د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت، سیمنار ته وینا
شاه محمود میاخیل
۶ دسمبر ۲۰۲۵زکال
د لوی او بښونکي خدای په نامه
د سیمنار عنوان:
د افغانستان او پاکستان تر منځ د بحران وجهې او په دې هکله ملي دریځ به څه وي؟
همیشه ملي ګټې د سیاسي جریانونو د اهدافو او شخصي ګټو نه اوچتې شمیرل کیږي. که سیاسي اختلاف د هرې حاکمې ډلې سره هم وي، د ملي ګټو، لکه تمامیت ارضي، استقلال، هویت، بهرني تجاوز، په مصیبتونو او بشري ناورینو کې مرسته، انساني خواخوږي، مشترک فرهنګ ته وده ورکول او داسې نورو ملي مسایلو نه دفاع، د ټولو سیاسي جریانونو، فرهنګي او مدني ټولنو او په کل کې د افغانانو مسوولیت، مکلفیت او وجیبه ده.
په دې خاطر، هر څوک که احساس د وطنپالنې ولري، بیتفاوته پاتې کیدې نشي. د افغانستان د سولې او ولسواکې ملي نهضت کې شامل سیاسي جریانونه، دا خپل مسوولیت او وجیبه ګڼې چې په هر حالت کې د افغانستان د ملي ګټو نه دفاع وکړي.
د پاکتسان په اړه، د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت د شاملو پنځو واړو سیاسي جریانونو موقف ډیر واضحه دی. د پاکستان وروستې هوایي بریدونه او تجاوز په کابل، کونړ، پکتیکا او کندهار کې چې بیګناه افغانان، ماشومان او د کرکټ لوبغاړي شهیدان کړل، په کلکه غندي او په دې هکله یې اعلامیې هم خپرې کړیدي او دا زمونږ ملي دریځ دی چې د پاکستان د تجاوز په وړاندې ودریږو.
د پاکستان سره مخالفت د طالبانو د حمایت په معنی نه دی. البته پاکستان او د پاکستان د ګټو پلوي حلقې داسې وانمود کوي که څوک د پاکستان د حملو مخالفت کوي، په حقیقت کې دا د طالبانو حمایت دی. داسې نه ده.
له بله اړخه، د پاکستان سره د وروستیو تاوتریخوالې په اړه، طالبان هم کوښښ کوي چې د ځآن لپاره کاذب روایت جوړکړي چې ټول ملت د دوی سره په یوه کرښه کې ولاړ دی او دا د دې معنی لري چې ولس د طالبانو د حاکمیت نه خوشاله او راضي دي.
د طالبانو دا روایت هم سم نه دی ځکه د افغانانو مطلق اکثریت که ونه وایو نو اتیا نوي سلنه افغانان که په داخل کې دي او که بهر، د پاکستان د تیرې او مداخلې په وړاندې په یوه صف کې ولاړ دي خو دا د دې معنی نه لري چې دوی د طالبانو د موجوده داخلي پالیسیو او د حکومتولې د شیوې سره موافق دي.
د پاکستان اساسي مشکل په داخل او سیمه کې او هم د افغانستان سره څه دی؟
د پاکستان سره د افغانانو مشکل د پاکستان د ایجاد نه راپدیخوا شتون لري. هر حکومت چې په کابل کې و، د پاکستان سره یې مشکل درلود او علتونه یې:
- لومړۍ مشکل د ډیورند د فرضې کرښې نه پیژندل دي. د افغانستان هیڅ یو حکومت تر اوسه پورې دا کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې. افغانستان یې فرضي کرښه بولي او پاکستان یې د نړیوال سرحد په توګه یادوي. پاکستانیانو تر اوسه په رسمي مجالسو کې د ډیورند د فرضې کرښې مسله نه ده مطرح کړې ځکه هغوي وایي چې دا نړیوال سرحد دی او په دې بحث نه کوي.
