د کتاب لوست یا مطالعې په اړه لنډې اغېزناکې جملې

راټولوونکی او ژباړن: محمد عزيز پردېس

104

اکسون مجله، څوارلسمه

– نړۍ کې هغه خوند چې مطالعې کې دی، بل څه کې نشته.
ليو تولستوي / ليکوال
– له نېکه مرغه د ژوند په طغياني اوبو کې څو واړه داسې ټاپو ګان شته، چې کولای شو ورته پناه يوسو: ښکلي کتابونه، شاعران، موسيقي…
رومن رولان / ليکوال
– د هغه ذهن کې د يوازيتوب له شېبو، د طبعيت د ښکلاوو نندارې او کله نا کله د څو کتابونو له لوستلو غوره نور څه نه و!
نيکلای ګوګول / ليکوال
– کتاب او کتابتون د ډېرو وګړو لپاره د درمل حيثيت لري.
آلفونس دوده / ليکوال
– تجملات راته هېڅکله په زړه ‌پورې نه دي، ساده څيزونه مې خوښېږي. لکه: کتابونه، يوازيتوب او يا هم له هغه چا سره پاتې کېدل چې درک کوي مې…
ډافنه ډوموريه / ليکوال
– زه هېڅ داسې غم نه پېژنم، چې يو ساعت مطالعه يې تسکين نه کړي.
مونټسکيو / فيلسوف
– د ښو کتابونو لوست د پخوانيو شرافتمندو انسانانو سره خبرې اترې کول دي.
ډکارت / فيلسوف
– شاعرانه تفکر يوازې خوب او خيال نه دی، بلکې د لوست، تجربې، حافظې او د نړۍ د پېژندنې پايله ده.
هګل / فيلسوف
– د نړۍ ټول ارزښت لرونکي څيزونه د کتاب په لوست د انسان نه په نصيب کېږي، نړۍ باید تجربه هم کړل شي.
ټوماس اډيسون / مخترع
– ستاسې ژوند کې داسې وخت هم راځي، چې بايد د نورو له کتابونو لاس واخلئ او خپل کتاب وليکئ.
البرټ انشتين / فيزيک پوه
– کله چې انسان وکولای شي له طبيعته خوند واخلي او کتاب ولولي، نو له يوازیتوبه بيا هېڅ څه خوندور نه دي.
نيکلای ګوګول / ليکوال
– څوک چې ډېر لوست کوي او پوهېږي، خو د هر لامل له وجې د خپلواکۍ لپاره مبارزې ته نه دانګي، هغه د هغه لوی پلورنځي په څېر دی، چې د دننه کېدو پر ور يې ليکل شوي وي: رخصتي ده.
ابراهام لينکلن / سياستوال
– د يوې ټولنې د وژلو لپاره ساده لاره وکاروئ، پر کلتور يې تمرکز وکړئ، لومړی ترې کتاب واخلئ او بيا يې سرونه ټلويزون ته دننه کړئ.
کارل پوپر / فيلسوف
– نېکمرغه هغه دی، چې دغو دوو څيزونو کې يوه ته لاسرسی لري: ښه کتابونه او يا هم د کتاب اهل ملګري.
وېکتور هوګو / ليکوال
mazizpardes@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.