ټرمپ د StarGate په نوم د ۵۰۰ میلیارده ډالرو مصنوعي استخباراتو د پراختیا پروژه اعلان کړه.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د StarGate په نوم د یوې نوې کمپنۍ د جوړولو اعلان کړی، چې په متحده ایالاتو کې به د مصنوعي استخباراتو او سوپر کمپیوټرونو په پراختیا کې ۵۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ میلیارده ډالره ځانګړي شي، چې په ټیکساس کې د یو ستر معلوماتي مرکز د جوړولو لپاره وکارول شي. دا مرکز به د OpenAI مصنوعي استخباراتو د پرمختګ لپاره کلیدي رول ولوبوي. د دې سترې پروژې په ملاتړ کې د SoftBank، Oracle، او Microsoft شرکتونه هم برخه لري.
ټرمپ ویلي چې د دې پروژې موخه د چین په وړاندې د امریکا سیالۍ لوړول او د مصنوعي استخباراتو په برخه کې د امریکا نړیوال برلاسی تضمین کول دي.
په ورته وخت کې ټرمپ د ولسمشر جو بایډن هغه فرمان لغوه کړی چې د مصنوعي استخباراتو د خوندي پرمختګ په اړه وو.
بلخوا CNN په خپل تازه راپور کې ليکلي دي چې د ایلان ماسک بیا د دې پروژې په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دې لپاره کافي پانګه شتون نه لري. هغه ادعا کړې چې SoftBank یوازې له ۱۰ میلیارده ډالرو څخه لږې پیسې ځانګړې کړې دي.
دا پروژه د امریکا په ټیکنالوژیکې سیالۍ کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو په اړه یې عامه نظرونه لا هم ویشل شوي دي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.