شاه محمود:
شاه محمود نه یوازي، د خپل پلار په ژوند او د هغه له وفات څخه وروسته، خپل پوځي لیاقت په اثبات ورساوه او د سیمي پښتنو، د یوه زعیم په حیث، باور ورباندي لاره بلکه د افغانستان په تاریخ کي د هغه له نامه سره د اصفهان فتح تړلې ده او د اصفهان د فاتح او صفوي رژیم د پرزوونکي په حیث پېژندل کیږي. خو داچي آیا میرویس نیکه هم د ایران سره د جنګ د پراخولو او د هغه هیواد پر قلمرو باندي د حملې کولو او حتی د اصفهان د نیولو خیال درلود چنداني معلومه نه ده او دا چي شاه محمود ته څرنګه د اصفهان د نیولو او صفوي رژیم د پرزولو فکر ور پیدا سو هم چنداني چا څه نه دي ویلي. ځکه د هغه وخت منطق خو دا ایجابوله چي شاه محمود یو ځل په خپله سیمه کي یا لږترلږه په پښتني سیمه کي خپل قدرت پراخ کړی وای. مثلاً تر مقر او غزني پوري سیمي او د کندهار د غرب پلو ته د شال او کاکړستان سیمي یې اېل کړي او بیا یې نو د هرات خواته توجه کړې او وروسته د ایران خواته متوجه سوی وای.
مرحوم غبار لیکي چي شاه محمود د خپل کوچني قلمرو د مستحکمولو څخه وروسته د ایران د صفوي دولت، چي بشپړ فاسد سوی وو، د له منځه وړلو په فکر کي سو. افغانستان در مسیرتاریخ ص ۳۲۴
زه فکر نه کوم چي له شاه محمود سره به مستقیماً د اصفهان د رژیم د سقوط او د هغي پراخي امپراطورۍ د مرکز د نیولو خیال وو؛ البته وروستیو حوادثو هغه په دې باوری کړ چي صفوي نظام دونه فاسد سوی دی چي په خپل قلمرو کي د هیڅ ښورښ د ځپلو او د هیڅ ستونزي د حلولو توان نه لري نو د اصفهان د تخت د نیولو پر عزم باندي ټینګ سو.
هغسي چي د هوتکو پاڅون په ارتباط د هري نېټې په برخه کي اختلاف موجود دی دغه راز له کندهار څخه د شاه محمود د حرکت د نېټې او پر کرمان باندي د حملې کولو د څرنګه والي په برخه کي هم کافي اندازه مغشوشیت موجود دی.
منابع وایی چي شاه محمود د ۱۷۱۹ کال د دوبي د موسم په پای کي د ۱۱۰۰۰ زرو جنګي مېړونو سره د غرب پرلور وخوځېدی. هغه د خپل دې حرکت په وخت کي داسي آوازه ګډه کړه چي غواړي یو ځل پر ابدالیانو باندي حمله وکړي او د هرات ښار د ځان تابع کړي مګر کله چي سیستان ته ورسېدی لار یې بدله کړه او د کرمان پر لور روان سو. لاکهارټ انقراض سلسله صفویه ص ۱۲۸
که څه هم چي د دلارام په جنګ کي د اسدالله خان ابدالي له وژل کېدلو او د ابدالیانو له ماتي څخه وروسته په هرات کي د ابدالیانو وضع چنداني ښه نه وه او هره ورځ په خپلو منځونو کي په داخلي جنګونو لګیا ول مګر د شاه محمود لپاره به دا ګرانه وای چي د هرات ټینګه قلا یې فتح کړې او هغه ښار یې په خپل قلمرو کي شامل کړی وای. دا چي نه محمود، نه شاه اشرف او نه شاه حسین هیڅ وخت د ابدالیانو پر قلمرو باندي د حملې تکل ونه کړ له دې څخه په څرګنده معلومیږي چي دغه ځوان واکمنان دې ټکي ته ښه متوجه ول چي د ورور وژني څخه څه نه جوړیږي او د ابدالیانو پر قلمرو باندي حمله د پښتنو د ډیرو لویو قومونو ترمنځ جنګ دایمي کوي او ګټه یې دښمن ته رسیږي. پر کرمان باندي د شاه محمود دحملې په باره کي مجبور یو چي ځیني هغه روایتونه را واخلو چي له یوه بل سره توپیر لري؛ ځکه چي موږ د هیڅ ټاکلي روایت د تایید او رد لپاره دلایل په لاس کي نه لرو.
لاکهارټ وايی مخکي له هغه چي د محمود لښکري کرمان ته ورسیږي د کرمان بېګلربیګي محمدقلي میرزا له ښار څخه تښتېدلی وو او ښار تقریباً له مقاومته پرته تسلیم سو. داسي ښکاري چي د کرمان زردشتیانو، چي د شیعه ګانو د متعصبو ملایانو له لاسه تر پزي رسېدلي ول، د محمود سره د کرمان په فتح کولو کي مرسته کړې وي. هغه کتاب ص ۱۲۹
ډاکتر ویلیم فلور دا موضوع په لږ تفصیل بل ډول بیانوي او لیکي چي د ۱۷۱۹ کال د اکتوبر پر شلمه د کرمان بېګلربېګي د ښار مخورینو ته وویل چي زه په دغه لږه قوه د افغانانو په مقابل کي مقاومت نه سم کولای. زه درڅخه ځم او تاسي هر یو ځان ته یوه پناه ګاه پیدا کړی. د اکټوبر پر یویشتمه د کرمان د بېګلربېګي نایب حسن خان هم له ښاره وتښتېدی او له هغه سره د ښار مخورین او شته منه خلک له خپلو کورنیو سره یو ځای له ښاره ووتل. پر کرمان باندي د محمود د حملې آوازې خلک دونه وېرولی ول چي د دغو آوازو د خپرېدلو څخه مخکي په دغه ښار کي له اته ویشتو زرو څخه تر دېرشو زرو پوری کسان اوسېدل؛ مګر د اکټوبر د میاشتي په پای کي د دغه ښار نفوس درې څلور زرو تنو ته، چي اکثریت یې بوډاګان او ناروغان وه، ورسېدی.
ویلیم فلور لیکي چي د ښار نېستمنو خلکو د کرمان د اوسېدونکو د شته منیو په چورولو لاس پوري کړ او له ښار څخه د تښتېدلو خلکو مالونه یې په سپینه ورځ داسي ځغلول لکه خپل مالونه چي یې وي. له هغوی سره چا د مخالفت کولو توان نه درلود او که چا مخالفت کړی وای سمدستي وژل کېدی. فلور، برافتادن صفویان و برآمدن محمود افغان ص ۴۵
ویلیم فلور لیکي چي شاه محمود د ۱۷۱۹ کال د نومبر په لومړیو شپو ورځو کي کرمان ونیوی. داچي شاه محمود د انګلیسیانو د شرکت د ماتو سویو دروازو د بیرته جوړولو امر کړی دی او دا چي د هغوی د چور سویو مالونو د پیدا کولو تلاښ یې پیل کړی دی او د هغوی د شرکت دراوزې یې، چي هغوی څو ورځي مخکي ورڅخه تښتېدلي وه لاک ومهر کړې او د هغوی د هیأت د بیرته ستنېدلو انتظار یې ایستی. هغه کتاب ص ۴۷
له دې څخه ښکاری چي محمود د اروپاییانو سره د تجارتی او ډیپلوماټیکو اړیکو د ساتلو اهمیت ته ډېر ښه متوجه وو.
