مغز

احسان الله درمل

90

د انسان د مغز حجرې تر ټولو زیاته انرژي مصرفوي. د طبي متونو په بنسټ زموږ مغز زموږ د ټول وزن دوه سلنه وزن لري، خو د ټولې پمپ شوې وينې ٪15، د ټول تنفس شوي اکسيجن ٪20 او د ټول خوړل شوي گلوکوز شاوخوا ٪25 مصرفوي. که د مغز کار زيات شي، مصرف يې لا پسې ډېرېږي، ځکه خو تر ذهني او فکري کار وروسته ځان بې شېمې احساسوو. مغز هوښيار غړی دی، خو دا نه شي تشخيصولای چې حجرې يې په يوه ډېر مهم فکري پروسس بوختې دي او که هسې پخواني چورتونه او مبمهې سوداوې غړي‌. ځکه خو په تشويش، اضطراب او رواني ناروغيو اخته کسان بې انرژي وي.

ددې لپاره چې دوه سلنه مغز مو د بدن د انرژۍ ډېره برخه کش نه کړي، ښه به دا وي چې کار يې تر ممکنه حده راکم کړو. مطلب مې دا نه دی چې فکر کول پرېږدو. موخه دا ده چې په بېځايه چورتونو او تشويشونو ولې له يوې خوا د مغز د حجرو کار ډېروو او له بلې خوا ولې د بدن د نورو حجرو حق په خورو؟

یوه مهمه لاره چې مغز پکې دمه کوي ورزش ده. د ورزش په مرسته مغزي حجرې له غيرضروري پروسسونو آرامېږي او د‌ بدن نورو حجرو ته زياته انرژي رسېږي‌. تر منظم ورزش وروسته چې ځان خوښ او باانرژي احساسوو، يو دليل يې دا دی چې ورزش مو په مغز کې سيروټونين هورمون زياتوي او دوهم دا چې د مغز د حجرو مصرف کمېږي. د ډيپريشن ضد زياتره دواگانې هم سيروټونين زياتوي‌، البته گڼ جانبي عوارض هم لري. نو ولې بې ضرره لاره و نۀ نېسو؟

يو نيم وخت بنده میاشتې مياشتې په دې هم چورتونه وهي، چې کله، څنگه او کوم ورزش پيل کړي؟ دومره ډېرو پړو غړلو ته يې مه پرېږدئ، بس پاڅئ او له څو سوه قدمونو يې پيل کړئ.

په چورتونو او بېځايه سوداوو بوخت مغز داسې دی، لکه يوه کارخانه چې شپه ورځ چالانه وي خو هيڅ شی نه توليدوي. د بې توليده کارخانې درول لږترلږه دا گټه لرلای شي چې د بريښنا او د پرزو د استهلاک مصارف درته بچت پاتې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.