۰۹/۱۰/۲۰۲۵
تاریخ اړونه ( تحریف ) د فکري جګړې وسیله ده، په کومه کې چې دښمن د یوه ولس تاریخي شعور تر ګوزار لاندې نیسي. تاریخ اړونه هېڅکله هم تصادفي تېروتنه نه وي بلکې تل ډېر ښه پلان شوي او سنجول شوي عملیات وي.
د اوسنۍ زماني په سیاست کې دا دود ګرځېدلی دی، چې له تاریخ څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخیسل شي. په ځینو سیاسي کړیو کې داسې انګېرل کېږي چې تېرمهال باید د اوسمهال لپاره کار وکړي. که چېرې په دې کار کې د چا لپاره شواهد بسنه نه کوي، کېدای شي هغه شواهد له ځانه جوړ ( جعل ) کړي. هېره دې نه وي، د تاریخ اړونه داسې اسطورې جوړولی شي چې ټولنیز نظر او باور د واقعیتونو برخلاف پر کږه لاره باندې سم کړي.
سیاستپوهان او سیاستوال ډېر ښه پوهېږي چې تاریخ د یوه ولس د یوموټي کېدو لپاره سیمنټ دی. همدا لامل دی د همدې کسانو په کتار کې ځینې په پوره سپین سترګۍ سره هڅه کوي، چېرې چې په ګټه یې وي تاریخ واړوي او په خپل زړه یې سم کړي.
دا د تاریخ اړونه څه شی ده ؟ تاریخ اړونه په قصدي توګه د یوې سیاسي موخې، ايډیالوژۍ او یا کومې ځانګړې اجندا په ګټه د پخوانیو پېښو او فاکټونو کږولو، ناسم ښودلو او یا د تېرایستلو لپاره لاسوهنه په کې کولو ته وایي. په بله وینا، ځینو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د یوه ټاکلي ټولنیز نظر شتون ډېر اړین وي. د دغه اړین یا زړه غوښتي نظر جوړولو لپاره په قصدي توګه تاریخي فاکټونه او پېښې اړول کېږي، دغه کړنه د تاریخ اړونه بلل کېږي.
د تاریخ اړونه د لاندې کړنو په کولو سره عملي کېږي : هغه مهم فاکټونه او پېښې چې له «جوړې شوې کېسې» سره په ټکر کې وي هغه غورځول (حذف) کېږي، هېڅ یادونه ورڅخه نه کېږي، ته وا چې هېڅ هم نه وو. بېخي نوې کېسې جوړېږي. داسې نوې پېښې او کیسې تبلغېږي چې هېڅکله هم نه وې. د جوړې شوې کیسې په ګټه د کلماتو ماناوې اړوي. د پېښو او کیسو ځینې اړخونه ډېر سینګارېږي، ډېر رنګونه او غوړي ورکول کېږي، خو ځینې نور اړخونه په قصد سره له پامه غورځول کېږي. د وران پوهاوي او شک راپیدا کېدو په پار ځینې مالومات او سرچینېې سانسور کېږي. د پروپاګنډ پر مټ ناسم مالومات خپرېږي او . . . .
په ټولنپوهنه کې یوه پوهنیزه اصطلاح شته چې په ځینو اروپایي ژبو کې یې « تاریخي کلچر» او په ځینو نورو کې یې بیا « تاریخي حافظه» بولي. تاریخي حافظه کېدای شي ټولنیزه او یا جمعي حافظه هم وبولو. دا تاریخي حافظه څه شی ده ؟ تاریخي حافظه د ټولنیزو ـ فرهنګي میتودونو او بنسټونو یو سیستم دی، چې د تېرمهال په اړه په مالوماتو کې هغه ټولنیزه پوهه کنټرولوي او چمتو کوي یې، چې لېږدونه یې نوي نسل ته اړینه وي.