مورخ محمدخلیل مرعشی لیکي چي شاه محمود نهه میاشتی په کرمان کي پاته سو. په کرمان کي د هغه د اوسېدلو په لومړیو شپو ورځو کي د ایران سپه سالار لطف علی خان د بندرعباس څخه د هغه د مقابلې لپاره د محمدقلی بیګ په مشرۍ اوه اته زره پوځیان واستول. هغوی د کرمان په شاوخوا کي د شاه محمود د یوه قوماندان زکریا سلطان پر درې سوه کسیزه قوه باندي حمله وکړه اوټول یې ووژل. شاه محمود د دې خبر له اورېدلوسره د محمدقلی بیګ د قواوو مخی ته ور ووت. محمدقلی بیګ، چي مخکنۍ فتحی ډېر مغرور کړی وو، سمدستي د افغانانو پر قواوو باندي په حمله لاس پوری کړ خو ایرانیانو تر لږ مقاومت وروسته ماته وکړه او تقریباً دوه زره تنه تلفات یې ورکړل. محمدقلی بیګ د باقي پاته قواوو سره په دونه وارخطايی وتښتېدی چي د قواوو هري برخي یې خپله لاره واخیستله. شاه محمود د محمدقلی بیګ قواوی تعقیب نه کړې او بیرته کرمان ته ستون سو. مجمع التواریخ ص ص ۵۳-۵۴
میرزا مهدی خان استرآبادي لیکي چي شاه محمود د کرمان پر لور د روانېدلو په وخت کي په کندها رکي بېجن سلطان لکزی د خپل نایب په حیث ټاکلی وو او هغه څه موده وروسته د جعفرخان سیستاني سره چي محمود بندي کړی وو، لاس یو کړ او د کندهار د فارسي ژبو ( ښايی مطلب د کندهار شیعه اوسېدونکي وي. ج) په همکاری یې قلا ونیوله. هغوی په قلا کي ټول اوسېدونکي افغانان قتل عام کړل او غوښتل یې چي د صفوي دولت سره د کندهار بیرته پیوستون اعلان کړي. کله چي له قلا څخه بهر پښتانه په دې موضوع خبر سول نو سمدستي یې پر قلا باندي حمله وکړه. بېجن سلطان لکزی*، جعفرسیستاني او د هغوی ټول فارسي ژبي همکاران یې قتل کړل. کله چي شاه محمود ته د دې پیښی خبر ورسېدی نو هغه سمدستي د کندهار پرلور حرکت وکړ. تاریخ جهانکشای نادری ص ۱۶
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* محمد صدیق فرهنګ په کندهار کي د دغو پیښو په ارتباط په خپل کتاب کي یوه په زړه پوري خو مطلق غلطه حاشیه لیکلې ده او وايی چي اکثرو مورخینو هغه لګزی بللی دی؛ مګر یوازي تواریخ خورشید جهان د لګزي پر ځای الکوزی لیکلی دی چي معقول تر ښکاري. افغانستان در پنج قرن اخیر جلد اول ص ۹
مرحوم فرهنګ په دې نه پوهیږي چي د خورشید جهان مولف اصلاً د لګزي د قوم په باب هیڅ اطلاع نه درلوده او چي هر ځای یې لګزی لیدلی دی له هغه څخه یې الکوزی جوړ کړی دی او د داغستان د لګزیو مشر سرخای خان لګزی هم سرخای خان الکوزی بولي. د خورشید جهان مولف لومړی په دې نه وو خبر چي داغستان چیري او الکوزي چیري او دوهم داچي دی پخپله ویني او لیکي چي د لګزیو اصلي قاتل عبدالغني خان الکوزی وو چي نادرافشار د لګزیو د ځپلو لپاره، چي بل چا اېلولای نه سوای، هغي سیمي ته استولی وو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کروزینسکی لیکي چي پر کرمان باندي د محمود د حملې په وخت کي د ایران شاه، سپه سالار لطف علی خان، په بحرین کي د عربو ښورښ کونکو د ځپلو لپاره، هغی سیمي ته لېږلی وو. کله چي لطف علی خان خبر سو چي محمود د کرمان قلا نیولې ده نو د کرمان خواته متوجه سو. څرنګه چي ډېر زیات قزلباش عسکر ورسره وه نو کله چي کرمان ته ورسېدی په هغه ورځ یې له محمود سره جنګ پیل کړ. کرمان یې له محمود څخه ونیوی او محمود وتښتېدی. لطف علی خان د خپلو پوځیانو لپاره، چي شمېر یې ډېر زیات وو، له صفوي دربار څخه د هغوی لپاره د خرڅ خوراک اومهماتو غوښته وکړه. کروزینسکي لیکي چي د دربار پر عالي رتبه مقاماتو باندي د لطف علی خان له خوا د کرمان فتح ښه ونه لګېده او لطف علی خان ته یې ولیکل چي هغه غنایم چي دي له محمود څخه ترلاسه کړي دي هغه دي بس دي او ضمناً یې شاه ته شکایت وکړ چي لطف علی خان هغي سیمي ته چي لېږل سوی وو نه دی تللی او پر خپل سر کرمان ته تللی دی. خو شاه یې پر خبرو غوږ ونه نیوی او ویل یې لطف علی خان چي هر څه کړي دي ما بخښلی دی. تاریخ سیاح ص ص ۳۱-۳۲
اعتمادالسلطنة محمد حسن خان، چي خپل کتاب یې په ۱۷۷۸ کال کي ختم کړی دی، د نورو مورخینو په خلاف، په دې عقیده دی چي محمود په کرمان کي ماته نه ده خوړلې. هغه لیکي چي د میرویس افغان زوی محمود، چي د حسینقلي لقب یې درلود، د هرات د ابدالیانو د ځپلو په پلمه له کندهار ووت او سیستان یې ونیوی. شاه سلطان حسین، د محمود د مخنیوي لپاره، د اعتمادالسلطنة صدراعظم اکا، لطفعلی خان، چي د فارس بیګلربیګی او سپه سالاروو، واستاوه. لطفعلی خان د محمود په مقابل کي سخته ماته وکړه، ډېر زیات ملګري یې قتل سولداو مالونه یې افغانانو غنیمت کړل. خو په دغه وخت کي محمود ته د کندهار د فارسي ژبو د ښورښ خبر ورسېدی او هغه کرمان چور کړ او د کندهار پر لور وخوځېدی. تاریخ منتظم ناصری. ص ۱۰۰۶*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* مرحوم عبدالرووف بېنوا لیکي چي شاه محمود په ۱۱۳۳ هـق کي بیجن سلطان لکزی په قندهار کي د خپل نایب په حیث مقرر کړ او پخپله د هغه غلط فهمۍ د لیري کولو لپاره، چي د د ښمنانو په تحریک، د ده او ابدالیانو ترمنځ پیدا سوې وه. کله چي محمود فراه ته ورسېدی د کرمان خلکو چي د شهداد بلوڅ له تېریو څخه په تنګ سوي ول او د خپل ټاټوبی پرېښودلو ته مجبور سوي ول له شاه محمود څخه وغوښتل چي له هغوی سره مرسته وکړي. بینوا. هوتکي ها ص ۱۰۷