د څلورو لسیزو د جنګونو له امله پاکستان ته فرصت په لاس ورغې چې په ډیرو ځایونو کې په لس ګونو کلومتره د ډیورند د فرضې کرښې نه د افغانستان په خوا وړاندې راشي، پوستې او چیک پاینټونه جوړ کړي، اغزن تار ولګوي او خپل استحکامات وکړي. تر کومه حده چې ماته معلومه ده، دا به د تیرو حکومتونو بې وسې وي خو د دې معنی دا نه ده چې دوی د پاکستان سره د ډیورند کرښه په رسمیت پیژندلې او یا یې کومه بله پټه معامله د ډیورند د فرضې کرښې په اړه کړیده.
د اغزن تار په هکله، همدا شان د بارډر منجمنټ په هکله او یا بله داسې هیڅ پټه معاهده د جمهوریت په وخت کې د پاکستان سره امضا شوې نه ده او که امضا شوې وې نو اوس به پاکستان خامخا هغه لیکلې سند ښکاره کړې وې. البته دا مسله بعضي وخت په اعلامیو کې د دواړو خواو د امنیت په خاطر یاده شویده.
د دغه مسایلو بار بار یادول د پاکستاني حلقو او پلویانو لخوا چې یو شمیر افغانان هم دا روایتونه په ارادي او یا غیر ارادي توګه تکراروي، دا په حقیقت کې د پاکستان د روایتونو تقویه کول دي چې داسې وګڼي چې ګوندې د ډیورند د فرضې کرښې مسله د پاکتسان سره حل شویده.
د ډیورند د فرضې کرښې په اړه فیصله د دواړو خواو د ولسونو پورې اړه لري او د دې زمینه تر اوسه مساعده شوې نه ده چې ولسونه په ازاده توګه خپله فیصله وکړې شي. دا داعیه د افغانانو له منځه تللې نشي تر څو چې د فرضې کرښې د دواړو خواو ولسونو دا فیصله نه وي کړي.
- د داود خان د حکومت نه راپدیخوا او بیا د خلق دیموکراتیک حکومت د راتګ سره، پاکستان ته طلایي چانس په لاس ورغې چې افغانان د افغانانو په ضد وجنګوي او مختلف روایتونه ایجاد شول چې په هغې دلته بحث نه کوم ځکه تاسي ټول پرې خبر یاست او پوهیږي.
- د ډیورند د فرضې کرښې نه بر سیره، اوس د پاکستان سره مشکل نور هم مغلق شوې او داسې حالت ته رسیدلې چې په نارمل دیپلوماسې او خبرو د پاکستان سره دا مشکل حل کیدلې نشي تر څو چې د پاکستاني جنرالانو په تګلاره کې د ستراتیژیک عمق په پالیسیو کې ژور بدلون رانشي.
علت یې دا دی چې په تیرو پنځو لسیزو کې کله چې د پاکستان نفوذ او مداخلې په افغانستان کې اضافه شولې، نو اوس پاکستان د افغانانو د ضعف نه غواړي، هر حکومت چې په کابل کې وي، باید خپله بهرنې سیاسي، اقتصادي او امنیتي پالیسي د انګریزانو د وخت غوندې د اسلام اباد د لارې تنظیم کړي.
دا ډول برخورد د افغانستان هیڅ یو حکومت ته چې په هر فکر او ایډیالوژې وي، قابل د قبول نه دی. حتی مجاهدینو او طالبانو دا ډول سیاست ونه منه چې پاکستان حمایه کول، او نه یې بل څوک منلې شي.
- په تیرو پنځو لسیزو کې، په افغانستان کې د نړیوال سوړ جنګ او سیمه ایزو رقابتونو په دوران کې پاکستان د غرب، چین او عربي هیوادونو لپاره، ستراتیژیک اهمیت درلود. په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې، پاکستان د چین، عربو او غرب نه زیاتې مرستې تر لاسه کړې او د پاکستان اقتصاد د دې هیوادونو په مرستو چلیده او حتی پاکستان د اتوم خاوند شو.
