کلونه وروسته کلی ته راغلي يم، د خپل لومړني ښوونځي لار مې ولټوله او له ټولو تر مخه هغه ځاي ته ورغلم، چې زما د ښوونځي ټولګي والې به راسره وې او په دې لار کې به مو کله منډې وهلي او يا به په کرار تللو.
د ګل ايسې دوي د کور کوڅه هماغسې د سيند غاړې ته نږدې غزيدلې راته ښکاره شوه.
هغه ورځ را په ياد شوه، چې پر همدې شنه جلګه، زموږ د کلي ګوجر لور، ګل ایسه د شیدو کټوۍ پر سر روانه وه، قدمونه يې دومره ژر ژر پورته کول، چې تا به ويل مڼډې وهې او زه حيرانۍ واخيستم، چې دا کټوۍ يې، څرنګه له سره نه لویږې.
په بله ورځ بيا په شين سهار کې، زموږ د جينکو ډله يوځاي ښوونځې نه کور ته روانې وو، ګل ایسه زموږ په ليدلو ودريده او موږ ته يې کړه:
اي جينکو! مازديګر مهال د شيلګۍ غاړې ته راشئ، چې د ميرګاټ لوبه وکړو او چې چا پنځه ځله وګټله، هغه به بایلونکې ته په شا کیږې.
هغوي له اوږدې مودې راهیسې، زموږ د کلي ملک، حاجې جلات په کلا کې اوسیدل،چې د ګل ایسې پلار په خپلو لاسونو د کلا مخې ته د مرخڼو او غوزانو ونې کښينولې وې او اوس مهال به دا مرخڼۍ، په منې موسم کې پښيدلې، چې کليوالو به ترینه په پيسو پيرودلې.
له کوترې، خوبانۍ او بدرۍ زه مخکې شوم او داسې مې کړه:
سمه ده خو قالع (۱)به په کې نه وې.
هغې کړه:
په دې لوبه کې قالع نه شته او تاسې ته به زه لاره څارم. عجيبه وه، زموږ د کلي ګل ايسې تل، د کلي جینکو ته د ښه وخت تیرولو له پاره، يوه لوبه برابروله.
زموږ عمرونه د لسو، يوولسو او دولسو کلونو تر منځ وو. کوترې پرې غږ کړ:
اي ګلایسې! تيره مياشت دې، هيره شوه، چې مور دې راوځغلولې. هغې کړه:
د چيندرۍ په لوبه کې چې بدرۍ وګټله او ته په ستنه کورته لاړې
ما کړه:
هو ريښتيا وايې، داسې نه شي چې ته بيا سزا ووينې.ګل ايسې وويل:
ځه ورکې نه شئ، زه خو اوس د کور مشري کوم او مور مې د ماما کره تللې، دا دی ښه کارونه کوم، د ميخې شیدې مې لوشلې، او اوس مې ډکه کټوۍ د کلي په کورونو کې وپلورله او تشه کټوۍ کورته وړم.
زما د خيال مزي چې تر دي ځايه وغځيدل، نو وراره مې راباندې غږ کړ: ترور جانې! څه سوچونه کوې، هغه شنې جلګې او پاڼ ته خو لا نه يوو رسیدلي.
پرته له دې چې هغه ته ځواب ورکړم، په چابکو قدمونو، لومړی سيده د سيند په لور ښکته لاړم او هلته د يوې ويالې په اندازه اوبه له سينده مخکې بهيدې، چې کليوالو شيله ګۍ بلله.
هلته يو جګ پاڼ و، چې زه به مې له همزولو سره پرې دريدم او پر سیند چې به جاله پورې وتله، د هغې سیل به مو کوو.
تل به ګل ايسه له همدې لارې تيريده، کلي ته به يې د پلور له پاره شيدې وړلې. .
لکه چې له ما ارواح الوتې وه، د هغه مهال په لور مې د خيال مرغۍ تللې وه او هر څه چې مې کول، له اوسنې حال سره مې فکر نه جوړيده.
خپل وراره حميدالله ته مې وويل:
ځه ګرانه! ته کور ته ولاړ شه او زه يو څو شيبې همدلته یم. هغه ځاي پر ځای ودريد او په شکمنو کتلو سره يې راته وکتل.ما کړه:
ځه ګله!
په زړه کې مې تير شول، همدا لار او جګ پاڼ زما د وړوکوالي، په کلي کې د همزولو او ښوونځي لومړنۍ دورې په زړه پورې ځاي، راباندې ډير ګران دی.
حميد مې په حال پوهيده، ځکه خو يې يوازې پريښودم. ما هم د پاڼ پر سر ايښې اواره تيګه، ځانته د پستو مالوچو، توشک، په څير نرمه احساس کړه او پر کښيناستم. د خپل خيال مرغۍ مې پريښوده، چې تير مهال ته ازاده والوځې.
