په لومړي ځل د نړۍ د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مخکښ وېبسایټ فېسبوک اعتراف وکړ چې تر يوه حده د ټولنیزو رسنیو کارونه زیان لري.
فېسبوک وايي، تر ډېره ټولنیزې رسنۍ په دې نه دي توانېدلې چې ټولنه سم لور ته رهبري کړي او همدا ډول سم مالومات وړاندې کړي، بلکې په دې رسنیو کې ځينې داسې موضوعات هم شریکېږي چې اصلا حقیقت نه لري او په عامه ذهنیت منفي اغېز لري.
د فېسبوک اداره وايي، ټولنیزو رسنیو ان ټولنه لېونۍ کړې او پر ځای د دې چې اصلي ستونزو ته رسېدنه وکړي، یوازې تر همدې ځای پورې خپلې هڅې محدودوي.
فېسبوک وايي، په دې خبره بښنه غواړي چې ټولنه یې له خپل اصلي وضعیته بې خبره کړې او یوازې یې د یوې وړې اړیکې زمینه برابره کړې.
د فېسبوک د څېړنې مدیر ډېویډ ګنجزبرګ دا هم ویلي، د سکې بل مخ هم شته او هغه دا چې په یو شمېر برخو کې ټولنیزې رسنۍ ګټې هم لري، مګر اړتیا ده چې د لږو ګټو لهپاره هغه څه قرباني نه شي چې باید کار پرې وشي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320