!فکري غلامي مه هېروئ

نورالحق ن. څلی 

60

   څه ښه وایي:«مریی ( غلام ) تر هر چا ډېرې چیغې وهي چې زه آزاد یم».

   د اوسنۍ نړۍ علمي او تکنالوژیکي پرمختګونو دا شونې کړې ده، چې بشریت تر کنټرول لاندې راشي. فکري غلامي هغه بې آوازه وژونکی دی، چې ډېری یې نشي لیدلی خو د بشپړ کنټرول کارنده وسیله ده. استعمارګر او زورور پردي خپل قربانیان (ولسونه) داسې پروګرام کوي تر څو هغسې فکر وکړي چې د همدوی په ګټه واوسي.

د فکري مرییتوب یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې قربانیان یې په دې نه پوهېږي چې دوی لا وختي د خپلو اربابانو لپاره په ګټه رسوونکو بېړاګانو بدل شوي دي. هېره دې نه وي، چې کله استعمارګر د بېلابېلو لاملونو له امله، له یوه هېواده وتلو ته اړ شي، هغوی خپل د فکري غلامۍ نه لیدونکی جال پر خپل ځای پرېږدي. دغه جال یو سیستم دی او د سیستم ړنګول د ډېرو استعمار ځپلو ولسونو له توان څخه وتلی کار دی.

  ابن خلدون په خپل شهکار «المقدمه» کې لیکي:« د تاریخ په اوږدو کې ډېرو ولسونو فزیکي ماتې خوړلې دي، خو دغه ماتې هېڅکله هم د یوه ولس د پای نښې نه دي شوي. خو کله چې یو ولس د رواني ماتې ښکار شوی دی، دغه رواني ماته بیا د ولس د پای نښه شوې ده » .

  الیک شهاده د فکري غلام په اړه بیا وایي:« که چېرې ته هغوی ته اوبه ورکړې چې خپله تنده پرې ماته کړي، هغوی دغه اوبه د دې لپاره کاروي چې ځان په کې ډوب کړي. که چېرې ته هغوی ته رسۍ ورکړې تر څو له دغه راایسار شوي بد حالت څخه راووځي، هغوی دغه رسۍ د دې لپاره کاروي چې ځانونه پرې غرغره کړي».

  الیک شهاده د فکري غلام په اړه په یو بل ځای کې بیا وایي:« کله چې تاسې یوه فکري غلام ته آزادي ور وښيۍ، ډېره شونې ده چې هغوی راتاو شي او پر تاسو د دې لپاره برید وکړي چې تاسو د هغوی جنت ویجاړ (مختل) کړی دی. د هغوی لپاره، آزادي ځنځيرونه او آزادوونکي (ژغورونکي) دښمنان دي».

 لکه څرنګه چې پوهېږو، اوسنی مالوماتي عصر د میډیا عصر دی. نن ورځ سیاست، سانسور، جګړه، کسات اخیستنه، بې لارې کونه، د جعلي او ناسمو انګېرنو تولید او خپرونه د میډیا په مټ کېږي. تکنالوژي پخپله ، هم د بشریت دوست او هم دښمن دی. هر ځل چې خپل کمپیوتر چالانوو او یا کومه دیجیتال آله کاروو، زمونږ عادتونه، کاري پروګرامونه، دروغ او رښتیا هر څه پوره ثبت کېږي.

       دغه فکري مریي توب ولې ډېر بد دی؟ دا ځکه ډېر بد دی چې د تړلتیا او ځان کوچني ګڼلو(د حقارت عقده) رواني ستونزه راپیدا کوي. فکري مرییتوب ځکه ډېر بد دی چې ځنځیرونه یې نه ښکاري، خو نسل په نسل لېږدول کېږي او سړی نه پوهېږي چې همدی یې قرباني دی. فکري مریي توب ځکه بد دی چې غلام تل ګډوډ فکري حالت لري، خپل ارزښت او حقیقي ګټې نه پېژني او تل د بل پر پاتې شوني شخوند وهي.