خو اوس پاکستان هغه ستراتیژیک اهمیت د غرب، چین او هم عربي هیوادونو لپاره نه لري او پاکستان د جدي اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران سره مخامخ دی. د پاکستان د سي پیک پروژه ناکامه ده. څومره چې د چین اړیکې د پاکستان سره ژوریږي، هغوي د زیاتو ستونځو سره مخامخ کیږي. عوامل یې د ګلګت نه نیولې تر ګوادره پورې بد امني او پراخ فساد د پاکستان په پوځي، امنیتي او سیاسي حلقو کې دی.
چینایان هم خپل اهداف لري او هغوي د سي پیک پررژو لپاره خپل کسان استخداموي خو بیا د هغويامنیت ساتل په دغه سیمو کې اسانه کار نه دی او همدا علت دی چې په چینایي کارکوونکو او انجینرانو هلته او دلته حملې کیږي چې دا پروژه عملي نشي.
افغانستان د سي پیک په پروژه کې بای پاس شوې هم د پاکستان له اړخه او هم د ایران د اړخه. دا جدا بحث دی چې زیات تفصیل ته اړتیا لري ځکه نور نړیوال رقابتونه او ابعاد هم لري.
په دې خاطر، د افغانستان نه، د روسانو د وتلو نه وروسته، هر هیواد چې د پاکستان سره اړیکې ساتلي، هغه د ستراتیژیکو همکاریو په اساس نه دی بلکې ترانس اکشنل (Transactional) یعنی د راکړې ورکړې په اساس دی. حتی د جمهوریت په وخت کې هم د امریکا اړیکې د پاکستان سره د ترانس اکشنل اړیکو په اساس وې ځکه امریکا او ناتو په افغانستان کې ۱۵۰ زره پوځونه درلودل او د هغوي د لوژستیک او حمایې لپاره یې د پاکستان لاره او خاورې استعمال ورته مهم و. کله چې د عسکرو تعداد کمیده، د امریکا مرستې هم پاکستان ته کمیدلې.
- اوس پاکستان د خپلو پخوانیو پالیسیو له امله چې افراطیت یې په سیمه کې د وسیلې په توګه استعمالوه، د جدي ستونځو سره په داخل د پاکستان کې مخامخ دی. طالبانو ته وایي چې تاسي د ټي ټي پي په ضد فتوا صادر کړې چې دوی خوارج او ترورستان دي. مخکې به فتواوې حقانیه، اشرفیه او بنوریه مدرسو صادرولې، نو ولې د افغانستان نه فتوا غواړي؟
افغانستان او طالبان دا کار نشی کولې. که پاکستان، د طالبانو نه غواړي چې ټي ټي پي خلع سلاح کړي، طالبان د دې وسه نه لري او هم نه یې نشی کولې چې د پاکستان د پوځ په عوض وجنګیږي. که طالبان دا کاروکړي، طالبان خپل صفوف د لاسه ورکوي ځکه دوی ته ټي ټي پي پخوا ځای ورکړې و او د دوی سره یو ځای د جمهوریت په وړاندې جنګیدلي و.
- د پاکستان مشکل یوازې ټي ټي پي هم نه دی ځکه بلوچان عملا د پاکستان د پوځ سره په جګړه کې بوخت دي اوجدایي غواړي. خیبر پښتونخوا کې د عمران خان پلوي حکومت دی او هغوي د پوځ د پالیسیو سره موافق نه دي. پي ټي ایم او نور ملي نیشنالست اکثره د پاکستان د پوځ د پوځ د پالیسیو سره مخالف او د هغوي په وړاندې مبارزه کوي. په سند کې مهاجر او هم زیات پښتانه په کراچې کې اوسیږي او هغوي د سندیانو سره مشکل لري. د پنجاب اطرافونه هم د پوځ د پالیسیو سره موافق نه دي ځکه تاسي ولیدل چې د لاهور د کور کمانډر په کور، د عمران خان پلویان ورننوتل او هغه یې لوټ کړ.