ګل ایسه له موږ دري څلور کاله لويه وه، خو له موږ سره يې ملګرتيا ډيره جوړه وه.
د پسرلي، مني او ژمي په موسم کې به موږ هره ورځ پر همدغه لار تيريدلو او ضرور به يا ښوونځي ته د تګ او يا کورته د ستندیلو په لار کې موږ له ګل ايسې سره مخ کيدلو، ځکه زموږ لار د دوي د کور له مخې تيریدله.
يوه ورځ يوه نادره پيښه وشوه، زموږ د کلي پاده وان، په ونه لوړ زلمی و، هغه به هم سهار وختي د کلي پاده مخکې کړې وه او په همدې لاره به د سيند غاړې ته چې ډير لوي چمن و، هلته به يې د څر له پاره بيوله.
هغه ورځ، د روژې مياشت کې، چې مازديګر مهال، موږ د ميرګاټ لوبې له پاره، سره راټولې شوې وو، تولو د خپلې روژې په هکله خبرې کولې، چې تږې شوې يوو.
په همدې شیبه کې د کلي پاده وان، چې خان مير نوميده، راښکاره شو، موږ بره د کلا مخې ته په لوبو سره اخته وو،
هغه په داسې حال کې چې زموږ تر مخې تيريده، ګل ايسې ته د ګلاب يو سور ګل راګوزار کړ.
ګل ایسې ورته په مينه وکتل او داسې ټپه يې وويله:
جينکۍ ښې دې دمه وکړې زار له زلمو نه چې به دیرش پوره کوينه
خان مير سمدستې ځواب ورکړ:
هلکان ښه دي ديرش پوره کړي په دوه ځلې کې به يې بيا نيسې ميېنه
په دې ځواب سره، موږ حیرانې شو، چې د دې ټپوو معنا څه ده؟ خو ډير وروسته پرې بيا وپوهيدلو…
په همدې توګه وختونه ژر تير شول، يو کال وروسته، هغه ورځ چې زموږ د لومړني ښوونځي، د شپږم ټولګې پاې ته رسیدلو وروستئ ورځ وه او کورته د ستنيدلو پر مهال، د نورو ورځو خلاف، ګل ايسه ښکاره نه شوه، نه يې، شيدې پلورلو ته ویوړې او نه هم د خپل د کور په مخکې وليدل شوه.
موږ ټولې، په خپلو خوشالیو اخته وو، په منډو منډو کورونو ته لاړو او په مينه مینه مو خپلې د شپږم ټولګې، فارغیدلو پارچې، موراو پلار، د کورنيو غړيو ته ښکاره کړې.
خو لږه شيبه وروسته، زموږ په کور کې يو غورمچ جوړ شو او د کلي خبر رسانه، ملکو ترور، د کلا پر دروازه، راننوته. زما مور چې د خیاطۍ ماشن ته ناسته وه، داسې ورته وويل:
اي بيبې! تانه کوربان شم، شډل ګوجر، خپله د ګلو لښته لور، دې زوړ، کړوس، سود خور، حاجي جلات ته واده کړه.
په دې خبر سره مې سر وګرځيد، سترګې مې تورې شوې او د خبرو کولو توان مې بايلود، چې له پنډې سپين مخې ملکو ترور نه پوښتنه وکړم:
دا څنګه کيداي شې، هغه ازاده مرغۍ چې د کلي پر کورونو به الوته، چې ډير کله به يې شين، يا سور چيټ کميس، په غاړه و او پر نرۍ ملا به يې،د کميس چينونو ځانګړې ښکلا درلوده. تا به ويل، ګواکې که لاس ورسره ووهې، نرۍ ملا به يې ماته شي. دا څنګه کيداې شي.
د ګل ايسې حسین، نازک مخ، چې زموږد ښوونځي پر لور، شنه زرغونه لار، به پرې ځليدله او زموږ د ټولو جينکو د زړه خوشالی وه… په سترګو کې مې د هغې بې سارې ښکلا يو ځلې بيا وځلیده…
اوس چې کلي ته راغلې يم، هیڅوک نه پوهيږې حاجي جلات چيرته دی، د هغه سود خورۍ، د ګڼ شمير زامنو سيالیو چې ټول په کورنۍ جګړه کې نورهم وپړسیدل اوس کومې خواته تللي او خپله دغه څلورمه ښځه يې چيرې بيولې ده.
۱ـ قالع، يعنې په لوبه کې غلطي.
پاي
سور سری هلک (د ماشومانو کیسه)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
Comments are closed.