افراطیت په افراطیت ختمیدلې نشي

368

د افراطیت تعریف دا دی چې ټول هغه عام نورمونه چې د یوې ټولنې د اکثریت ولس لپاره د منلو وي او نور یې په خلاف عمل کوي، افراطیت بلل کیږي. یا په بله توګه افراطیت هغه فکر، عمل او عقیده ده چې د منځلارې یا معتدل دریځ څخه لرې وي. له دې کبله د یوې ټولنې افراطیت د بلې ټولنې د افراطیت سره توپیر لري.

افراطیت بیلابیل ډولونه لري لکه سیاسي افراطیت، مذهبي افراطیت او ټولنیز افراطیت. په تیرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د افراطیت کلمه زیاته دیني/مذهبي افراطیت لپاره استعمال شوې، خو سیاسي او ټولنیز افراطیت باندې کم بحث شوې دی.

دا چې د اکثره افغاني لیکوالانو، شاعرانو، سیاسیونو،‌ مدني فعالانو او دیني علماو مخاطب د افغانستان ولس او افغانستان دی، نو مونږ نشو کولاې چې یوازې په دیني/دیني افراطیت باندې بحث وکړو او سیاسي او ټولنیز افراطیت د پامه وغورځوو.

په تیرو پنځو لسیزو کې د افغانستان لپاره سیاسي او ټولنیز افراطیت د دیني/مذهبي افراطیت نه هم زیاته صدمه رسولې ده ځکه ډیر وخت دیني/مذهبي افراطیت هم د سیاسي او ټولنیز افراطیت په وړاندې عکس العملونه و. د افغانستان ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده او هر سیاسي‌ او ټولنیز افراطیت د افغانستان د مسلمانې ټولنې په وړاندې یو بل دیني/مذهبي افراطیت زیږولې او ټولنه یې بې ثباته کړې ده. ځکه د سیاسي افراطیت په ضد یو بل دیني/مذهبي افراطیت تقویه شوې دی. لکه د سوړ جنګ په وخت کې د خلق د افراطي رژیم په ضد چې کمونیستي افکار یې درلود، د اسلامي افراطیت ډلې تقویه شولې تر څو کمونیستي ایډیالوژي په اسلامي ایډیالوژي له منځه یوسي.

د افغانانو د اکثره سیاسیونو، لیکوالانو، مدني فعالانو، شاعرانو او علماو په لیکنو او خبرو کې افراطیت ځکه موجود دی چې دوی خپله ټولنه نه پیژني او یا د خپلې ټولنې یوه کتله خلک پیژني او غواړي چې خپل افراطي فکر په ټوله ټولنه  باندې قبول کړي، نو ځکه د دیني، مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت په وړاندې شدید عکس العملونه ایجاد شول، حکومتونه او رژیمونه بدل رابدل او نظامونه ړنګ شول.

دا باید ومنو چې په تیرو پنځو لسیزو کې د افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او لیکوالانو پیژندنه د خپلې ټولنې نه د جنګونو، مهاجرتونو او په انزوا کې اوسیدلو له امله زیاته شوېده. باالعکس، د افغانستان د ګاونډیانو او بهرنیانو پیژندنه د افغانستان نه زیاته شوې او د هر سیاسي مشر، لیکوال او مدني فعال د پښو د بوټانو او څپلیو نمبرې هم ورته معلومې دي او پوهیږي چې څنګه دوی په مستقیم او غیر مستقیمه توګه استعمال او استخدام کړي. ګاونډیانو او بهرنیانو، د افغانانو د خپلې ټولنې د کمزوریو له امله، د خپلو پروژو د عملي کولو لپاره روایتونه جوړ کړل تر څو اوبه خړې او خپل ماهیان ونیسي. د کور، ډوډۍ، کالي، سوچه اسلامي نظام، دیموکراسې او حقوق بشر په نوم روایتونه جوړ شول. اخر کې نه کور و، نه ډوډۍ وه، نه کالي او نه سوچه اسلامي نظام، او نه دیموکراسي او حقوق بشر. یوازې افغانان یې په خپلو کې سره وجنګول.