- تر اوسه د پاکستان یو والې پوځ ټینګ کړې دی خو په پاکستان کې د عامو خلکو نارضایتي، اقتصادي ستونځې او د پوځ د جنرالانو په منځ کې فساد، د هغوي پخوانې اتوریته د چلنج سره مخامخ کړیده او همدا علت دی چې د پاکستان په قانون کې په غیر قانوني بڼه تغیر راوسته چې د پوځ د مشر قدرت زیات او په راتلونکې کې محاکمه نشي. یعنې د پاکستان جنرالان په عوض د دې چې د پاکستان د امنیت د تامین په فکر کې وي، د خپلو ځانونو د راتلونکې او قدرت ساتلو په فکر کې دي چې دا پخپله د یو هیواد د سقوط او ګډوډې سبب ګرځي ځکه د دکتاتوري رژیمونو سره خامخا مخالفت زیاتیږي، کمیږي نه.
- د هند سره د پاکستان مشکل په خپل ځای پاتې دی. هند جمو او کشمیر او لداخ د خپل هیواد برخه ګڼي او د ۲۰۱۹زکال نه راپدیخوا یې د مستقلې سیمې په توګه نه پیژني. مخکې جمو او کشمیر او لډاخ جدا بیرغ او جدا قانون درلود خو اوس هغه ماده لغوه شوې او جمو او کشمیر او هم لداخ سیمو کې حکومتولي د هند د قوانینو په اساس ده.
بله مسله دا ده چې هند د پاکستان نه په اقتصادي او امنیتي لحاظ ډیر مخکې تللې، نو هند پاکستان خپل رقیب نه ګڼي او فقط غواړي چې د پاکستان د شر نه ځان وساتي. هندغواړې چې جنګ او تاو تریخوالې د پاکستان سره د خپلو پولو نه لرې او په ېې عوض غواړي چې پاکستان په افغانستان کې مصروفه وساتي.
د دیپلوماسې په اصطلاح، دې ته Cheap Diplomacy یا ارزانه دیپلوماسي وایي ځکه د افغانستان لپاره یې ګټه لږه او تاوان زیات دی.
- د دنیا ټول ملکونه په دې پوهیږي چې د ترورویزم او افراطیت مرکز پاکستان او د پاکستان پوځ دی خو دا چې طالبان ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او نشي کولاې چې د افغانستان د ملي منافعو نه په نړیوال ستیج دفاع وکړي، پاکستان د افراطيت پړه په طالبانو اچوي او غواړي چې افغانستان د تروریزم مرکز معرفي کړي.
پاکستان په تیرو دوه درې کلونو کې ډیرې هڅې وکړي چې دافراطیت د له منځه وړلو لپاره د امریکا او عربو نه کومه پروژنه واخلي خو تر اوسه په دې کار سره بریالی شوې نه دی او که پروژه واخليهم، دا ځل به دومره مرسته د پاکستان سره نه وي چې د تیر په څیر خپل ټول مشکل پرې حل کړې شي.
- دا پورته ټول هغه عوامل دي چې پاکستان په افغانستان کې یو ضعیفه او هغوي ته محتاج حکومت غواړي چې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي پالیسیو کنترول ولري. د ضعیفه افغانستان په شتون کې د پاکستان پوځیان کولې شي چې هم افراطي ګروپونه لکه فرانچایز (Franchise) د خپلو نظامي ستراتیژیکو اهدافو لپاره استعمال او هم د سیمې نورو هیوادونو لکه چین، مرکزي اسیا، روسیه او عربو هیوادونو نه قلنګ یا باج واخلي.
ولې وایم چې باج اخلی ځکه پاکستان د سمیې د هر ملک لپاره یوه افراطي ډله جوړه کړې او نفوذ پرې لري یا د دغه ډلو ریښې او تارونه د دوی سره دي. د بیلګې په توګه شرقي ترکستان اسلامي تحریک د چین لپاره، د ازبکستان اسلامي تحریک د ازبکستان لپاره، القایده او نور ډلې د عربي هیوادونو لپاره، داعش د روسیې لپاره، حزب تحریر د تاجکستان لپاره، سپاه صحابه، لشکر جنګوي او جهش العدل د شیعه او ایران لپاره، لشکر طیبه د هند لپاره، او لشکر لبیک د نورو اسلامي ډلو په وړاندې پاکستان کې استعمالوي.