مرحوم بینوا دا لیکنه د « داستان ترکتازان هند» د کتاب د ۱۵۲ مخ په حواله کړې ده. په داسی حال کي چي یو خو محمود د هرات له ابدالیانو سره د روغي جوړي لپاره هرات روان سوی نه وو او دوهم دا خبره بیخي له امکان او احتمال څخه لیري ده چي د کرمان خلک دي، د ایران د اتباعو په حیث، له اصفهان څخه نه بلکه له محمود څخه د مرستي غوښتنه وکړي. پخپله داستان ترکتازان هند د محمود د ژوند او فتوحاتو له زمانې څخه څه کم ۱۵۰ کال وروسته یعني په ۱۸۶۶ کال کي لیکل سوی او پر هیڅ تاریخي مآخذ باندي حواله نه ورکوي. او بلی هیڅ تاریخي منبع دا ادعا تایید کړې نه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټول مورخین پر دې یوه خبره موافق دي چي شاه محمود کرمان ونیوی او وروسته په کندهار کي د مهمو ستونزو د پېښېدلو له امله بیرته کندهار ته ستون سو. شاه محمود ښایی په کرمان کي د ایراني پوځ او له هغه ښار څخه د دفاع کولو د توان کمزوری دونه زړه ورکړی وي چي بیخي یې د ایران د پایتخت د نیولو فیصله کړې وي.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*مرحوم بینوا لیکي چي هوتکو د اصفهان د نیولو خیال نه درلود او صرف د خپل هیواد د استقلال لپاره یې مبارزه کوله. بینوا وروسته د شاه اشرف مثال راوړي چي د ایران تاج یې د شاه حسین صفوي په پښو کي کښېښود او بیا یې طهماسب میرزا ته بلنه ورکړه چي اصفهان ته ورسي. خو هغه د دربار ځینو دسیسه کونکو وبېراوه او هغه اصفهان ته له تللو څخه انکار وکړ. هوتکي ها ص ص ۱۱۴-۱۱۵
په دې کي شک نسته چي حاجی میرویس خان د خپلي خاوري او قام د آزادولو لپاره مبارزه پیل کړې وه او بالآخره یې خپله خاوره آزاده هم کړه. موږ کوم داسی تاریخي سند په لاس کي نه لرو چي له هغه څخه دي دا څرګنده سی چي میرویس خان ګوندي د اصفهان د نویلو خیال درلود. مګر د ایران پر لور د شاه محمود له حرکت، پرله پسې لښکرکښیو او د اصفهان د محاصره کولو او له شاه حسین څخه د تاج د اخیستلو او په وروسته کي د ایران د نورو ښارونو له لاندي کولو څخه که مطلب د اصفهان او د ټول ایران اشغال نه وي نو بل به څشي وي؟ دا چي شاه اشرف د ایران د شاهي تاج د شاه حسین په پښو کي کښېښود هغه د شاه اشرف یو سیاسی چال وو او دا چي طهماسب یې اصفهان ته وغوښت دا هم د هغه سیاسي حرکت وو او د شاه اشرف له وروستیو ډیپلوماټیکو فعالیتونو او له عثماني او روسي قواوو سره له جنګونو څخه په څرګنده ښکاري چي هغه خپل ځان د ایران قانوني پاچا باله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له شاه محمود سره دومره پوځي قوت او اولس ملګری وو چي د پښتونخوا د سرحداتو څخه یې د هر دول غښتلي دښمن په مقابل کي دفاع کولای سوای او دې قوت د هغه د پلار میرویس نیکه په وخت کي خپل زور ښودلی وو؛ خو دا چي محمود دي په دغوپوځیانو د ایران خاوره لاندي کړي او بالآخره دي د ایرانیانو پایتخت اصفهان ونیسي دا د هیڅ چا په خاطر او ګومان کي نه راتله. جهاني. هرات پښتانه او ستره لوبه ص ۱۲۳
داکتر ویلیم فلور ډېره ښه نتیجه ګیري کوي او لیکي: په داسی حال کي چي د ایران دولت کولای سوای د محمود د قواوو لس چنده قوه او توپخانه د جنګونو میدانونو ته وباسی مګر د ایران مشرانو خپل هیواد تباهی ته ورکاوه خو جېبونه یې تشېدلو ته نه ورکول. دوی د دښمن هرڅه منلو ته تیارول خو له وطن څخه د دفاع لپاره د پیسو لګولو ته تیار نه ول. برافتادن صفویان و برامدن محمود افغان ص ۱۷۲
شاه محمود، د عبدالعزیز د وژلو څخه وروسته، تقریباً دوه کاله په کندهار کي پاچا وو او وروسته یې د کرمان د نیولو فیصله وکړه. د کرمان څخه کندهار ته د بیرته را ستنېدلو څخه وروسته هم ویل کیږي چي تقریباً دوه کاله په کندهار کي پاته سو. په دې څلورو کالو کي، چي، د پوځي عملیاتو او اداري اجرآتو لپاره نسبتاً زیات وخت دی، موږ د محمود د اجرآتو په برخه کي هیڅ ډول اطلاعات نه لرو. هغه کابینه درلوده که یې نه درلوده؛ او که یې درلوده تشکیل یې څه ډول وو. هغه پوځي عملیات او فتوحات کړي دي؟ او که یې کړي دي نو کوم ځایونه یې فتح کړي دي. خو له بده مرغه چي موږ د دې سوالونو د جوابولو لپاره یوه لیکلې پاڼه هم په لاس کي نه لرو او تاریخي منابع طبعاً په دې باره کي چوپ دي.
