د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وايي، چې په هېواد کې به د اوبو د لا ښه مدیریت لپاره ۴۴ نور لوی بندونه جوړ شي.
د یادې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ویلي، چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې به د اوبو د مدیریت لپاره ۴۴ بندونه جوړ شي، چې په دې سره به د هېواد د اوبو ډېره برخه کنټرول او خلک به د ځان بسیاینې لور ته لاړ شي.
نوموړي ویلي، چې یاد بندونه به پکتیا، زابل، پکتیکا، ارزګان، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې جوړ شي.
د خپلواک په خبره راتلونکې میاشت کې به د یادو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شي، چې ټول به پرې ۶۰۰ ميلیونه ډالره لګښت راشي.
باید یاده شي، چې اوس مهال په هېواد کې د ۱۳ بندونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ځینې به یې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320