د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۹مه یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې دغه ورځ یې د “امریکایي خلیج د ورځې” په توګه ونوموله.
د دې اعلامیې له مخې، د مکسیکو خلیج اوس په رسمي توګه د “امریکایي خلیج” په نوم یادیږي.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: “د ولسمشر د لارښوونې سره سم، د مکسیکو خلیج به اوس په رسمي توګه د امریکایي خلیج په نوم یادیږي.”
د دې نوم بدلون په اړه د کورنیو چارو وزارت ویلي: “امریکایي خلیج، چې مخکې د مکسیکو خلیج په نوم پیژندل کېده، د هیواد په تاریخ او اقتصاد کې یو له تر ټولو مهمو شتمنیو څخه دی.
دا خلیج د متحده ایالاتو له ۱۷۰۰ مایلو څخه زیات ساحلي کرښه پوښي او نږدې ۱۶۰ میلیونه جریبه ساحه لري، چې د امریکا د سوداګرۍ، انرژۍ تولید او سمندري صنعت لپاره یوه مهمه لاره ده.”
سربېره پر دې، ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په ۹مه د نیو اورلینز په لور د سفر پر مهال چې د سوپر باول LIX سیالۍ په کې ترسره کېده، د امریکایي خلیج په سر الوتنه وکړه.
ټرمپ به لومړنی ولسمشر وي چې د سوپر باول پایلوبه په سټیډیوم کې ګوري.
د دې نوم بدلون په اړه، د مکسیکو حکومت ټینګار کړی چې د “مکسیکو خلیج” نوم د سلګونو کلونو راهیسې د نړیوالې مرجع په توګه کارول شوی او د نوي نوم بدلول په نړیواله کچه د رسميت پېژندنې څخه لېرې ښکاري
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.