اوکراین له امریکا سره د انرژۍ د تأسیساتو د خوندیتوب پر سر توافق وکړ

230

کییف – د اوکراین د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د هغو مهمو انرژۍ تأسیساتو یو لیست توافق کړی، چې روسیه باید د جزوي اوربند په چوکاټ کې پرې بریدونه ودروي.

د دغه لیست په اړه د اوکراین چارواکو ویلي چې د برېښنا د شبکو، د نفتو او ګازو د تأسیساتو، اټومي او د ډبرو سکرو صنعت، او د انرژۍ د تجهیزاتو د تولید د خوندیتوب غوښتنه پکې شامله ده.

بلخوا روسیې ادعا کړې چې له امریکا سره یې د تأسیساتو یو بل لیست توافق کړی، چې پکې د اوکراین د نفتو او ګازو تأسیسات شامل نه دي، سره له دې چې دا تأسیسات د جګړې په ترڅ کې د روسیې د بریدونو اصلي هدف دي.

د اوکراین د انرژۍ وزارت ټینګار کړی چې امریکا د کییف د غوښتنو ملاتړ کوي او غواړي د اوکراین د انرژۍ صنعت د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته شي.

دا مذاکرات په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین د انرژۍ زیربناوې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې د پرله‌پسې بمباریو هدف ګرځېدلې دي، او اوکرایني چارواکي د دغو بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.