 د یوه ولس لپاره د فزیکي مریي توب، له ټولو دلۍ شوو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو څخه وتل ډېر سخت کار نه دی. په فکري مریي توب کې بدي دا ده چې د آزادۍ (نجات) او مریي توب ترمنځ توپیر یو له بل سره تاو شوی یا رانغاړل شوی دی. دا داسې یو حالت دی چې انسان د ځان او نړۍ په هکله د ناسمو او اړول شوو مالوماتو له کبله راایسارېږي.

   په دغه حالت کې سړی دا ادعا کولی شي چې پوهېږي او هر څه ته یې پام دی. ځکه کتابونه لولي او له رسنیو سره بوخت دی. خو دا انسان دا فکر نشي کولی چې د ده پوهه (اګاهي) تړلې (مشروط) ده. په بله وینا د ده فکري توان لا وختی چوکاټ شوی دی.

   نن ورځ د لوړو زده کړو درلودونکي ډېری کسان نه پوهېږي چې څرنګه د تبلیغاتو، ټولنیزې ارواپوهنې او د انساني سلوک پېژندنې په مټ د انسانانو فکرونه قالب کېږي او هغسې بڼه ورکول کېږي لکه څرنګه چې پلان شوې ده.

  آیا کله مو له ځانه دا پوښتنه کړې ده چې دا سوداګریز اعلانونه ولې همدا یو کلیپ او یا انځور بیا بیا اعلانوي؟ د دې علت « تکرار» دی. مونږ د تکراري پیغامونو په چاپېریال کې ژوند کوو. هر څومره ډېر چې یو څه تکرار شي، که هغه ناسم هم وي خلک یې سم ګڼي. دغه تکراري پیغامونه زمونږ فکري فضا (اتموسفیر) خړوبوي ( تر بسو یې مړوي). کله چې مونږ همدا تکراري پیغامونه اورو، په پای کې زمونږ نیم سدي ( نیم حاله یا ناخود آګاه ) فکر یې جذبوي. په بله وینا زمونږ فکر د تکراري پیغامونو(نظرونو) په فضا کې ډوب کېږي او عادت اخلي. وروسته همدغه زمونږ فکرونو ته رالېږول شوي څه، زمونږ د فکرونو، غوښتنو، نظرونو اصلي سرچینې جوړوي.

   آیا بل څوک له فکري غلام سره مرسته کولی شي چې له فکري مریي توب څخه یې راوباسي ؟ نه، هېڅکله هم نه. هغه څوک چې خپل فکر ته پراختیا نشي ورکولی او یا یې نشي کارولی، مجبور دی چې د بل غلام شي. لنډه دا چې له فکري مریي توب څخه یوازې پخپله ځان خلاصولی شو، بل هېڅوک مرسته نشي کولی.

    په درد سره، موږ افغانان باید دا ومنو چې پردیو دا څلور لسیزې زمونږ لپاره د فکري مریي توب جال خپور کړی دی. د وروستیو څلورو لسیزو پرله پسې اشغالونو، بهرنیو لاسوهنو، جګړو او د کډوالۍ ژوند ناخوالو دې ته لاره هواره کړه، چې زموږ یو شمېر هېوادوال د فکري مریي توب قربانیان شي.

    په هر حال، راځئ لومړی په دې هم ځان پوه کړو چې دا فکري مریي توب څوک په نښه کوي؟ د دې پوښتنې لنډ ځواب دا دی چې هر څوک، خو په تېره بیا زده کړیالان، زده کوونکي، روښانفکران، ښوونکي، پوهان او د ټولنې پوه قشر په نښه کوي.

    دا سمه ده چې که نن ورځ خپل ټولنیز چاپېریال ته ځير شو، د فکري غلامۍ ډېر بې خونده انځورونه مو تر سترګو کېږي. کله چې یو ولس څلوېښت کاله د پردیو خبرې واوري او په داسې تبلیغاتي چاپېریال کې واوسېږي چې د دښمن زهرجنو تبلیغاتو لړلی وي، د فکري غلامۍ همداسې وضعیت منځته راځي.

۰۶/۱۱/۲۰۲۵

پای

د تاریخ اړونه او تاریخي حافظه

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.