ولې پاکستان دومره ډلې جوړې کړیدي؟ ځکه هم یې د ستراتیژیکو اهدافو لپاره استعمالوي او هم غواړي چې یوه ډله په بله ډله کنترول کړي.
دا پالیسي د جنرال ضیاالحق د وخت نه وه چې د افغانستان لپاره یې هم دوه د اخوانیانو ډلې، دوه د پیرانو ډلې، دوه د کلیوالو ملایانو ډلې او د استاد سیاف ډله یې وروسته سرباري وه، جوړه کړې وه.
جنرال ضیاالحق دا تجربه په اردن کې تر لاسه کړې وه چې یوه ډله باید قوي نه شي ځکه بیا هغه ډله لکه د فلسطینیانو غوندې چې د اردن هیواد ته خطر شو او د اردون د پوځ او فلسطینیانو تر منځ په ۱۹۷۰زکال د سپتمبر په میاشت کې سخته جګړه وشوله چې هغه جګړه د تور سپتمبر (Black September) په نوم یادیږي چې د فلسطینینانو کمپونه یې ختم او هغوي یې د اردون ته نه وویستل. فلسطینینانو ډیر تلفات ولیدل او اواره شول. جنرال ضیاالحق په دغه جګړه کې هلته د پاکستان د پوځ د لوا مشر او د فلسطینیانو په ټکولو کې مهم رول درلود.
په اوس وخت کې اصلي مشکل د افغانانو لپاره څه دی؟
- لومړۍ ستونځه د افغانستان لپاره دا وه او ده چې د وخت د حکومتونو د غلطو پالیسیو له امله، افغانان، د پاکستان او ایران لمنو کې وغورځول شول. پاکستان اوس د افغانانو په ټولو اقشارو کې کافي نفوذ پیدا کړې دی. ولې اقشار وایم ځکه پاکستان د خپلو اهدافو لپاره به مدني ټولنو، میډیا، شاعرانو، لیکوالانو، ملایانو، ملکانو او سیاسي ډلو کې نفوذ لري. پدیتوګه که څه هم د افغانانو عمومي ذهنیت د پاکستان په ضد دی، خو بیا هم پاکستان د بل هر هیواد نه زیات، په افغانستان کې د تخریب لپاره د افغانانو په بیلابیلو ډلو او حلقو کې نفوذ لري. تر څو چې د افغانانو کمپونه او شتون په پاکستان کې وي، پاکستان به د دغه افغانانو نه کسان استخداموي او افغانستان کې به ستونځې جوړوي.
- په اوس وخت کې د طالبانو د راتګ سره، افغانستان د داخلي او نړیوال عدم مشروعیت له امله، په نړیوال ستیج کې د انزوا په حالت کې دی. د طالبانو د کابینې زیات غړي، د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي. هر یو چې سفر کوي، باید د ملګرو ملتونو نه اجازه وغواړي اواجازه کې پنځه د ویتو هیوادونه او امنیت شورا رول لري.
د امنیت په شورا کې پاکستان د تروریزم په ضد کمیټه کې دی او راروان کال یعنې په ۲۰۲۶زکال کې به هم وي. په دې خاطر پاکستان کوښښ کوي چې د خپل ځان نه د تروریزم د حمایت تورې لکې لرې، ځآن پاک او سپين باز وښایي او افغانستان د تروریزم د مرکز په توګه معرفي کړي تر څوافغانستان کې مشروع او قانونمد حکومت جوړ نشي چې بیا د دوی نفوذ په افغانستان کې کمیږي.
- زما په اند، ما مخکې هم لیکلي او مرکو کې ویلي چې له یوې خوا پاکستان غواړي چې مشروع او قانونمند حکومت په افغانستان کې نه وي چې د خپل ځان نه په نړیواله کچه دفاع وکړې شي، خو له بله خوا د طالبانو موجوده تګلاره چې د هر څه په ضد دي، پاکستان غواړي چې خپلو خلکو ته داسې وانمود کوي که په پاکستان کې د ټي ټي پي یا نورو طالب پلوي فکر حکومت یا حاکمیت غواړي، نو هغوي به همداسې بندیزونه په تاسو هم ولګوي. په یو ډول پاکستان د طالباني فکر راتګ سره خپل ولس هم ډاروي چې د ټي ټي پي یا نورو افراطي ډلو پلویتوب مه کوي.
