لار رانه ورکه، ځکه

آصف بهاند

87

لار رانه ورکه، ځکه

(د ادکې‌مور اووم‌تلین)

مور د مینې او عاطفې بې‌پایه خزانه ده.

چې مورکۍ نه وي،

ژوند مانا به څه وي

د وکوه، د مه‌کوه څوک نه‌شته

لار رانه ورکه، ځکه

د مخه‌ښې

د ستړی‌مه‌شې

کوم غږ نه‌اورمه

لار رانه ورکه، ځکه

خوب مرورشي

خوب مې دروند شي

د ویده شه

د پورته‌شه څوک نه‌شته

لار رانه ورکه، ځکه

هرڅه لرمه، کوم کمبود نه‌لرم

توبه غلط شومه

هرڅه لرم

یوڅه نه‌لرم

لار رانه ورکه، ځکه

زما ادکه نه‌شته

چې راته غږوکړي:

آصپه‌گله!

لاړشه بچو ته دې، یوازې به وي

لار رانه ورکه، ځکه

موږه هرڅه لرو،

«آبو» نه‌لرو

میندې به ډېرې وي

«ببو» نه‌لرو

چې مورکۍ نه وي،

ژوند مانا به څه وي

لار رانه ورکه، ځکه

۰۴/۱۰/۲۰۲۵

هېدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.