په بلوچستان ایالت کې وسله وال جنګیالي ادعا کوي چې پر یوه اورګاډي د برید پرمهال یې ۱۸۲ کسان یرغمل کړي دي.
د دې برید پړه د بلوڅ ازادي بښونکي پوځ په نوم ډلې منلې ده. دې ډلې په یوه تازه بیان کې ویلي دي چې د اورګاډي له الوزولو وروسته یې یوولس امنیتي سرتېري هم وژلي دي. دې ډلې ویلي چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې د پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه هم ویشتلې ده.
بلوڅ وسله والو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که عملیاتو ته دوام ورکړي نو یرغمل شوي کسان به ووژني. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په اورګاډي کې د پوځ، پولیسو، ISI او د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو برحال پوځیان چې رخصتۍ ته تلل شامل دي.
بیان زیاتوي چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري کسان او بلوڅان په خوندي ډول خوشې شوې دي.
د بلوچستان د اعلی وزیر ویاند شاهد رند په یوه بیان کې چې نن ( د کب ۲۰مه) یې د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته واستاوه، ویلي دي چې د برید سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه او وسایط استول شوي دي.
رویټرز خبري آژانس د بلوچستان د اورګاډي د ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د جعفر اکسپرس اورګاډی چې ۴۰۰ تنه سپرلۍ پکې وې له کوټې څخه پېښور ته روان و، چې په لاره کې ډزې پرې شوې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.