د دې لپاره چې لږ زیات وضاحت وشي، غواړم چې په تیرو پنځو لسیزو کې ځینو دیني/مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت ته ارشاره وکړم ځکه اکثره افغانان د دغه افراطي طرز فکر که هغه دیني/مذهبي و، که سیاسي و او که ټولنیز، شاهدان او یا د خپلو پلرونو او مشرانو نه په یاد لري. هر افراطي تغیر افراطي عکس العملونه درلودلي دي.

په افغانستان کې د اخوان المسلیمن د تګلارې له امله دیني افراطیت رامنځته شو. د جوانان مسلمان ډلې ځانونه د دین ټیکه داران بلل. د دغه ډلې په وړاندې روایتي ملایانو، چپي سیاسي ډلو لکه خلق، پرچم، شعله جاوید او حتی ملي ګرایان راپاڅیدل او د دوی د افراطي نظریاتو سره مخالفت وکړ.  باالاخره د دغه ډلې مشرانو، لکه برهان الدین رباني، ګلب الدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او یو شمیر نورو پاکستان ته پناه یوړه. د هماغه ورځې نه چې دوی پاکستان ته پناه یوړه، د پاکستان لاس وهنې په افغانستان کې زیاتې شولې. دغه دیني افراطي ډلې د افغانستان د ګاونډیانو، عربو او غرب په وسیله د روسانو په وړاندې وجنګول شولې او په لس ګونو نورې سیمه ایزې ډلې د دوی د افراطیي نظریاتو له امله په دنیا او سیمه کې سر راوچت کړ. تر اوسه پورې د دغه ډلو اول او دویم نسل، د پاکستان او ایران د نفوذ لاندې دي.

د داود خان په وخت کې د دوی حملې په پنجشیر، لغمان، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې او همداشان داخلي جګړې د دوی د کړنو ښه ثبوت دی چې افغانستان یې د نورو د ګټو لپاره کنډواله کړ.

د مجاهدینو ډلې په ایران او پاکستان کې، طالبان، داعش او نورې لس ګونې ډلې او ګروپونه د عربو او عجمو، د اخوان المسلمین افراطي مفکورې زیږنده ده. ډیرې شاید ووایي چې نورو دوی استعمال کړل دا ځکه استعمال شول چې افراطي ډلې د خپل افراطيت د نفوذ او تقوې لپاره د هرې لارې نه امکانات تر لاسه کول او ویل یې چې د مردارو حیواناتو غوښه خوړل هم د جنګ او اړتیا په وخت کې روا ده.

د خلق دیموکراتیک ګوند (خلق او پرچم) د سیاسي افراطیت یوه بله بیلګه وه چې د بهرنیانو اشغال او تهاجم ته زمینه مساعده کړله. د دغه افراطي ډلې د قدرت نیولو سره په افغانستان کې د ګاونډیانو او د دنیا د نورو ملکونو پراخو مداخلو او استخباراتي لوبو ته زمینه مساعده کړله. انجام یې د نظام سقوط او داخلي جنګونه و. د خلق او پرچم ډلې زیات غړي، د حزب او جمعیت سره یو ځای شول او داخلي جنګونو او کودتاه ګانو ته زمینه مساعده کړله. د دوی د تقسیم او جهادي ډلو سره د یو ځای کیدو له امله جنګونو قومي، ژبني او سمتي بڼه ونیوله. دغه سیاسي افراطيت پایله د مذهبي افراطیت نه هم زیاته د افغانستان په تاوان وه او ده. د دوې ونډه په داخلي افراطي قومي، ژبني او سمتي  جنګونو او اختلافاتو کې د ټولو نه زیاته وه او غوښتل یې چې د خپلو حزبونو پخوانې عقدې او رقابتونه د دغه دیني/مذهبي افراطي ډلو د چتر لاندې سړې کړي. دوی ته هم مفکوروي ارزښتونه لکه د مذهبي افراطي ډلو غوندې،  د پښو لاندې کړل او د  مردارو حیواناتو غوښې خوړل یې ځانونو ته روا وبللې.

