منځمهاله او اوږدمهاله ګټو څرخې. هغه هیوادونه د پرمختګ او ترقې په لورې ګامې چې د خپلو دغه مؤخو لپاره تګلاره ولري. که تګلاره ونه لرې، په سیاست کې داسې ده لکه په ړوندو سترګو چې په نامعلومه خوا روان اوسي. هر هیواد ته خپلې ګټې باید مهمې وي او د دنیا د نورو هیوادونو سره د روابط محور هم باید خپلې ګټې وي نه دا چې د نورو هیوادونو لپاره یو هیواد خپلې ټولې ګټې قرباني کړي.

په سیاسي علومو کې دا ګټې د دوکاندارې غوندې دي چې د اخستونکو او پلورنکو ترمنځ د یو متاع په اخستلو (پیرودلو) او پلورلو کې باید دوه اړخیزه ګټې مطرح وي. داسې هیڅکله نشي کیدلې چې دوکاندار هر څه په تاوان خرڅ کړي او اخره کې دوکانداري یې دیوالي شي او نه داسې هم کیدلې شي چې اخستونکی یوه متاع په دومره لویه بیه واخلي چې بیا د خپل خرید نه پېښمانه وي. څه به اخلې او څه به ورکوې یعنې د دواړه خواو په پلورلو او پیردولو کې خپله ګټه وګوري.

دلته د هیوادونو د مشرانو محاسبه مهمه ده چې څه واخلي او څه ورکړي، نو ځکه سیاسي علومو ته ساینس وایي چې هره ورکړله او راکړه، یا روابط د بل هیواد سره باید محاسبه شي. له بده مرغه، افغانستان د کلونو کلونو راپدیخوا د احساساتو انډیوالې او ملګرتوب په اساس خپل روابط د نورو هیوادونو سره ساتلې دي. حال دا چې په سیاست کې د همدغه ګټو د محاسبې له امله دایمي دوست او دوښمن نشته دی او کله چې د ګټو اختلاف رامنځته کیږي، روابط هم سره سړیږي او یا له منځه ځي او په بعضې مواردو کې د دایمي ګټو (Existential Threat) د تهدید له امله په جنګ او خشونت بدلیږي.

د امریکې نوې ستراتیژي په همدغه پورته ټکو څرخي چې د دوی لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ګټې اولویت لري. په دغه ستراتیژی کې ویل شوي چې د دنیا په هر هیواد او د نړۍ په ټولو سیمو کې ډیر مسایل شتون لري او هره مسله د هغوي لپاره مهمه ده او باید توجه ورته وشي.‌ که څه هم د امریکا متحده ایالات د دنیا د ټولو ملکو په پرتله سخي هیواد دی، خو دا هم ممکنه نه ده چې  د امریکا متحده ایالات د دنیا په ټولو مسایلو باندې خپل فوکس وکړي ځکه که په ټولو مسایلو فوکس کوي معنی دا چې په یوې مسلې هم فوکس نشې کولې. هر مسله د هر هیواد لپاره یو قسم اهمیت نه لري او هرهیواد د خپلو اولویتونو په اساس مسایل انتخابوي.

د پورته ستراتیژې په اساس، د امریکا د روایتي دوستانو او مخالفینو تر منځ په پنځو سترو وچو کې یو څو مهمې مسلې مطرح شویدي. د دې لپاره چې امریکا د نړۍ مقتدر ترین او متمول ترین هیواد پاتې شي باید په ساینس او تکنالوژی، اقتصاد، انرژي او نظامي پیاوړتیا فوکس وکړي. د دغه اهدافو لپاره دوی وسایلو، بشري قوت او د بیلابیلو هیوادونو سره د اړیکو او په سیمو فوکس ته اړتیا لري.

د بشري قوت په برخه کې په خپله بشري قوه فوکس کوي او دا فرموله چې د نورو هیوادونو د استعدادونو د جلبولو لپاره د مهاجرت قانون اسانه کړي،‌ مخالف دي.

د مونرو د ډاکترین په دوام، د دوی لپاره غربي (West Hemisphere) یعنې مرکزي او جنوبي امریکا هیوادونه په اول کې اهمیت لري چې د دوی اقتصادي او فزیکي امنیت ته د دغه سیمو نه ګواښ نه وي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې په دغه سیمو کې د دوی ګټې تهدید کړي. دویم فوکس د نړۍ په کچه منځني ختیځ دي چې د ابراهیم قرارداد تقویه او عملي کړي او د دغه قرارداد په وړاندې د ایران تهدید له منځه یوسي. دریم فوکس د دغه ستراتیژی په لرې خټیځ کې دی چې د دنیا تقریبا نیمایي خالص عاید په هغه سیمه کې دی او هغه باید وساتي چې په هغه هیوادونو کې جاپان، تایوان، کوریا او نور راځي یعني د چین د نفوذ او تهدید مخه په هغه سیمه کې ونیسي. د اروپا او روسیې ترمنځ د دوی ستراتیژي دا ده چې اروپا باید زیاته بودیجه په نظامي برخه کې مصرفه کړي او هم د روسیې تهدید له منځه یوسي، خو په عین حال کې کولې شي چې د روسیې سره شریک کار وکړي.

