سترګې مې نه پرانیزم
نړۍ کتلی نه شم
د سیالۍ وړ نه يمه
خوله مې له خاورو ډکه
زما پر کلي او ښار
د جهالت توره تیاره خپره ده
د ګاونډي لورکه
چې اوس ايله
نوې ځوانۍ ته رسیدله
تیره ورځ يې
د واده ورا راغلې
طالب په دریم واده کې
په نکاح کړې
اوس يې ترې وړینه
پلار یې ولور اخیستې
ښه يې ډبل اخیستې
لور يې په لوړه بيه وپلورله
وړو سلګو کې يې روانه کړله
مورکۍ پورته کړله سانده
ويل اي زما بدمرغې لورې!
ستا د شپږم ټولګي
پر کتابونو به زه څه کوومه
دې رژيدلو ارمانونو
ته دې سوزمه ايرې به شمه
د مني وچه سیلۍ وړي مې
د درد پړاو کې اړوې مې
وچو پاڼو کې به پټه
په خزلو کې به تاوه
ستا د وير په اسویلو کې
د سيلۍ سپيرو څپو کې
ورکه ورکه لولپه شم
وړې لورې صدقه شم
وړې لورې صدقه شم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.