د جمهموریت په وخت کې هم د ښي او چپي افراطي ډلو او لوبغاړو ونډه زیاته وه. البته د ښي او چپي افراطي ډلو سره یوه بله غربي سیاسي افراطي ډله یو ځای شوله. د دیموکراسې تر عنوان لاندې شرقي، غربي او دیني/مذهبي افراطیان سره همغږي او د پراخه فساد فرهنګ ترویج  ته زمینه مساعده کړله. په دغه دوره کې وضعیت نور هم ځکه خراب شو چې پخوا به چپي او افراطي ډلو د اداري فساد نه ځانونه ساتل او د خپلو مفکورو او ایډیالوژیو لپاره تر ډیره حده وفاداره و. یا په بله معنی د ایډیالوژیو لپاره یې شخصي ګټې قرباني کولې. خو کله چې د مذهبي او سیاسي افراطي ډلو لوبغاړي د غربي افراطي ډلې د لوبغاړو سره یو ځای شول، دوی په شریکه پراخه فساد ته زمینه مساعده کړله. اوس داسې ښکاري چې د ښي او چپي ډلو پاکي هم د مجبوریت له مخې وه او یا زمنیه ورته مساعده نه وه ځکه زیات امکانات هغه وخت نه و.

که تیرو قوماندانانو، جنرالانو، تکنوکراتانو، مدني فعالانو، د ښځو د حقونو د مدعیانو او نورو سرمایه او کړېنې مطالعه شي نو بیا چپي، ښي دیني/مذهبي او غربي سیاسي افراطیان سره د فساد په اړه همغږي او میلونران شول. دغه دیني/مذهبي، چپي او د دیموکراسې د عنوان لاندې افراطيان یوه بله بدبختي وطن ته راوړه چې دوی فساد د شخصي ګټو لپاره کاوه. د دوی لپاره ایډیالوژي، د وطن سره مینه، ثبات او د خلکو د سوکالې مسله مطرح نه وه فقط د خپلو شخصي پانګونې په فکر کې و. لکه چې دیني/مذهبي افراطيت، داخلي جنګونو ته، چپي افراطیت داخلي‌ قومي، ژبني او سمتي جنګونو او رقابتونو ته زمینه کړله، دغه وروستي دیني/مذهبي، قومي، سیاسي، سمتي او ژبني افراطیت  په شریکه د افغانستان هویت، ملي ارزښتونو او ژبنې تفرقې ته زمینه مساعده کړله چې جمهوریت یې سقوط کړ.

جمهوریت یوازې منحیث نظام سقوط نه دی کړې بلکې هغه ارزښتونه چې افغانانو ورته ملي ارزښتونه ویل لکه د افغانستان تمامیت ارضي، استقلال، ازادي، تعلیم او تربیه، اخلاق او نور ټول ټولنیز مذهبي، سیاسي او فرهنګي ارزښتونه د چلنج سره مخامخ کړل. ځکه وایم چې فرهنګي او مدني افراطیت او فساد د مذهبي او چپي افراطیت نه هم زیات د افغانستان لپاره خطرناکه و او دي.

مثبت فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تغیر همیشه په تدریجي توګه تر سره کیږي او که په افراطي توګه تر سره شو عواقب یې خطرناکه وي لکه په افغانستان کې مونږ د افراطي مفکورو او تحولاتو لړې ولیدله او اوس هم افغانستان د طالبانو په نوم د یو بل افراطي ډلې سره لاس او ګریوان دی چې عاقبت به څه کیږي.