پدیتوګه، پاکستان غواړي چې هم طالبان بدنامه کړي او هم یې ضعیفه وساتي. له بده مرغه، د طالبانو او هم د ځینو نورو ډلو چې د قدرت تږي دي او تغیر د پاکستان له لارې غواړي، زیات مشران په ارادي یا غیر ارادي توګه افغانستان د پاکستان د ستراتیژې په لومو کې ښکیل کړي.
- پاکستان هم پوهیږي چې دوی په افغانستان کې د مستقیم او یا بل نیابتي جنګ یا جګړې توان نه لري او ګټه هم ورته نه کوي خو هلې ځلې کوي که د امریکا نه کومه پروژه واخلي اما د دې احتمال ډیر کم دی. د سیمې اکثره هیوادونه لکه د مرکزي اسیا هیوادونه، روسیه، چین او ایران پوهیږي که افغانستان کې بیا داخلي جنګونه پیل کیږي، دا جنګونه د دوی امنیت لپاره جدي ګواښ دی، نو ځکه د طالبانو سره د تعامل پلوي دي. خو دا تعامل منفي تعامل دی او د افغانستان لپاره ګټه نه لري.
- دا چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند نظام شتون نه لري، که طالبان د جنګ په وسیله له منځه ځي، بیا هم عواقب یې ښه نه دي او که په کومه لاره چې طالبان روان دي او پاتې کیږي، هم عواقب یې د افغانستان لپاره ښه نه دی.
ولې ښه نه دي ځکه د افغانستان په هر جومات کې مدرسې پیل کړیدي او ځینې احصایې یادونه کوي چې تقریبا شل زره مدرسې په افغانستان کې جوړې شویدي او که هره مدرسه(۵۰) کسه فارغین په کال کې ورکړي، د کال یو میلیون ځوانان کیږي. که طالبان لس کاله پاتې شي، نو افغانستان به لس میلیونه ځوانان د مدرسو نه فارغین ولري. د مدرسو د دغه فارغینو رول به څه وي؟ د نفوس زیاتوالې او د منابعو کمبود پخپله نورو جنګونو ته زمینه مساعدوي.
د پورته دلایلو په اساس، د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت د جنګ پلوي نه دی او د ډیرو بحثونو نه وروسته مونږ دې نیتجې ته رسیدلي یو لکه مخکې چې نیابتي جنګونو افغانانو ته ګټه نه ده کړې، راتلونکې جنګونه هم ګټه نه لري ځکه د جنګ تمویل کوونکي او عقبه به چیرته وي؟ که ایران او پاکستان کې وي، بیا هماغه زړه خبره ده چې هغوي به بیا د خپلو ګټلو لپاره افغانان استعمالوي.
په افغانستان کې او هم د افغانستان نه بهر د افغانانو وضعیت څنګه تشریح کولې شو؟
- همیشه ایډیل حالت نه وي. لکه مخکې چې مې یادونه وکړله، طالبان لکه د اور اخستلې پرتوګ په شان، نه یې په ځان کې ساتلې شي ځکه سوزې او نه یې ارتولې شې ځکه لوڅیږي.
- د طالبانو سیاسي مخالفین، د مدني ټولنو حرکتونه او یا هغوي چې په جنګ باور لري، سره پاشل شوي او ویې نشو کړې چې په تیرو څلور کلونو کې په ګډه ملي روایتونه ایجاد او هغه تقویه کړي. دا پاشل توب هم د طالبانو د دوام لپاره مرسته کړیده.