د امریکا لپاره روسیه اوس داسې لوی قوت نه دی چې د دوی ګټې تهدید کړي البته یوازنې هیواد چې د امریکا ګټې تهدیدولې شي، هغه چین دی. همداشان په افریقا کې دوی هم نه غواړي چې په ټولو هیوادونو فوکس وکړي بلکې په هغه هیوادونو به فوکس کوي چې هلته د دوی ګټې مطرح دي.

لکه زیات افغاني سیاسیون او تحلیګران فکر کوي چې افغانستان د امریکا لپاره مهمه ستراتیژیکه سیمه ده، ځکه د امریکا جمهور رئيس بګرام کله کله یادوي، په دغه ستراتیژې کې، افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا باندې فوکس شتون نه لري. د بګرام یادول، لکه په خبرو کې چې یو ضرب المثل یادوې، هسې ده چې باید د بایډن ادارې د بګرام نه خپلې قواوې نه وې ویستلې. د افغانستان نوم تر سره په دغه ستراتیژې کې یاد شوې نه دی، د پاکستان نوم یو ځل پکې یاد شوې چې  هغه هم د هند او پاکستان جګړه یې ختمه کړله او همداشان مرکزي اسیا هم یاده شوې نه ده.

په لنډو ټکو کې، له د امریکا د نورو جمهور رئيسانو غوندې، تروریزم او بشر حقوق هم په دغه ستراتیژی کې ډیر مطرح نه دی ځکه هر هیواد پوه شه او خپل کار یې.

له بده مرغه، په افغانستان کې د امریکا د حضور په وخت کې د افغانستان د مشرانو غلطه محاسبه همدا وه چې امریکا به په افغانستان کې د دایم لپاره اوسي او که هر څومره به دوی ته ویل کیدل چې د امریکا قواوې د افغانستان نه وځي، دوی لپاره کاذب باور دا جوړ شوې و چې نه که د امریکا پسې کوتک هم راواخلې نو دوی نه وځي. البته د یادونې وړ ده چې دغه کاذب روایت د دغه مشرانو په غوږونو کې د ایران او پاکستان پلوه کسانو چې د دې مشرانو تر څنګ ناست و یا دي، پیچکاری کړي و او دوی به هم په پوره مد او شد سره په خصوصي او علني محافلو کې ویل چې برادرا تشویش نکنید، امریکا از افغانستان نمی براید.

د افغانستان اوسني سیاسي او پوځي مخالفین هم په تیرو ستراتیژیو چورتونه وهي او فکر کوي چې امریکا به بیا د دوی حمایت کوي. طالبان هم فکر کوي چې امریکا به دوی په رسمیت وپیژني او د افغانستان روابط به د دنیا سره ښه یا نارمل شي. دا دواړه چورتونه سم نه ښکاري. که څه هم امریکا په افغانستان فوکس نه لري خو په موجوده حالت کې طالبان هم په رسمیت نه پیژني اوهمدا د انزوا حالت به دوام لري. پاکستان او ایران به د افغانستان نه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلی. که حالات همداسې دوام وکړي، د افغانستان  ولس به د جدي فقر او امنیتي تهدید سره مخامخ وي او د خلکو ژوند به ورځ تر بلې تریخیږي. افغانستان به د نړۍ نه بلکې د سیمه ایزو نیابتي رقابتونو مرکز وي.

اوس دا سوال باید مطرح شي چې طالبان او یا نور ولس که مخالفین دي او غیر مخالفین، په افغانستان کې څه غواړي؟ فقر، انزوا، انحصار د قدرت، د یو بل نفې کول، زړې خبرې او رقابتونه په خپلو منځو کې او یا د سیمې د رقابتونو لپاره زمینه مساعدول غواړي او که غواړي چې افغانستان د انزوا حالت نه ووځي، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه شي، یو بل ومني او د قانون په چوکاټ کې ټول افغانان سره ګډ ژوند وکړي؟ البته هغوي چې نه غواړي چې په افغانستان کې و اوسیږي او یا افغانستان او د افغانستان د هویت په ضد کمپین کوي، هغوي همداسې بهر ښه دي.

طالبان او غیر طالبان که په دې فکر وي چې دنیا او یا سیمه به دوی د انزوا د حالت نه وکاږي، دا فکر خوب و خیال او جنون دی. بیا هم وړاندیز کوم چې د افغانانو په خپل ابتکار، باید یوه واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د ټولو اقشارو، سیمو او قومونو استازولي وکړې شي،  راوغوښتل شی او د افغانستان د راتلونکې لپاره تګلاره باندې توافق وکړي. د لوی جرګې اجندا باید مشخصه وي څنګه ولسي مشروعیت رامنځته شي؟ البته د دغه جرګې راغوښتل په اوس وخت کې د طالبانو مسوولیت دی. که د افغانستان حالات ښې یا بدې خوا ته ځي، مسوولیت او کریدیټ یې دواړه طالبانو ته راجع کیږي.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د بحران وجهې او په دې هکله ملي دریځ به څه وي؟

 

Our Pashto-Dari Website

دعوت میډیا ۲۴

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.