یوه خبره یقیني ده او هغه دا چي شاه محمود د اصفهان د نیولو او صفوي دولت د نسکورولو فیصله کړې وه. د اېران پر لور د هغه د حرکت دقیقه نېټه معلومه نه ده خو لاکهارت د زبدةالتواریخ په حواله لیکي چي محمود د ۱۷۲۱ کال د اکتوبر پر دوه ویشتمه کرمان ته رسېدلی دی. لاکهارت لیکي چي د محمود د پوځونو په برخه کي هم د منابعو ترمنځ دونه اختلاف موجود دی چي له مځکي تر اسمانه دی. مثلاً ځیني منابع د هغه د پوخیانو شمېر ۵۰۰۰ او ځینی منابع یې ۱۰۰ زره ښيي. انقراض سلسله صفویه ص ۱۵۰
البته دا دواړه ارقام د منلو نه دی. نه څوک له پنځو زرو عسکرو سره د یوه پردي هیواد د حکومت د نسکورولو لپاره حرکت کوي او نه له محمود سره دونه مالي توان موجود وو چي ۱۰۰ زره عسکر دي ورسره ملګري کړي. خو لاکهارت وايی چي له محمود سره هزاره او بلوڅ هم ملګري سول او احتمال لري چي د پوځیانو شمېر یې تر ۱۸۰۰۰ زره پوري رسېدلی وي.
لاکهارت لیکي چي کله محمود کرمان ته ورسېدی نو ښار یې په ډېره آساني ونیوی مګر ارګ ډېره ټینګه قلا درلوده او د رستم محمد سعدلو په وسیله، چي یو تجربه کار افسر وو، ساتل کېدله. له محمود سره د هغي قلا د نیولو وسایل او وسلې نه وی خو پر قلا باندي یې د حملې کولو امر ورکړ او په لومړۍ حمله کی یې ۱۵۰۰ تنه عسکر قتل سول. محمود نه سوای کولای چي د خپلو زنبورک توپونو په وسیله، چي پر اوښانو وړل کېدل، او ویل کیږي چي فقط دوه پونده ګولۍ یې اخیستلې او ویشتلې، د قلا محاصره ماته کړي؛ او محاصرې ته یې هم ځکه تر ابده دوام نه سو ورکولای چي په قلا کي د اوږدې محاصرې لپاره تیاری نیولی سوی وو. خو له نېکه مرغه چي په دغه وخت کي محمدرستم مړ سو او د هغه پر ځای باندي داسي سړی کښېناستی چي د جنګ د دوام زړه یې نه درلود او محمود ته یې پېشنهاد وکړ چي که له محاصرې څخه لاس واخلي نو ډیري زیاتي پیسې به ورکړي. د محمود عسکر د محاصرې دوام هسي هم ستړي کړي ول او دی سمدستی د پیسو منلو ته حاضر سو او د یزد له لاري د اصفهان د نیولو لپاره روان سو. هغه کتاب ص ۱۵۱
غلام رضا افشارنادری لیکي: « محمود له یو شمېر زیاتو عسکرو سره، چي زه وایم څه باندي ۳۰ زره سپاره او ۱۰۰ زنبورک توپونه او لږشمېر پیاده عسکر ورسره وه حرکت وکړ او تر څلوېښت ورځي مزل وروسته کرمان ته ورسېدی. ده فکر کاوه چي دا ځل به هم کرمان په اسانی سره لاندي کړي خو دی نه وو خبر چي نور هغه زردشتی نسته چي له ده سره یې د ښار له دنني څخه همکاري وکړه. . . .
دا ځل محمدرستم خان، له خپلو زړه ورو عسکرو سره، په کرمان کي حاکم وو او په بشپړ زړه ورتوب یې له ښار څخه دفاع کوله. محمود څو ځله کوښښ وکړ چي د کرمان قلعه په حمله ونیسي مګر بریالی نه سو. . . د کرمان محاصرې دوې میاشتي دوام وکړ. د محمود په لښکرو کي څه ناڅه نارضاییتي پیل سوه او خصوصاً هزاره او بلوڅو شکایتونه پیل کړل. په ځینو تواریخو کي راغلي دي چي له محمود سره یو شمېر ابدالیان هم ورسره وه او هغوی به د شپې خپلي مورچې خوشی کولې او شاته به کښېنستل. په دغه اړودوړ کي د کرمان حاکم محمدرستم خان وفات سو او د هغه مرستیال، چي هیڅ ډول زړه ورتوب یې نه درلود، محمود ته د سولي پېشنهاد وکړ. محمود ته یې وویل چي موږ به یو څه بیسې درکړو ته اصفهان ته حرکت وکړه. که دي اصفهان ونیوی کرمان بې هغه هم ستا دی او که د اصفهان په نیولو کي بریالی نه سوې نو تاوان به دي نه وي کړی. محمود هم د هغه پېشنهاد ومانه او له حاکم څخه یې ۲۰۰۰ تومانه واخیستله او د اصفهان پر لور رهي سو ( په هغه وخت کي یو مثقال طلا په یوه تومان وه او په یوه تومان ۱۲۰۰۰ هګۍ رانیول کېدلې) نادرشاه، آخرین کشورګشای آسیا ص ص ۳۲-۳۳
مرعشی، د نورو تواریخو په خلاف، لیکي چي محمود یوازي څو میاشتي په کندهار کي تیري کړې او بیرته له ۴۵ زره عسکرو سره د کرمان پر لور وخوځېدی. څرنګه چي کرمان د وخته لا محمد رستم خان تقویه کړی او محاصرې ته تیار کړی وو نو محمود د هغه د نیولو څخه عاجز سو او د ښار د خلکو په لږه تحفه قانع سو او د اصفهان پر لور یې حرکت وکړ. مرعشی لیکي چي د اصفهان دربار هم تقریباً ۷۰ زره سپاره عسکر او توپخانه د جنګ میدان ته داخل کړل او د اصفهان په څو میلي کي د ګلون آباد یا ګلناباد په سیمه کي دواړه پوځونه سره مخامخ سول. مرعشي لیکي چي د اصفهان د دربار ځیني مقاماتو له پخوا څخه له محمود سره تماس درلود ځکه نو قزلباشو ډېره ژر ماته وکړه او رستم خان قوللر آقاسی او احمدخان توپچي باشی، چي دواړو مقاومت وکړ، په جنګ کي ووژل سول او مات سوي پوځیان بیرته د اصفهان ښار ته ننوتل. مجمع التواریح ص ص ۵۵-۵۶
ټول مورخین په دې عقیده دی چي محمود بې اندازې زړه ورځوان وو او په هر جنګ کی یې خپل پوځي لیاقت او مهارت هم په اثبات رسولی وو او وروسته ثابته سوه چي ډېر تکړه او د د ه په څېر زړه ور پوځي افسران یې هم درلودل. خو له محمود سره نه ښه او کافي پوځي قوت وو، نه یې مالي توان درلود او نه یې ښې وسلې درلودلې. د ده تر تولو قوي وسله، چي د جنګ په میدانونو کي یې کار ورڅخه اخیست، واړه زنبورک توپونه وه، چي پر اوښانو به وړل کېدل. دا یوه معما ښکاري چي هغه څرنګه په دونه لږ قوت د اصفهان دوه سوه کلنه پاچهي نسکوره کړه. د دې خبري فقط یو جواب دی او هغه د صفوي رژیم داخلی اداري او اخلاقي فساد دی. که صفوي رژیم، له پاچا څخه تر اکثرو عالي رتبه مقاماتو پوري فاسد او وطن ته خاین نه وای نو د محمود او بل هرچا لپاره به دا غیر ممکنه وای چي دونه قوي سلطنت یې چپه کړی وای. هر رژیم چي په داخل کي وروست سي هغه نه د داخلي او نه د خارجي فشار په مقابل کي مقاومت کولای سي.