تاریخي حافظه یو لړ داسې تدابیر دي، چې موخه یې د تېرمهال په اړه راتلونکي نسل ته د مالوماتو راټولول، خوندي کول او لېږدول جوړوي. دا مالومات چې د پېښو، خلکو، دودونو او فرهنګ په اړه وي، راتلونکي نسل ته یې لېږدونه ځکه ډېر ارزښت لري، چې لومړی پر پوهه باندې اوړي، ورپسې د هویت په پنځولو، د هېوادپالنې روحیې په قوي کولو او د اوسنۍ زمانې روح پېژندلو لپاره کارېږي.
داسې هم ویلی شو، تاریخي حافظه د یوه ولس د تاریخي پېښو په اړه د مثبتو او منفي یادونو ( خاطرو ) یوه ټولګه ده، چې له یوه نسل څخه یې بل نسل ته لېږدېږي. د دې یادونو ( خاطرو ) ارزښت په دې کې دی، چې له تاریخي پېښو څخه تر ډېره یو شان تعبیرونه او تفسیرونه وړاندې کوي. همدا له پېښو څخه د تعبیرونو او تفسیرونو ګډوالی او ورته والی، ولس سره یو موټی کوي او هویت جوړوي. هویت بیا د ملي او فرهنګي تړلتیا احساس، هېوادپالنه او خپلو دودونو ته درناوی راټوکوي.
تاریخي حافظه د تېرمهال په اړه پوهاوی رامنځته کوي، په دې کې مرسته کوي چې تاریخي پېښې وپېژندل، درک او یاد ته وسپارل شي. تاریخي حافظه د زمانو اړیکه ده. له دې سره مرسته کوي چې اوسمهال لومړی درک، بیا له پرون سره اړیکه ورکړل شي او راتلونکې هم جوړه شي.
تاریخي پوهه د تعبیرونو او تفسیرونو پوهه ده. یو تاریخ لیکونکی لومړی تاریخي فاکټونه را په ګوته کوي، ورپسې د دې لپاره چې دغه فاکټونه د پوهېدو وړ وګرځي او نظم پیدا کړي، له منل شوو پرنسیبونو سره سم یې له یو بل سره نښلوي او یو بشپړ انځور ورڅخه جوړوي. په پای کې هماغه په نښه شوي تاریخي فاکټونه تعبیروي او تفسیروي یې.
هېره دې نه وي چې تاریخي حافظه یو معنوي او اخلاقي ارزښت دی، نو ځکه ساتنه غواړي. که و نه ساتل شي، لاسوهنه په کې کېدای او پاڼې یې توږل کېدای شي. د تاریخي حافظې ساتنه، پرته له دې څخه چې پر له پسېوالی ( تسلسل ) رامنځته شي او ډېر نسلونه يو په بل پسې راتلونکو نسلونو ته مالومات ولېږدوي، ممکن نه ده. د یادونې وړ ده، چې د نورو دودیزو اغېزو لکه: سوداګریر – اقتصادي، ډیپلوماتیکي، پوځي او داسې نورو په پرتله د تاریخي خافظې بحران ملي امنیت ته لا ډېر زیان رسوي.
تاریخي حافظه د ټولنیز او تاریخي شعور ټولو پوړونو ( قشرونو ) او بهیرونو ته کتنه کوي. هغو عاملونو ته پام کوي، چې دا پوړونه او بهیرونه یې راپیل کړي، وده یې ورکړې او عام کړي یې دي. پر دې سربېره دې ته پام کوي، هغه څېره (تصویر) چې غواړي عام او رواج یې کړي د خلکو له نوښتګر هرکلي سره مخامخ شي.
تاریخي حافظه ډېره په زړه پورې منځپانګه لري، ځکه دا څېړي چې خلک څرنګه له خپل پخوا سره تعلق ساتي او له دې څخه څرنګه د اوس او راتلونکې لپاره ګټه اوچتوي. تاریخي حافظه موږ ته دا را په ګوته کوي چې یوازې په تېرمهال کې ژوند نه کېږي. ژوند باید په نن کې وکړو او راتلونکې ته وګورو. که له خپل پخوا څخه باخبره و نه اوسو، که پر دې باندې پوه نشو، چې پر کومه خاوره او د چا له برکته ژوند کوو، نو راتلونکې به نه وي. هو! پرون باید په نن او سبا کې ژوند وکړي. پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.