ټولنیزې رسنۍ: ښه والې او بد والې

شاه محمود میاخیل

372

نن سبا پخواني ډیر متلونه په ښه توګه د تطبیق وړ دي.

پروین ملال شعر دی وایي:

 د رنګریز خم دې پیکه شوی دلته

 د  بوډۍ ټال دی پلورل شوی دلته

ټولنیزې رسنې د رنګریز خم دی چې هر قسم ټوټه (د رخت تکه) ورواچوې د هماغه خم رنګ نیسي. پدی توګه د رنګریز  په هر خم کې چې غوټه وهئ د هماغه خم رنګ اخلې.

د دې لپاره چې د خپل شوق او رنګ انتخاب وکړې نو باید د ټولنیزو شبکو کارونکي د سپیسونو هر خم کې غوټې ونه وهي ځکه په زیاتو خمونو کې غوټې وهل د انسان خپل اصلي رنګ ورکوي او بیا د انسان نه شیشګی یا چینګداړې جوړیږي.

څه پکار دي:

یا خو به د ټولنیزو رسنیو د خم نه ځان وکاږې او که غواړې چې په ټولنیزو رسنیو کې پاتې شئ، نو د رنګریز په هر خم کې باید غوټې ونه وهې ځکه بیا د انسان رنګ او خوند دواړه ورکیږي او د جوړ انسان نه شیشګی یا چینګداړې جوړیږي. نه یې لاره معلومه وي او نه یې موقف. خپله هم کنفیوز کنفیوز وي او نور هم کنفیوزوي.

ټولنیزې شبکې لکه د یک باب مصرف لوښو په شان دي چې سبا ته په درد نه خوري نو ښه دا ده چې هر څوک په خپل کار او مسلک باندې زیات وخت تیر کړي چې هم یې فکر سم شي، هم یې ژوند ښه شي او هم په ښه توګه خپلې کورنۍ او ولس ته مصدر د خدمت وګرځي.

تعادل د ژوند په ټولو برخو کې مهم دی او که څوک زیات وخت په ټولنیزو شبکو کې تیروي او یا زیات تلویزیون ګوري، په انګلیسي ژبه کې ورته Couch Potato یا د کوچ الوګان (کچالو) وایي چې خپل ځان ته یې خیال نه وي. ورځ تر بلې وزن احلي  او خپل سوچ او فکر د لاسه ورکوي.

انسان په تفکر او عقل د حیواناتو سره توپیر لري که نه انسان او حیوان یو قسم خوراک کوي، کار کوي، تولید کوي او ضایع کیږي.

همدا علت دی چې اکثره کسان چې زیات وخت په ټولنیزو رسنیو کې مصرفوي، نو په هر استدلال او خبره کې درته د ټیک ټاک، فیسبوک او ټویټر مثالونه راوړي او ټول قضاوت یې د ټولنیزو شبکو په ګپ شپ وي. په علمي بحثونو کې دا ریفرنسونه قوي ریفرنسونه نه دي. په ټولنیزو شبکو قضاوت، دوه نقصه لري چې هم د انسان د تفکر او مطالعې خپل قوت له منځه وړي او یا هم د کار او ژوند نه وروسته پاتې کیږي.

ځینې بیا دا مثالونه هم راوړي چې احمد یا محمود د ټولنیزو شبکو نه زیاته ګټه د فالوورانو نه، تر سره کوي. دا سمه ده چې د ډالر جیټ د سکیم نه یو څو کسه ګټه پورته کوي خو په زرګونو، لکونو او میلیونونو کسان پکې تاوان کوي.

ځیني په ما هم نیوکه کوي چې زه هم زیات وخت په فیسبوک او ټویټر تیروم خو داسې نه ده. زه د فرصت په وخت کې، لیکل او سفرونه کوم، تلویزیون ډیر کم ګورم، او د فیسبوک لپاره چې کومه سوژه د لیکلو په ذهن کې راشي، هغه لیکم او د وخت د موضوع په پام کې نیولو سره خپلې لیکنې پوست کوم. د پوست نه وروسته یو څو دقیقې کامنټونه هم ګورم او بیا که کومه دلچسپه تبصره د موضوع په اړوند یا نه اړوند د دوستانو او یا منتقدینو لخوا وې، د ځوانانو او لوستونکو د روښانتیا او وضاحت په خاطر ځواب ورکوم.

د دې لیکنې نه هدف (مؤخه) دا دی چې د ټولنیزو رسنیو نه باید مؤثره استفاده وشي نه  دا چې څوک خپل ټول ژوند، ټولنیزو شبکو ته وقف کړي او د ماشومانو  لپاره د روب لاکس مصرف غوندې د خپلې د خوله مړۍ د ګلانو او زړونو په اخستلو په نورو مصرف کړي.

شاه محمود میاخیل، د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د ویانا د غونډې په هکله نظر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.