موږ ټولو په خپلو سترګو ولیدل چي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کي د کابل رژیم له خپلو ټولو جنګي الوتکو، هیلي کوپټرونو، ټانکونو، زغره والو وسایطو، توپونو او عصري وسلو او د شلو کالو له روزل سوي پوځیانو او جنرالانو سره د طالبانو په مقابل کي، چي یوازي توپکونه، راکټونه او موټر سایکلونه ورسره وه، په پنځه لسو ورځو کي نسکور سو او له جمهورریس څخه د دفاع تر وزیر او جنرالانو پوري ټول وتښتېدل. د کابل حکومت تقریباً شل کاله د نړۍ تر ټولو فاسد او یا دوهمه درجه فاسد نظام پاته سو چي له جمهورریس څخه تر عسکر پوری په سلو کي پنځه نیوي کسان په اداري او اخلاقي فساد کي ډوب ول. او چي، په دغه حال کي یې هم، شل کاله عمر وکړ یوازینی علت یې د لوېدیځو هیوادونو بې کچه مرسته وه. د کابل حکومت عملاً وښودله چي وراسته او فاسد رژیمونه له لیري څونه قوي ښکاري او په حقیقت کي څونه کمزوري وي.
د صفوي نظام د شکست او سقوط عامل هم هغه فساد وو چي په مخکنیو پاڼو کي مو، په لنډ ډول، اشاره ورته وکړه. هغه نظام دونه فاسد سوی او عالي رتبه مقامات او وزیران یې دونه پر خپلو ګتو مین ول چي حتا هغه کسان یې چي د دوی د خپل هیواد دفاع یې کوله په یوه او بل شکل له دې ویري له منځه وړل چي هسي نه د دوی ځای ونه نیسي.
فرانسوی ژورنالیسټ او د بشري مرستو فعال جین کریستوف روفین Jean Christophe Rufin د محمود شخصیت په څو لنډو جملو کي داسي معرفي کړی دی چي سړی یې په آسانه د صفوي پاچا شاه حسین سره مقایسه کولای سي. دی لیکي: « . . . محمود به هر وخت په حرکت کي وو. کرۍ ورځ به یې قدم واهه او د همدغه قدم وهلو په ترڅ کي به یې له خپلو سلاکارانو سره خبری کولې او لاسونه به یې ترشا نیولي وه او خوراک به یې هم په دغه ولاړ حالت کي کاوه. که به کوم وخت د کوم خطر یا یوه ناڅاپی خبر د اورېدلو په وخت کي ودرېدی نو توري سترګي به یې کیڼي او ښی خواته اړولې او یوې او بلي خواته به یې کتل. له سهاره تر ماښامه یې کار کاوه او ایله درې ساعته ویدېدی او په هغه درې ساعته خوب کي به هم نا آرامه وو. هر کار یې پخپله کاوه. کله چي به یې اوامر صادر کړل نو د خپلو اوامرو عملي کېدل او اجرا کېدل به یې هم پخپله څارل. د خپل پوځ هر قطعې او ټولۍ ته جلا جلا ورتلی او هلته یې له بندیانو، لارویانو او خاینیونو څخه پخپله تحقیقات کول؛ ځکه چي له اصفهان څخه د خلکو سېلونه وتل او په ټولو خلکو باور نه سوای کېدلای. هیڅ داسي څوک له اصفهان څخه ونه ووت چي ده ته یې سم او ګټور اطلاعات ورکړي وي. محمود به کله کله خپل ځان ملامتاوه چي ولي له دې خاینانو سره له نرمۍ او اخلاق څخه کار اخلي باید چي د اوږدو تحقیقاتو پر ځای یې سرونه پرې سي» The Siege of Isfahan p265
د داسي یوه نظام په مقابل کي چي پاچا یې ټوله ورځ یا په حرم کي له ښځو سره په عیش لګیا وو او یا به ټوله ورځ د شرابو په نشه کي غرق پروت وو او ټول واک او اداره یې ملاباشي، حکیم باشي او د دربار مفسدو مامورینو ته سپارلې وه او حتا کله چي محمود یو ځل تر کرمانه ورسېدی او بل ځل د هغه د ښار نیولو لپاره، د خپلو پوځونو سره پرلاره وو، شاه حسین د فرح آباد په ښارکي، چي د خپل عیش لپاره یې جوړ کړی وو، د نویو تعمیرونو او باغونو د جوړولو لپاره تللی وو. د هغه په مقابل کي داسي یو څوک جنګېدی چي پرته له کار او فعالیت څخه یې بل څه نه پېژندل او د جنګ په میدان کي زړه ورتوب یې له خپل پلار څخه په میراث وړی وو. کروزینسکی د شاه محمود شخصیت په څو لنډو جملو کي ډېر ښه معرفي کړی دی. « محمود ډېر با انضباطه وو او ټولو یې امر مانه. له دښمنانو سره یې له نرمۍ څخه کار نه اخیست. افغانان له هغه څخه بېرېدل او ټولو یې اطاعت کاوه او حتا هیچا یې د جنګ په میدانونو کي مخالفت نه سوای کولای. په جنګونو کي به د خپل لښکر په مخ کي روان وواو چي هدف به یې وټاکه بیا نو حتماً باید خپل مقصد ته رسېدلی وای. ډېر لږ خوب یې کاوه او تل به ویښ وو. له عیش او نوش سره یې علاقه نه درلوده او چي هر څه به حاضر وه هغه به یې خوړل او د خوب په ځای کی یې ری نه واهه. باران به اورېدی مګر د ده به یو کمیس په تن کي وو او په هغه حال کي به یې پر دښمنانو باندي حمله کوله. د آس په سورلۍ کي ډېر ماهر وو او له خپلو غلامانو سره په هر ځای کي ملګری او د دښمن په تلاښ به روان وو. . . .تر مرګه یې یوه ښځه درلوده او د شاه حسین له لور سره تر نکاح وروسته یې هیڅ بلي ښځي ته ونه کتل» تاریخ سیاح مسیحی ص ۶۲
شاه محمود د اصفهان پر لور:
