له پاکستان سره جګړه کې د ملي تلویزیون خبریال وژل شوی

89

له پاکستان سره څلور ورځې مخکې جګړه کې د ملي رادیو تلوېزون د پکتیا څانګې یو خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی او د همدې رسنۍ بل خبریال ټپي شوی دی.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر په امر څلور ورځې مخکې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، زابل، هلمند او کندهار سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو د دې بریدونو لپاره له کابل او ځنګلورو ولایتونو د کرښې په لور خپل تجهیزات او وسایل لېږدولي و.

په پکتیا کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونه هم د خوست ځاځي میدان ته تللي وو.

سرچینې وايي، له دوی سره د ملي رادیو تلوېزون درې خبریالان او یو موټروان هم د دغه ولایت له ډنډ پټان ځاځي میدان ته اوښتي وو.

د سرچینو په خبره، دوی د خوست د ځاځي میدان په پلوڅه کې د جنګي سیمې رپوټول غوښتل چې د پاکستاني پوځ له ناڅاپي برید سره مخ شول.

د برید په ترڅ کې د ملي رادیو تلوېزون دوو خبریالانو او موټروان ځانونه ژغورلي، خو عبدالغفور نادرکه و.

د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند اعلامیه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي چې د نوموړي جنازه نن کېږي.

مالومه نه ده چې د عبدالغفور عابد د مړي او ژوندی درک ولې څو ورځې نه کېده او نه هم طالبانو په دې هکله څه ویلي دی.

طالبانو څلور ورځې مخکې هغه جګړه چې ماښام یې پیل کړې وه، وروسته د شپې پر ۱۲ بجو ودروله او په سبا یې چارواکو ویل چې د سعودي او قطر په غوښتنه یې جنګ بند کړی دی.

پر کابل او پکتیکا د پاکستان د تېرې پنجشنبې ورځې د هوايي برید په غچ کې طالبانو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو دغه بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت ویاند وايي چې هغو بریدونو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي.

ذبیح الله مجاهد وايي ۹ طالب سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

مجاهد زیاتوي چې د پاکستان له شلو ډېرې پوستې له منځه وړل شوې دي.

په مقابل کې د پاکستان پوځ وايي چې له طالبانو یې ۲۱ پوستې نیولې دي او تر ۲۰۰ طالب سرتېري او د دوی ملاتړي وسلوال یې وژلي دي.

طالبانو وړمه ورځ د هغو دوو پاکستاني سرتېرو جسدونه هم په تورخم کې پاکستان ته وسپارل چې د ننګرهار په اچین کې یې تر وژلو وروسته مړي له ځان سره وړي وو.

له دې سره د طالبانو او پاکستان حکومتونه پخپلو کې د دې جګړې په تړاو نه دي سره جرګه شوي او لا هم پر کرښه وضعیت کړکېچن دی.

نن هم سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه شوې او بېګا په ځاځي میدان کې هم څو ساعته جګړه شوې وه.
ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.