د افراطيت د تعریف په اساس، انقلابي حرکتونه که د یوې ټولنې د عام وګړو د طرز تفکر سره چې د هرې ایډیالوژې او طرز تفکر لاندې وي، د مخالفت سره مخامخ کیږي. د امان الله خان ریفورمونه، د داود خان عجله د تغیر، د خلق او پرچم سیاسي افراطيت، د مجاهدینو او طالبانو دیني/مذهبي افراطیت، د جمهوریت دیموکراسي، ټول د چلنجونو سره مخامخ شول ځکه دلته سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي تغیر په تدریجي توګه نه وه. د اسلام فرهنګي تغیر په صدر اسلام کې هم د هغه وخت د شرایطو سره په تدریجي توګه رامنځته شو نه په افراطي ډول. د شرابو منع کول یې په څو مرحلو کې منع کړل او داسې نور.

راځم اوسني حالت ته. په دې وختو کې د ځینو سیاسي کسانو افراطي څرګندونې نه د دیموکراسې په اصولو ولاړې دي، نه د منل شوو ملي ارزښتونو سره سمون خوري او نه په مذهبي او دیني معیارونو برابرې دي. ته نشي کولې چې په پاریس کې نیمه لوڅ فرهنګ په افغانستان کې عملي کړي او دې ته د بشر د حقونو ازادي ووایي.

خلاصه که تیرو کړنو ته نظر واچوو، اکثره طالبان په اسلام عقیده نه لري، دیموکراتان په دیموکراسې او ملي ګرایان په ملي ارزښتونو باور نه لري خو صرف د شعارونو لاندې، قومي، سمتي، مذهبي او سیاسي نفاق ته لمن وهي.

پدیتوګه سیاسي افراطیت په مذهبي افراطیت، مذهبي افراطیت په سیاسي افراطیت، ټولنیز افراطیت په مذهبي او سیاسي افراطیت او همدا شان مذهبي او سیاسي افراطیت د ټولنیز افراطیت په وسیله له منځه نه وړل کیږي. لکه چې وایو وینه په وینه نه مینځل کیږي همداسې افراطیت په افراطیت نشي له منځه وړل کیدلې که کیدلې شولې نو دغه پنځو لسیزو جنګونو او تحولاتو به سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني افراطیت له منځه وړې وې. همداشان هر هغه عمل چې د افغاني ټولنې د منځلارې سیاست، مذهبي، دیني او ټولنیز مشترک ارزښتونو سره په تقابل کې وي، هغه په افغاني ټولنه کې افراطیت دی. د یوې ټولنې او ډلې افراطي فرهنګ او نظریات که هغه د اکوړه خټک او پاکستان د راولپنډې وي، که د تهران د اخوندانو، یا د مسکو، اروپا او واشنګټن وي، په بله ټولنه باندې نشي عملي کیدلې.

دا چې افغانان د جنګونو او مهاجرتونو له امله په بیلا بیلو هیوادونو کې اوسیدلي او اوسیږي، د بیلابیلو هیوادونو د تعلیمي، سیاسي او فرهنګي نظریاتو او د ژوند د کړنو نه متاثره شویدي خو په عین حال کې د خپلې ټولنې د عیني او ذهني واقعیتونو نه هم بیګانه شوي دي. زیات فکر کوي چې د دوی نظریات د افغانستان ټول ولس نظریات دي او دا باید علمي شي که نه دنیا خرابه او افغانستان به دړې وړې شي. که افغانستان دړې وړې کیدلې، او دا دړې وړې کیدل د ګاونډیانو او دنیا په خیر وې، اوس به وخته افغانستان دړې وړې شوې وې ځکه ملي چترونه څو ځلې دړې وړې شول خو افغانستان دړې وړې نشو. د افغانستان د دړې وړې کیدلو ویره ځکه امکان نه لري ځکه د افغانستان د دړې وړې کیدلو سره ګاونډیان هم دړې وړې کیږي. دې کې شک نشته چې ګاونډیان په افغانستان کې نفوذ او کنترول غواړي خو د افغانستان دړې وړې کیدل په خپل خیر نه بولي. ځینې چې وایي افغانستان طالبانو د تجزیې نه بچ کړ دا هم هسې هوایي دوزې دي.