له کرمان څخه د شاه محمود د حرکت او د یزد د ښار د مستحکمي قلا د محاصرې څخه د محمود د تېرېدلو او مخامخ د اصفهان پر لور د حرکت کولو په برخه کي تقریباً ټول مورخین او متنونه مشابه معلومات راکوي. شاه محمود اصفهان ته روان وو او د اصفهان دربار لا په خواږه خوب ویده وو او تصور یې نه سو کولای چي محمود هوتک دي د صفوي امپراطورۍ پر پایتخت باندي د حملې کولو قدرت او جرأت ولري. مګر صفوي دربار ته ډېر ژر خبر ورسېدی چي محمود له کرمان څخه تېرسوی او د اصفهان پر لور روان دی. د اېران پاچا د اهواز خان، له پنځو زرو عسکرو سره د هغوی مخي ته ورواستاوه او هغه ته یې وویل چي لومړی باید د شاه محمود د قواوو د حرکت لور ی ځانته معلوم کړي. کله چي د اهواز د خان پوځیانو ته خبر ورسېدی چي د شاه محمود پوځییان د اصفهان پر لور روان دي نو هغه سمدستي پخپله اصفهان ته ولاړ او د اصفهان دربار او د هغه ښار ټول خلک د هغه د خبر له اورېدلو سره ولړزېدل. Afghan Wars with Persia pp 90-91, Tate p46
د ایران پوځ په ډېره وارخطايی د پوځونو په تنظیمولو او نویو پوځیانو په برتۍ کولو لاس پوري کړ؛ مګر څوک به په داسي شرایطو کي عسکرۍ ته حاضرېدل؟ د اصفهان دربار د عسکرو د برتۍ کولو لپاره ډیري زیاتي بیسې ولګولې او د پیسو په زور یې یو لوی پوځ برابر کړ. یوازي د صدراعظم تر قوماندې لاندي ۴۰ زره پوځ راټول سو او دغه راز د اهواز د خان تر بیرغ لاندي هم ښه زیات عسکر را جمع سول. جنرالانو د خپل قوت او زور لاپي کولې او هر یوه به ویل چي نن وي که سبا وي د افغانانو د پوځ څخه به د تېښتي لاري ورکي وي. شاعرانو شعرونه جوړ کړل او پوځیانو له سهاره ترماښامه د قدرت او عظمت سندري ویلې. اعتمادالدولة د ایران شاه ته وویل چي شاه محمود به حتماً ژوندی ورته راولي؛ که هغه د کندهار خواته وتښتي تر کندهاره به یې تعقیب کړي او که ترکیې ته پناه یوسي هلته به د هغه لپاره د پټېدلو ځای نه وي. Ibid pp 91-92
د محمد قلي خان اعتمادالدولة او د عربستان د والي سره په دغه جګړه کي څلېرویشت لوی توپونه ورسره وه او د توپچي قواوو قومانده د یوه فرانسوي جنرال فیلیپ کولومب Philip Colomb پرغاړه وه چي څو کاله یې د روسیې په پوځ کي خدمت کړی وو. لاکهارټ، انقراض سلسله صفویه ص ۱۵۶، Malcolm. History of Persia p623
لیکوال جین کریستوف روفین Jean Christophe Rufin د دغه جنګ له پیل کېدلو څخه مخکي د داوړو خواوو د پوځونو ډېره ښه مقایسه کوي: « د ایران پوځ وروسته له دوو ورځو څخه جنګ ته تیار سو. بالآخره د دریمي ورځي په سهار وختي، له لمر ختلو څخه مخکي، محاصره سوي پوځیان د اصفهان د ښار د جلفا له دروازې څخه راووتل او د دوی د وتلو سره سم د ښار دروازه بیرته بنده سوه. د سهار وختی د لمر په وړانګو کي د اصفهان پوځ وځلېدی. د شاه محافظینو سره لباسونه اغوستي وه او د سپرو عسکرو، چي له ځایه څخه یې حرکت نه کاوه، مخکي ودرېدل. د دوی ترشا، دواړو خواووته پر آسونو سپاره او پیاده ټول هغه عسکر ولاړ ول چي د کرمان له ماتي څخه وروسته پاته وه. یوازي د کرمان څخه پاته سوی پوځ د افغانانو د لښکر دوه چنده وو. د قلا د برجونو سره هاوانونه ځای پرځای سوي وه. هاوانونو تر اوسه پوري ډز نه وو کړی. د پوځ ځینو کسانو ویل چي افغنان باید جنګ پیل کړي ځکه چي د جنګ له پیل کېدلو څخه مخکي اوس هم د خبرو لپاره موقع سته. د ځای پرځای سویو او نصب سویو توپونو ترڅنګ د جنګ د میدان نور توپونه هم وه چي وروسته د ښار له دروازو څخه را وایستل سول او د ایران د پوځ پر کیڼ او ښي اړخ باندي ځای پرځای سول.
دوی ته مخامخ محمود بې پروا او خوشاله ولاړ وو. هغه د خپلو عسکرو له یوې تولۍ څخه بلي ته روان وو. کله چي به ده خپلو پوځیانو ته چیغي وهلې نو هغوی به د ده چیغي د قهر په نارو بدرګه کولې. د محمود پوځ زړې او رنګ رنګ جامې په تن وې. هم وږي ول، هم یې پښې لوڅي وې هم له بې واکیه رېږدېدله او ګواکي هیڅ یې نه درلودل. د دوی په مقابل کي د دښمن داسي پوځ ولاړ وو چي د هیڅ شي کمی یې نه درلود او په تن پټ او نس ماړه ول. له هر سپاره افغان سره پیاده پوځیان ملګري ول چي د هندوستان له لیری سیمو څخه راغلي ول او هر یوه په زړه کي ویل چي هغو پوځیانو ته باید سزا ورکړه سي چي ډېر عیش او عشرت او د ژوند آسانیو او تسهیلاتو بې غیرته کړي دي. دغو نېستمنو عسکرو د اصفهان د پوځ شته منیو ته د تحقیر په سترګه کتل او دایې ارزو وه چي هغوی ته باید داسي سزا ورکړي چي ورسره ښايي. دوی غوښتل چي د ایران د پوځ دا شته مني په ښه ارزانه ورڅخه ترلاسه کړي. د دوی لپاره د خپل ژوند قربانول چنداني مهم نه وه ځکه چي دوی هر وخت خپل ژوند په خطر کي اچولی وو او په مقابل کي به یې هیڅ هم نه وه ترلاسه کړي اود هیڅ شي وېره یې هم نه درلوده. The Siege of Isfahan P265
که څه هم چي د دغه جنګ له پیل څخه مخکي د ایران قواوي د ځینو مورخینو په قول د افغاني قواوو دوه چنده، د ځینو په قول درې چنده، پنځه چنده او اته چنده زیاتي وې. لاکهارټ. انقراض سلسله صفویه ص ۱۵۱