- د جمهوریت د سقوط نه وروسته، افغانان که ځانونو ته افغانان وایي او که نه وایي، ټول د یو بل په ضد موقف ګیري لري. افغانانو خپل اعتبار د لاسه ورکړې دی او خبرو ته یې څوک اهمیت نه ورکوي. همدا علت دی چې اکثره هیوادونه اوس وایي چې د طالبانو بدیل نشته دی. په ظاهره دا خبره سمه ده. اما د منطق او تاریخي درسونو په اساس سمه نه ده ځکه د هرچا ښه یا بد بدیلونه حالات او سیستمونه رامنځته کوي. که داسې بدیلونه نه رامنځته کیدلې نو طالبانو ته هم نوبت نه رسیده.
- زما په اند، لکه څنګه چې د جمهوریت په وخت کې ما شخصا په خپلو لیکنو کې په کراتو یادونه کړې او په حکومت کې داخلي مخالفینو ته همیشه ویل چې د جمهوریت بدیل تاسي نه یاستې که هر څومره ښکته او پورته منډې ووهي یا د طالبانو سره اړیکه ونیسي، د جمهوریت بدیل طالبان دي او دا فکر باید اوس وکړې چې ایا د طالبانو سره ژوند کولې شې او که نه؟ هدف مې دا و چې نظام مه تخریبوې. که حالات همداسې په داخل او بهر کې دوام وکړي، اوس هم وایم چې د طالبانو بدیل نه سیاسي مخالفین، نه مسلح مخالفین او نه مدني ټولنې دي بلکې د طالبانو بدیل به د طالبانو نه یوه بله زیاته افراطي ډله وي چې طالبان به هم د جمهوریت غوندې څنډې ته کیږي. (دا وړاندوینه ده) مخکې له دې چې اوبه له ورخه تیرې شي، باید طالبان او هم د طالبانو مخالفین په خپلو فکرونو او تګلارو کې تغیر راولي.
اخرې خبرې، څه په کار دي او څه باید وشي؟
- که څه هم د افغانستان د سولې او ولسواکې ملي نهضت، زما په اند د ټولو نورو سیاسي جریانونو، ائتلافونو او ډلو نه زیات کدرونه لري، سره متحد دي او کوښښ کوو چې نور هم توسعه پیدا کړي خو بیا هم مونږ، نه د چا بدیل یو او نه د بدیل لپاره کار کوو، نه شخصي او تنظیمي غوښتنې لرو. هدف مو دا دې چې افغانستان د نیابتي جګړو نه بچ شي، په افغانستان کې ثبات ټینګ شي، ټول افغانان د اساسي قانون په چوکات کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري ځکه هیڅوک او هیڅ یوه ډله نفې کولې نشي او نه انحصار د قدرت سیاست پخوا نتیجه ورکړې، نه یې نن د طالبانو په حاکمیت کې نتیجه ورکوي او نه په راتلونکې کې نتیجه ورکوي.
لکه څنګه چې مخکې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نتیجه نه ده ورکړې، د طالبانو غوندې م زرما ټوله زما چې د ښکته نه سر پورې ټول ملایان وي، او دا کومه شیوه د حکومتولې چې یې روانه کړیده، هم نتیجه نه ورکوي او پخپله نیابتي جګړو ته زمینه مساعدوي چې مسوولیت یې د طالبانو په غاړه دی.
- وړاندیزمې دا دی چې د اوس لپاره غوره او بهترینه لار د یوې واقعې لوی جرګې راغوښتل دي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د لارې نقشه تصویب کړي. دا پریکړه د جنګ نه او هم د طالبانو د بلا قید او شرط دوام نه، د ټولو خواو او د افغانستان او افغانانو د بهبود لپاره، ښه پریکړه به وي. دا به افغاني ابتکار وي او که طالبان دا کار وکړي، طبیعي خبره ده چې کریدت یې هغوي ته ورکول کیږي.
د شخړو د حل د فرمولې په اساس به ټولې خواوې ګټونکې وي. البته د دغه لوی جرګې د راغوښتلو احتمال هم دفعتا وجود نه لري خو د دې امکان شته چې د طالبانو منځ کې کوم مثبت فکر او یا تغیر رامنځته شي او د لوی جرګې لپاره لاره هواره کړي. بله هره لار د افغانستان د بې ثباتې لار ده او د افغانانو لپاره د خیر نه زیات شر رسوي. والسلام
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.