د نړۍ د نوې جګړې د احتمالي سیوري لاندې افغانستان

لیکوال: نیک محمد نیکمل

124

نن نړۍ بیا د یوې داسې سیاسي او پوځي مرحلې مخې ته ولاړه ده، چې د سترو قدرتونو سیالي پکې راژوندۍ شوې ده. د امریکا د ولسمشر له لوري د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو نیت یوازې یو نظامي ګام نه دی، بلکې د ستراتیژیک حضور، د سیمې د کنټرول او د نړیوالو رقیبانو پر وړاندې د خپل ځواک د ښودلو یو څرګند پیغام دی. بګرام چې د افغانستان د جګړو په اوږدو کې د نړۍ د مشهورو پوځي اډو له ډلې ګڼل کېږي، بیا فعالېدل یې په سیمه کې د یوې نوې ناآرامۍ زېری ورکوي.

له بلې خوا پاکستان چې تل یې د افغانستان په حساب خپلې ګټې خوندي کړې دي، اوس ښکاره ډول افغانستان خپل دښمن بولي. دا دریځ یوازې د ګاونډي د سیاسي شخړو خبره نه ده، بلکې د سیمې د راتلونکي امنیت لپاره خطرناک زنګ دی. د اسلام‌آباد دغه بدلون د نړیوالو لوبو په پایله کې دی او ښيي چې پاکستان د امریکا او لوېدیځ په سیاسي فشار کې د افغانستان پر وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړی دی.

چین هم چوپ پاتې شوی نه دی. د افغانستان په زړه کې د بګرام بیا فعالېدل د “یوې لارې – یوه کمربند” سترې پروژې لپاره ستر ګواښ ګڼي، ځکه چین افغانستان د منځنۍ آسیا او د جنوبي اسیا د نښلوونکي مهم پل په توګه ارزوي. د چین عکس‌العمل ښيي چې بیجینګ د امریکا د نوې پوځي تګلارې پر وړاندې د اقتصادي او سیاسي مقاومت پلان لري.

روس هم بې پري پاتې کېدلی نه شي. د مسکو لپاره د امریکا بیاځلي حضور د منځنۍ آسیا امنیت ته مستقیمه ضربه ده. روسیه غواړي د سیمه ییز امنیت د ساتنې لپاره د خپلو اتحادیانو ملاتړ وکړي او ښایي د پوځي او استخباراتي تګلارو له لارې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي.

ایران بیا د خپل ختیځ سرحد د ناامنیو وېره لري. تهران ښه پوهېږي چې که امریکا په افغانستان کې بیا ځواکمنه شي، لومړی فشار به پر ایران راځي. د همدې لپاره ایران د خپلو سیمه ییزو متحدینو او پروکسي ځواکونو له لارې هڅه کوي د احتمالي بدلونونو مخه ونیسي.

بل لور ته د اسرائیل او عربي نړۍ ترمنځ کړکېچونه هم زیات شوي دي. که چیرې د منځني ختیځ دا شخړې له افغانستان سره وتړل شي، نو سیمه به په بشپړ ډول د یوې نوې نړیوالې جګړې ډګر وګرځي. ځکه د هر ځواک ګټې او مخالفې اجنډاوې د همدې سیمې په جغرافیه کې سره ټکر کوي.

دا ټولې نښې او سیالۍ ښيي چې نړۍ د یوې نوې جګړې په درشل کې ولاړه ده. که څه هم لا تراوسه ښکاره اعلان شوی جنګ نه دی، خو د سیالیو ژوروالی، د ګټو ټکر، د اډو بیا نیول، او د ګاونډیو دښمنانه دریځونه د نړیوالې جګړې سیوری را اوږدوي. د افغانستان حالت بیا د پخوا په څېر د دې ټکرونو مرکز خدای مکړه و نه ګرځي او تر ټولو ډېر زیان به هم افغان ولس ګالي.

افغانستان چې له څلوېښتو کلونو جګړو وروسته یې د سولې سا اخیستی و، اوس د نړیوالو قدرتونو د سیالیو د بیا ټکر له امله له نوې ناآرامۍ سره مخ کېدای شي. که نړیوال قدرتونه پر جګړه ټینګار وکړي، نو دا به یوازې د سیمې لپاره نه، بلکې د نړۍ لپاره د یو نوي نړیوال جنګ پیل وي.
درنښت…. یارب 🤲🏻

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.