د ایران له پوځ سره ښې وسلې، درنده توپخانه او دولتي خزانې وسره وې مګر د هغوی د روحیاتو بې نهایته کمزوري د جنرالانو ترمنځ، د جنګ له پیل څخه مخکي، د جنګ د څرنګه والي پر سر له اختلاف څخه معلومیږي. په پوځ کي ځیني په دې عقیده وه چي موږ باید د افغانانو حملې ته انتظار وباسو او که چیري دوی پر موږ باندي مخامخ حمله ونه کړه او د اصفهان خواته یې مخه کړه نو بیا به د اصفهان اوسېدونکي پر دوی باندي حمله وکړي او د دښمن قواوي به زموږ او د اصفهان د خلکو ترمنځ سي او بیا به نو د هغوی څخه د تېښتي لاري ورکي سي او ټول به له منځه یوسو. ځینو نورو پوځي مشرانو او جنرالانو د محمود پر پوځ باندي حملې کولو ته ترجېح ورکوله او ویل یې چي د محمود پوځیان زموږ د حملې په مقابل کي د مقاومت توان نه لري او پخپله ماته کوي؛ او موږ یقین لرو چي پر هغه لاره به چي دوی ورباندي راغلي دي د بیرته تللو فرصت پیدا نه کړي. وروستی نظر ومنل سو او خُرافات پرستو جنرالانو له نجومیانو څخه وغوښتل چي د حملې د پیل لپاره د مساعد وخت پیش بیني ورته وکړي. Afghan Wars with Persia pp 92-93
د ایران پوځونو، پسله یو عالم سلا مشورو څخه، بالآخره د ۱۷۲۲ کال د مارچ پر اتمه نېټه ماپښین مهال په حمله لاس پوري کړ. لاکهارټ. انقراض ص ۱۶۰
مورخینو ته په دې جنګ کي تر هرڅه په زړه پوري او عجیبه د ایراني او افغاني پوځیانو هر اړخیزه مقایسه ده. د ایران پوځیان نه یوازي په شمېر کي د افغانانو پنځه شپږ چنده زیات ول بلکه هم یې تازه او ښه لباسونه اغوستي وه، ښې رنګیني او پراخی خېمې یې درلودلې، په ښو وسلو مجهز وه، پر ښو ښایستو آسونو سپاره وه، له تورو څخه نیولې تر زینونو او د آسونو تر ملونو پوري ټول په طلا او جواهراتو پوښ او رنګین وه. په مقابل کي افغانانو دومره خېمې نه درلودلې چي ځانونه د لمر او ګرمۍ او یا باران څخه پکښی خوندي کړي. آسونه یې ډنګر او ستړي وه. د عسکرو جامې یې زړې او څیري وې او د لمرونو له تاوه یې مخونه سوځېدلي وه او یوازي توري او نېزې یې پړکېدلې. Malcolm. History of Persia p623
د ایران خرافات پرسته او کمزوري پاچا د هغه پوځ قومانده چي تقریباً سل کاله یې توري له تیکي نه وې ایستلي داسی امرانو او قوماندانانو ته سپارلې وه چي دوه یې پر یوه لاره روان نه وه. محمدعلي حزین. تذکره و اشعار ص ۴۹
د ایرانیانو د پوځ د ښی اړخ قومانده د شاهي ګارډ د قواوو د قوماندان، د ګرجستان د والي د ورور، رستم خان په لاس کي وه. کیڼ اړخ ته صدراعظم محمدقلي خان ولاړ وو. د عربستان والي خپلي قواوي د ښی اړخ سره یوځای کړي وې او د لورستان والي علیمردان خان د کیڼ اړخ سره ملګری وو. د پوځ کیڼ او ښي طرفونه ټول سپاوره وه او شمېر یې ۳۰ زرو ته رسېدی. پیاده او توپچي تقریباً ۲۰ زره تنه کېدل او دواړو طرفونو ته ځای پر ځای سوي وه.
شاه محمود خپل وړوکی پوځ پر څلورو برخو وېشلی وو. ښی خواته امان الله خان ولاړوو. په مرکز کي پخپله شاه محمود ولاړ وو. او کیڼ اړخ ته نصرالله خان زردشتي ولا ړړ. له افغانانو سره لوی توپونه نه وه او د سپرو قواو شا ته یې ۱۰۰ واړه زنبورک توپونه، چي پر اوښانو وړل کېدل ځای پر ځای کړي وه. Malcolm P624
حمله د ایران د پوځ د ښی اړخ قوماندان رستم خان ګرجي پیل کړه او د افغانانو د پوځ په کیڼ اړخ یې ماته ګډه کړه. د ایرانیانو پوځ سمدستي د افغانانو د کمپ په چورولو پیل وکړ او کله چي د افغانانو د پوځ د ښی اړخ قوماندان امان الله خان د ایرانیانو د بوځ پر کیڼ اړخ باندي ناتار جوړ کړ او د اعتمادالدولة پوځیان د افغانانو تر تېغ وتل نو د عربستان والي په غټو سترګو ورته کتل او د هغه مرستي ته یې ځان ونه رساوه. Ibid 625
رستم خان او د هغه زوی په جنګ کي قتل سول، علیمردان خان زخمي او ورور یې ووژل سو او محمدنشان خان افغان ګرجي عسکر تر هغه وخته پوری تعقیب کړل چي یو یې هم ژوندی پاته نه سو. افغانانو ته په دې جنګ کي ۲۵ لوی توپونه، بې نهایته وسلې او مهمات او ۲۵ زره تومنه نغدي پیسې په لاس ورغلې. تاریخ سیاح ص ۳۷
ایرانیانو په دونه وارخطايی د جنګ له میدانه تېښته وکړه چي ۲۵ توپونه یې په داسي حال کي د افغانانو لاسته ورغلل چی حتا یو ډز یې هم نه وو کړی. Malcolm p625
لاکهارټ وايی چي د ایران د پوځ د جنرالانو ترمنځ حتا د جنګ په میدان کي هم اتفاق موجود نه وو او د یوه بل مرستي ته ونه رسېدل. د افغانانو پوځ د جنګ په جریان کي یوه تاکتیکي ماته وکړه او چپه او راسته خواته یې وځغستل او کله چي د ایران پوځیانو د هغوی د تعقیب لپاره، د پوځ مرکزي برخي ته ورننوتل نو افغانانو د زنبورک د وړو توپونو داسی باړ باندي وچلاوه چي د ایران پوځیان سمدستي ماته وکړه او د انتقامي حملې جرأت یې ونه کړ او افغانانو ته د ایرانیانو ټولي وسلې او مهمات لاسته ورغلل. لاکهارټ لیکي چي احمدخان توپچي باشي د جنګ په میدان کي ووژل سو او ایرانیان په دونه وارخطايی د اصفهان ښار ته ننوتل چي حتا د ښار دروازې یې ونه تړلې او که محمود د هغوی تعقیب ته دوام ورکړی وای په هغه شپه یې اصفهان له مقاومته پرته نیولای سوای. مګر څرنګه
چي شپه را ورسېده نو شاه محمود په ښار کي دننه په دام کي له لوېدلو څخه اندېښمن وو او د هغوی تعقیب ته یې دوام ورنه کړ. لاکهارټ. انقراض سلسله صفویه ص ۱۶۴