په بهر کې دغه قومي، ژبني او سمتي متعصبینو ته زما پیغام دا دی که هغه د هر قوم نه وي، نشي کولاې چې په افراطي نظریاتو په افغانستان کې سوله او ثبات راولي. که ځینې افراطي پښتنو د اکثریت په درلودلو سره ونشو کړې چې د نورو قومونو حقوق د پښو لاندې کړي نو د نورو قومونو افراطیان د اکثریت په نه درلودلو سره هم نشي کولاې چې د پښتنو د اکثریت حقوق د پښو لاندې او پښتانه ختم کړي.

یوازنې د حل لاره د قانون په چوکاټ کې اوسیدل او ژوند کول دي. قانون باید عادلانه وي او تطبیق یې بیا عدل نه غواړي بلکې په ټولو باندې یو شانته تطبیقول غواړي. اجتماعي عدالت باید د قانون بڼست وي او ټولنیز خدمات ټولو افغانانو ته چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسیږي، په متوازنه توګه ورسول شي. سیاسي اقتدار به د قانون په چوکاټ کې د ولسونو په خوښه وي. څوک چې منظم وي او اکثریت خپل کړي، هغه به حکومت کوي چې همدا د ولسواکې اصول دي. داسې نشي کیدلې چې د قوم، سمت او ژبې په بهانه څوک لکه د پخوا په شان ټیکه داري وکړي او امتیاز واخلي او مسوولیت هیڅ د خلکو او وطن په وړاندې ونه لري.

د افراطي نظریاتو او څرګندونو له امه، نن سبا افغانان په داخل او بهر کې د انزوا په حالت کې دي او خبرې یې د یو نخود په اندازه اهمیت نه لري او نه ورته څوک اهمیت ورکوي. هو! افغانان صرف په خپلو منځو کې د یو بل په ضد ښه مصروفه دي. د هرې ډلې او مفکورې پيروان کوښښ کوي چې د یو بل په ضد منفي سوژې پیدا کړي تر څو د مقابل لورې عکس العملونه راوپاروي او ځآنونه مصروفه کړي. د ټولنیزو شبکو په دغه مصروفیت د افغانستان ستونځې نه حل کیږي.

اصلي مسایل چې څنګه افغانستان د نیابتي جنګونو او رقابتونو نه بچ شي، څنګه یو مشروع او قانونمنده حکومت رامنځته او افغانان د نورو د اهدافو لپاره وسیله نشي، مهم دي. د دغه مؤخو د لاسته راوړلو لپاره ټول افغانان که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفین او هم د افغانستان ولس تر اوسه پاتې راغلي دي. که د افغانانو په فکرونو کې مثبت تغیر رانشي، د ځآنونو نه زیات د هیواد د ثبات په هکله فکر ونه کړي، مشکله ده چې افغانان د افغانستان په راتلونکې کې که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفین چندان رول ولري. بهرنیان او ګاونډیان به ورته بیا پروژې جوړوي او دوی به یې لکه د پخوا په شان عملي کوي او د سوخت مواد به افغانان وي. دنیا بحراني خواته روانه ده او که د دغه بحرانونو لمبو کې افغانستان بیا ښکیل شو نو نه به مدني فعالان څه کولې شي، نه به سیاسیون او نه به طالبان او نه به د افغانستان ولس. یوازې به ورته ټول ټیق ټیق ګوري.

خلاصه د طالبانو په شمول اکثره چارواکي او سیاسیون د ټول افغانستان د نه پیژندنې له امله، د افغانستان د بحران لپاره د حل داسې نسخې نشي وړاندې کولې چې هغه عملي‌ او علمي وي. هره نسخه چې نه علمي وي اونه عملي بڼه ولري، هغه پخپله بل بحران زیږوي. همدا علتونه دي چې افغانستان تر اوسه پورې د بحرانونو مرکز ګرځیدلې او عاقبت به خیر.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او اړیکو مسوول

ټولنیزې رسنۍ: ښه والې او بد والې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.