ټرمپ د ایلون ماسک صلاحیتونه محدود کړل؛ د DOGE دفتر کې د کارکوونکو سخت شرایط افشا شول

251

واشنګټن، متحده ایالات (2025) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایلون ماسک صلاحیتونه محدود کړي، وروسته له هغې چې د ماسک تر مدیریت لاندې په پراخه کچه منفکۍ وشوې.

د ټرمپ کابینې د ځانګړې غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې ماسک یوازې د مشورې حق لري، خو نشي کولای د استخدام، منفکۍ یا دولتي پالیسۍ په اړه یواځېنی تصمیم ونیسي.

په دې ناسته کې، ماسک اعتراف وکړ چې د هغه تر مشورې لاندې DOGE شرکت تېروتنې کړې دي او د ټرمپ له پرېکړې سره یې موافقه وکړه. له دې وروسته، د دولتي ادارو وروستۍ پرېکړې به د اړوندو مشرانو له لوري کېږي.

په عین حال کې د Politico د راپور له مخې د DOGE دفتر یو عجیب کاري چاپېریال لري، چیرې چې کارمندان دومره ډېر کار کوي چې د خوب لپاره ځانګړې خونې جوړې شوې دي.

د ادارې په شپږم پوړ کې څلور ځانګړې خوب‌خونې جوړې شوې، چې پکې د IKEA بسترونه، څراغونه، او کمدونه شامل دي.
دا خونې د کنفرانس خونو ترڅنګ موقعیت لري او یواځې هغو کارکوونکو ته اجازه ورکول کېږي چې د لوړې کچې امنیتي اجازه‌لیک لري.

په ټولیز ډول په دولتي دفترونو کې خوب کول منع دي، “خو یوازې هغه وخت چې د ادارې رسمي چارواکي یې اجازه ورکړي.

کارپوهان وايي دا پرېکړه ښيي چې د ایلون ماسک سیاسي نفوذ د محدودېدو په حال کې دی.

دا پداسې حال کې ده چې د ماسک شرکتونه لکه SpaceX او Tesla، لا هم له دولت سره نږدې اړیکې لري.

اوس پوښتنه دا ده ایا ماسک به د مشورتي رول منلو ته دوام ورکړي، که د سیاسي نفوذ بېرته ترلاسه کولو هڅه وکړي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.