شیخ محمد علی حزین، چي د اصفهان د پوځ او افغانانو ترمنځ د ګلناباد د جنګ په وخت کي په اصفهان کي وو لیکي چي افغانان په ۱۷۲۱ کال کي د اصفهان شاوخواته ورسېدل. دی لیکي چي د ایران پوځیانو، چي په تقریباً سلو کالو کي یې توري له تیکي نه وې ایستلي د داسي جنګ او میدان لیدلو ته په هیڅ توګه تیار نه وه او شاه او د هغه غافل امیران یو ناڅاپه له دغسي لويی ستونزي سره مخامخ سول. حزین لیکي چي د افغانانو مخي ته اعتمادالدولة ور ووت او دا هم د تقدیر فیصله وه چي د ایران په څېر یو غښتلی پوځ دي دونه ژر ماته وخوري او د دې یو علت دا وو چي د جنګ په میدان کي دوه تنه امران او جنرالان پر یوه لاره نه وه او ټول له یوه بل سره مخالف ول. حزین هم په دې عقیده وو چي نور نو باید پاچا اصفهان پرې ایښی او د ایران یوه بل ولایت ته تللی وای او د افغانانو سره د مقابلې لپاره یې پوځونه جمع کړي او میدان ته کړي وای؛ ځکه چي د افغانانو مطلب د اصفهان تخت او د خزانو ترلاسه کول وه. کله چي په اصفهان کي نه پاچا او نه خزانه وي نو افغانان له اصفهان څخه څه غواړي. حزین. نذکره و اشعار مولنا حزین ص ۵۱
ویل کیږي چي د ګلناباد په دغه تاریخي جنګ کي د ایران له ۵۰ زرو پوځیانو څخه ۱۵ زره تنه قتل سول*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* په دغه جنګ کي د ایرانیانو د تلفاتو په باره کي مختلفو تاریخي منابعو مختلف معلومات ورکړي دي. د ایرانیانو تلفات له ۱۷۰۰ تنو څخه تر شپږو زرو تنو پوري ښودل سوي او د افغانانو تلفات له ۱۳۰ څخه تر ۷۰۰ پوری وایی. لاکهارت انقراض ص ص ۱۶۴-۶۵
ایډوارد براون د ایرانیانو تلفات ۱۵۰۰۰ تنه ښيي او د افغانانو د تلفاتو په باره کي پټه خوله دی. یوازي غلام محمد غبار، چي د ارقامو په ښودلو کي معمولاً یو څه مبالغه کوي ، د ایرانیانو تلفات ۲۵ زره تنه بولي خو د خپلي دې ادعا د اثبات لپاره هیڅ ډول حواله نه ورکوي. افغانستان در مسیر تاریخ ص ۳۲۵
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاه محمود د مارچ پر نولسمه د اصفهان په درې میلۍ کي د شاه حسین ښکلی قصر او باغ فرح آباد، چي د هغه د عیش او عشرت مرکز وو، اشغال کړ او هغه یې د خپلو قواو مرکز وټاکی. Browne. Vol4 p128
د ایران کمزوری او بې ارادې پاچا، د ګلناباد شکست دونه بې زړه کړی وو چي ټولي لاري ورڅخه ورکي سوې او بالآخره یې خپله درباري شورا د سلا مشورو ته را وبلله. شاه حسین په دې عقیده وو چي باید له پایتخت څخه ووزي او له خپلو قواوو سره یوه بل ښار ته ولاړ سي. ده ویل چي دا اقدام به د اصفهان له ساتني سره هم مرسته وکړيږ ده ویل چي که قواوي، دربار او خزانې له اصفهان څخه وایستل سي نو افغانانو ته به نور داښار خپل اهمیت له لاسه ورکړي او په دغه وخت کي شاهي پوځ پر هغوی باندي د خرپ او ترپ حملې کوي او ژوند به یې ورناکراره کړي. دا نظر، چي معقول ښکارېدی، د صدراعظم او د کابینې د نورو غړو له خوا تایید سو مګر د عربستان والي استدلال کاوه چي له پایتخت څخه د شاه وتل به زموږ د دولت حیثیت او اعتبار ته صدمه ورسوي او خلک به یې زموږ تېښته وګڼي. پاچا د عربستان د والي په مقابل کي بې جوابه سو او هغو نورو کسانو چي مخکي یې د شاه حسین ملاتړ کړی وو هغوی هم له خپلو خبرو او دریځونو څخه تېر سول. دا نظر غالب سو چي که شاه له پایتخت څخه ووزي نو خلک به فکر وکړي چي هغه له دوی څخه لاس واخیست او پر میدان یې پرېښودل. د شاه حسین دربار، له دې خبرو څخه وروسته، د اصفهان د ښار په دفاعي تقویه لګیا سو، دېوالونه یې ترمیم کړل نوي مورچې یې جوړي کړې او د پلونو ساتنه یې تقویه کړه. Malcolm. The History of Persia pp 423-424
عبدالرزاق دنبلي په دغه وخت کي د فتحعلي خان قاجار یادونه کوي چي همدغه قاجار مشر څه وخت وروسته د طهماسب میرزا سره ملګری سو. دنبلي وايی چي فتحعلی خان، د هغه اخلاص له مخي چي له صفوي دربار سره یې درلود، له خپلو زرو تنو تکړه قاجاریانو سره، د اصفهان پر لور حرکت وکړ او پر له پسې به یې پر افغانانو باندي، چي ښار یې محاصره کړی وو، حملې کولې. د فتحعلي خان د دې حملو او بریالیتونو خبرونه شاه حسین ته رسېدل . په داسي حال کي چي هغوی باید دا یوه خدايی مرسته ګڼلې وای او له فرصت څخه یې ګټه اخیستې وای او د اصفهان له دنني څخه یې پر افغانانو باندي حملې کړي وای. خو د شاه حسین پر شاوخوا باندي کم عقل او مغرض امرا را ګرځېدلي ول او شاه ته یې وویل چي فتحعلي خان به د افغانانو په مقابل جګړو کي لوی نوم وګټي او سبا به پخپله د شاه حسین د قدرت په مقابل کي یو داسي خنډ وي چي چاره به یې ګرانه وي. شاه حسین هم د خپلو مشاورینو پر خبرو غوږ ونیوی او له فتحعلي خان سره یې هیڅ مرسته ونه کړه او هغه هم له میدان څخه زړه ماتی خپل ملک ته ولاړ. دنبلي. مآثر سلطانیه ص ۸
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.