په ژمي کې د مخ ښکلا داسې وساتئ

177

د جلدي ډاکترانو په وینا پوستکی په هر موسم کې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري چې په ژمي کې هم د هوا له بدلون سره سم د پوستکي لږه ساتنه ستاسو د مخ په ښکلا کې زیاتوالی راولي . دوی وايي چې د مخ ښکلا لپاره دا وړاندیزونه عملي کړئ !

1 – د مخ اضافه ویښتان لرې کړئ : که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ نو یو قاشوغه بُوره او یوه قاشوغه اوړه په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ ، له وچېدو وروسته یې له مخ نه لرې کړئ بیا مخ مو ووینځئ چې دا کار د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي .

2 – د مخ په پوستکي شات یا عسل وموښئ : د څیړنو په اساس د پوستکي ناروغیو اصلي لامل د پوستکي وچوالی دی چې د سترګو شاوخوا توروالي لامل هم ګڼل کېږي . روغتیاپالان وايي چې شات سربېره پر دې چې د انسان پوستکی له مختلفو ناروغیو ژغوري د پوستکي لپاره یو غوره مرطوب کوونکی هم ګڼل کېږي . د پوستکي د وچوالي لپاره د لسو دقیقو لپاره شات یا عسل په خپل مخ استعمال کړئ او له هغې وروسته يې په تړمو اوبو ووینځئ . دغه طریقې سربېره پر دې چې پوستکی صفا کوي د پوستکي له منځه تلليو حجراتو پاکولو کې هم ډېره زیاته مرسته کوي .

3 – شیدې وڅښئ : په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکي ته یو پوښ ورکوي چې د دغه پوښ ځلا په پوستکي کې د ښایست لامل کيږي . څېړنو ثابته کړې ده چې په شيدو کې شته ويټامین B12 ، پروټین او کلشیم د پوستکي د خرابېدو او وچېدو مخه نیسي . ډاکتران وايي چې تر ډېره په هغو کريمو کې چې د مخ د نرموالي لپاره کارول کيږي ، لاکتیک اسید شتون لري چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کيږي . دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شيدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شي ، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي .

4 – لیمو استعمال کړئ : په ژمي کې د ویټامین سي کارول ډېر اړین دي چې بدن ته د نور ګټو سربیره د پوستکي لپاره ګټور دي ، هغه کسان چې د بدن پوستکی یې نازک وي لږ د لیمو اوبه دې د شپې لخوا پر مخ او لاسو ووهئ له پاڅیدو سره سم دې په صابون ووینځئ په دې طریقه به ستاسو پوستکی له تور والي او وچوالې څخه ژغورلی وي . همدارنګه که غواړئ چې جلد مو ښکلی ، روښانه او شفاف واوسي نو یو دانه لیمو هر سهار پر خپل مخ ووهئ او تر یو څه ځنډ وروسته مو مخ ووینځی . دا کار بیا ستاسو مخ له ګونځو څخه وساتی، دغه راز د مخ لکۍ به مو ختمی شی ، جلد به مو روښانه او ښایسته شی .

5 – له شین چای ګټه واخلئ : درې پیالې اوبه جوش کړئ ، اوبه په یوه لوښي کې واچوئ ، ۲ یا ۳ پوړۍ یا یوه دوه خوراکه شین چای ور واچوئ . مخ مو له وړاندې پاک کړئ . په خپل سر باندې دست پاک یا کومه بله پاکه ټوټه واچوه ، داسې لکه خیمه چې ووهئ .د اوبو او چایو ډک لوښی د دوه لویشتو یا یو فټ په اندازه له مخ نه لرې ونیسئ . پریږدئ چې د ۱۰ دقیقو لپاره مو د چایو دا دود یا بخا پر مخ ولګیږي . له هعې وروسته مخ په پاکو یخو اوبو پریمنځئ او په نرمۍ سره يې وچ کړئ . دا کار به د تازه پوستکي ترڅنګ د مخ داغونه به مو هم له منځه یوسي .

6 – د شاتو او زیتونو ماسک وکاروئ : په ژمی کې د مخ ګونځې هواروي او مخ مو ښايست لپاره د شاتو او زیتونو ماسک جوړ کړئ . د دې کار لپاره شات تاوده کړئ ، تر څو اوبلن حالت غوره کړي ، وروسته د هګۍ ژېړ چې مخکې مو حل کړيي ، پکې واچوئ او څو قطرې زیتون هم پرې وڅڅوئ . مخکې له دې چې ماسک مو پر مخ ووهئ ، باید خپل مخ ومینځئ او بیا یې وچ کړئ . دغه راز پر زيتونو هره ورځ د پنځو دقيقو لپاره مخ مالش کول له مخ نه ګونځې له منځه وړلی شئ .

7 – داغونه د هوږې په مرسته له منځه یوسئ : په ساړه موسم کې د پوستکي تازه او ښکلي ساتلو لپاره له هوږې کار واخلئ . د دې لپاره هوږه په منځ کې دوه ځایه کړئ او په داغي ځایونو یا دانو باندې یې سوکه سوکه ومښئ ، خو له استعمال وړاندې د دې پر سر داسې کوم مواد واچوئ چې د مښلو پر وخت د هوږې اثرات او ځګ راوځي . بیا مخ مو په تړ مو اوبو ووینځئ ، له داغونه به خلاص شئ .

8 : حمام وکړئ : په ژمي کې چې کله هم غسل کوئ نو په نیم ګرمو اوبو کې څو څاڅکي د شړشمو تېل واچوئ تر څو ستاسو پوستکی نرم او تازه وساتي . له غسل کولو وروسته ژر تر ژره ځان وچ کړئ مخ په ساده تېلو غوړ کړئ ، همدارنګه هره ورځ تر خوب مخکې مخ وینځل تر ښو کریمو غوره دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.