افغانستان کې د وروستيو زلزلو له امله پاتې يتيم ماشومان بېړنيو مرستې ته اړتيا لري

91

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ويلي، کنړ او ننګرهار کې د وروسیتو زلزلو له امله پاتې يتيم ماشومان چې اوس مهال له نورو کورنيو سره اوسيږي، د ژمي په را رسېدو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د دغه بنسټ راپور کې راغلي، ۴۰۰ زره خلک چې ۲۵ زره ماشومان پکې شامل دي، خوراکي توکو ته اړتيا لري.

سرچینه زياتوي، د زلزلو له امله ۲۷۱ ماشومان يتيمان شوي او ډېری نورو بيا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

دغه بنسټ زياتوي، د زلزلو له امله پاتې ۳۰ بې سرپرسته ماشومان د ياد بنسټ د پالنې په مرکزونو کې ساتل کيږي.

راپور زياتوي، زلزله ځپليو سيمو کې ډېرو خلکو خپل څاروي چې د عايد سرچينه وه، له لاسه ورکړي دي.

سرچینه زياتوي، هڅه کوي چې زيانمنو سیمو کې روغتايي خدمتونه، اوبه، د مرستو کڅوړې، د پالنې مرکزونه او نغدې پيسې هم ووېشي‌.

دغه بنسټ له نړيوالې ټولنې غوښتې چې د بشري ناورين مخه ونيسي.

ياده دې وي چې کنړ او ننګرهار کې د ورستیو زلزلو له امله له ۲ زرو ډېر کسان مړه، زرګونه ټپيان او له ۸ زرو ډېر کورونه ويجاړ شول‌.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.