نړۍ نن د ژور بدلون او سترې سیالۍ په پړاو کې ولاړه ده. هغه نړیوال نظم چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ رامنځته شوی و، اوس د ټوټې کېدو په حال کې دی او د یو قطبي تسلط پر ځای څو قطبي سیالي مخې ته راوتلې ده. چین، روسیه، هند،ترکیه او ګڼ نور قدرتونه هڅه کوي چې د خپلو اقتصادي او امنیتي محورونو له لارې د نړۍ په سیاست کې ځان ته ځانګړی ځای جوړ کړي. امریکا هڅه کوي خپل واک او اقتصادي برلاسی وساتي، خو د بریکس، شانګهای سازمان، او د یوې لارې ـ یوې کمربند ستره پروژه د دې سیالۍ بڼه بدله کړې ده.
په دې لوبه کې افغانستان بیا یو ځل د نړیوالو سترګو په مرکز کې دی. د افغانستان موقعیت چې د آسیا د زړه په نوم یادېږي، هغه جغرافیایي ځانګړتیا لري چې د جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا، منځني ختیځ او ختیځ آسیا تر منځ د طبیعي دهلېز په توګه عمل کوي. له همدې لارې د انرژۍ پایپلاینونه، د اورګاډي مسیرونه، او د سوداګرۍ لارې لنډېږي. همدې ځانګړتیا د افغانستان ارزښت څو چنده زیات کړی او د قدرتونو تر منځ یې د سیالۍ نوې دروازه پرانیستې ده.
امریکا د افغانستان له لاسه وتل د ستراتېژیکې ماتې په توګه ګڼي، نو ځکه د اقتصادي فشارونو، سیاسي انزوا او د مشروعیت نه ورکولو له لارې هڅه کوي چې خپل اغېز وساتي. برعکس، چین د افغانستان ثبات د خپلې اقتصادي تګلارې یوه مهمه کړۍ بولي، ځکه د یوې لارې ـ یوې کمربند پروژه د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته تړل کېږي. روسیه بیا هڅه کوي چې د منځنۍ آسیا امنیت خوندي وساتي او افغانستان د لوېدیځ پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي. ګاونډیان لکه ایران او پاکستان د خپلو قومي، اقتصادي او امنیتي ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په کورنیو او سیمهییزو چارو کې خپل ځای لټوي.
اسلامي امارت د دې حالت په درک کولو سره هڅه کوي چې افغانستان له یوې جګړهییزې سیمې څخه د اقتصادي دهلېز په مرکز بدل کړي. د دې لپاره تر ټولو مهمه لاره د اقتصادي همکاریو پراخول، د ترانزیټي لارو فعاله کول او د منرالونو د استخراج د پروژو مدیریت دی. له بلې خوا، سیاسي بېطرفي هغه تګلاره ده چې اسلامي امارت پرې ټینګار کوي، څو افغانستان د قدرتونو د لوبو قرباني نه شي. که څه هم د نړیوال رسمي پېژندنې ستونزه لا هم شته، خو اسلامي امارت د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو د کښت بندیز، او د سیمهییزو همکاریو له لارې نړیوال پام ځان ته اړولی دی.
په پای کې ویلای شو چې د نړۍ نوې جیوپولیټیکي لوبه د یوه نوي نړیوال نظم زیږون ته ورته ده او افغانستان د دې نوې معادلې په منځ کې ولاړ دی. که اسلامي امارت وکولای شي چې پر اسلامي ارزښتونو، اقتصادي توازن او سیمهییزو همکاریو خپل سیاست ولاړ وساتي، افغانستان به د جګړو له ډګر څخه د همکاریو پر مرکز بدل شي او د افغان ولس لپاره به د یوې نوې برخلیکسازې دورې پیل وي.
درنښت…. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.