د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي دوه مثبتې پېښې ثبت شوي.
د پکتیکا ولایت مقام نن (پنجشنبه، میزان ۱۷) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مقام د دفتر رئیس مفتي محمد ابراهیم اغآ د عامې روغتیا رییس، د باران موسسې مسوولانو، د پولیو له مرکزي مسوولانو او د ختیځ زون د پولیو مسوول سره ناسته کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د برمل ولسوالۍ د پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبت، د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د راتلونکو تدابیرو، د واکسین د تطبیق بهیر او د عامه پوهاوي د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث شوی.
د ولایت مقام د دفتر رییس مفتي محمد ابراهیم اغآ ټینګار کړی چې د پولیو لمنځه وړل د ټولو ګډ مسؤلیت دی او اړوندې ادارې باید په ګډه هڅه وکړي، څو دا ناروغي له پکتیکا څخه په بشپړه توګه لمنځه لاړه شي.
د ختیځ زون د پولیو مسؤل، د عامې روغتیا رئیس او د باران موسیسې استازو ډاډ ورکړی چې د برمل ولسوالي د پېښو د څېړنې ترڅنګ به، د پوهاوي، واکسین او د خلکو د همکارۍ د زیاتوالي لپاره ګډ کار وکړي.
دا په روان ۲۰۲۵ کال کې د پولیو لومړۍ دوه مثبتې پېښې دي چې په پکتیکا ولایت کې ثبتیږي.
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولانو تراوسه د پکتیکا برمل ولسوالي کې د ماشومانو د ګوزڼ مثبتو پېښو تایید او رد په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو ناروغي پهکې په بشپړه توګه لهمنځه نهده تللې.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.