د ویانا غونډه کې مې تیر کال برخه واخستله او هدف مې دا و چې دغه ډله د جنګ په عوض بین الافغاني ډیالوګ لپاره هلې ځلې وکړي. د ویانا د غونډې کوربه ادارو چې زه یې بللې وم، د هغوي نظر هم دا و. هغه ایمیلونه چې زمونږ تر منځ تبادله شوي، موجود دي.
د غونډې ځینې تنطیم کوونکو او هغه کسانو چې د دې غونډې مدیریت کاوه، هغوي ته مې یو لړ وړاندیزونه وکړل او ورته ومې ویلې که دا غونډه ملي او پراخه نشي او په ملي اهدافو باور ونه لري او یا د جنګ لپاره زمینه مساعدوي نو مونږ یې خلاف یو او برخه نه اخلو او څه ګټه هم نه لري.
له بده مرغه د دوی د عمل او نظر تر منځ ډیر توپیر و. کوربه ادارې هم د ځینو کسانو د نفوذ لاندې وې. دوی د جنګ لپاره د نورو او په خاصه توګه د ګاونډیانو هر ډول شرایطو منلو ته تیار دي په دې شرط چې دوی قدرت ته ورسوي.
کله چې دوی زما وړاندیزونو ته توجه ونه کړله نو د دوی د کاري ګروپونو نه مې ووتلم او ورته ومې ویلې چې زه نور داسې غونډو کې برخه نه اخلم.
که څه هم د ویانا په غونډه کې اکثره ګډون کوونکي د یوې وړې ډلې چې د مقاومت په نوم یادیږي، او هم یو شمیر د پخواني جمهوریت غړي، برخه لري خو د افغانستان د اکثریت ولس استازولي نشي کولې.
زما شخصي نظر بیا هم د ویانا د غونډې ګډونکونکو او نورو سیاسي جریانونو ته دا دی چې په عوض د دې چې د نورو دروازې وټکوې، د جنګ سندرې ووایي، یو بل سپک کړې، نو ښه به دا وي چې لومړۍ په خپلو منځو کې په ملي اهدافو باور پیدا کړې. د سمتي، ژبني، مذهبي، سلیقوي او قومي تفرقې په عوض د افغانانو تر منځ د وحدت لپاره کار وکړې تر څو ملي او نړیوال اعتماد په افغانانو پیدا شي. اوس افغانان او د افغانانو سیاسي جریانونه او د مدني ټولنو فعالین د ملي او نړیوال اعتماد نه برخمن نه دي.
کله چې د افغانانو سیاسي حرکتونو ملي او نړیوال اعتبار پیدا کړ، بیا د دې زمینه مساعدیږي چې د طالبانو په شمول د ټول اړخونو سره د بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده او افغانستان د نیابتي جګړو میدان ونه ګرځي. د جنګ د لارې نه بلکې د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکیه نظام لپاره د لارې نقشه یا تګلاره باندې توافق وشي.
د دغه او ځینو نورو سیاسي فعالانو او جریانونو یو ضعیفه استدلال دا دی چې دوی په هر محفل او خبرو کې یادونه کوي چې طالبان د امریکا پروژه ده او د امریکا په حمایت رامنځته شویده. دا به ومنو چې طالبان د امریکا پروژه وه خو بیا ولې په امریکا کې لابي کوي او د امریکا نه غواړې چې د طالب په عوض د دوی نه بله پروژه جوړه کړي. امریکا کې لابي کول د همدې معنی لري چې دوی د افغانستان د ثبات، د خلکو د سوکالې او په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي پروا نه لري خو صرف غواړي چې د پروژوي چینلونو له لارې قدرت ونیسي. کله د اسلام اباد سره، کله د تهران سره، کله د مسکو سره او کله ځینې استازي یې د واشنګټن د لابي ګرانو په مرسته د کوم کانګریس مین او ځینو بهرنیانو سره د ملاقاتونو انځورونه شریکوي او فکر کوي چې دوی د امریکا او یا نورو بهرنیانو په مرسته به بیا قدرت ونیسي.
تناقص په همدې طرز فکر او خبرو کې دی. که امریکا طالبان راوستي وي نو بیا ولې د دوی نه حمایت وکړي او د طالبانو خپله پروژه ورانه او ناکامو سیاسیونو ته بیا قدرت وسپاري ځکه دغه پروژه ورته په هر لحاظ ارزانه او بې له سر درده ده.
د تیر تاریخ نه په عبرت، قدرت نیول اسانه دي خو قدرت ساتل سخت دي. لکه څنګه چې دوی په تیرو دوه ځلو کې د بهرنیانو په مټ قدرت ونیوه او ناکام شول، دا ځل چې دوی د پخوا په شان نه د ملت په منځ کې د جنګ انګیزه لري او نه نړیوال د جنګ د حمایت پالیسي لري، څنګه بع بریالي شي او که باالفرض بریالي هم شي، قدرت به څنګه وساتي.
هو! د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه د دغه جنګي ډلو سره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر اړیکي لري او هم د طالبانو سره ښه روابط. زما په اند، ګاونډیان شاید دوه موخې د دغه اړیکو نه ولري جې له یوې خوا د طالبانو مخالفې ډلې مصروفه او خپل نفوذ لاتدې وساتي او له بله اړخه د طالبانو نه امتیاز واخلي. په حقیقت کې ګاونډیان هم د دوامداره جنګ حمایت او توان نه لري او نه دومداره جنګ په افغانستان کې د دوی په ګټه دی. ځکه د دوامداره جنګ په شتون کې افراطیانو نفوذ زیاتیږي چې هغه ټولو هیوادونو ته خطر دی.
دې کې شک نشته چې ولس د طالبانو د کړنو نه سر ټکوي خو د جنګ پلوي هم نه دي ځکه جنګونو نه پخوا څه نتیجه ورکړې او نه اوس نتیجه ورکوي. البته د طالبانو د انحصار د قدرت او د نفې سیاست پخپله جنګونه ته زمینه مساعدوي خو بیا هغه جنګ کې افراطیانو نور هم تقویه کیږي او د افراطي او نیابتي جګړو قرباني به افغانان وي او ضرر به یې سیمې او نورو هیوادونو ته هم رسیږي.
مخکې له دی چې اوبه له ورخه تیرې شي، ښه به دا وي چې د طالبانو په شمول ټول سیاسیون او جریانونه د یوې معقولې تګلارې په اساس د تفاهم لاره غوره او د نورو د رقابتونو او اهدافو لپاره افغانان قرباني نه کړي.
خدا ان ملتی را سروری داد
که تقدیرش به دست خویش بنوشت
به ان ملت سروکاری ندارد
که دهقانش برای دیگران کشت
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او اړیکو مشر
افغانان ولې خپل اولویت او د اولویت په اساس خپلو ستونځو ته د حل لارې ټاکلې نشي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.