غزنی د همګرايانو په لاس سقوط کوي
محمد خان ګڼې ولسوالۍ د خپل هوس قرباني کړې
سقوط يوازې دا نه مانا چې طالبان دې پر يوه سيمه چپاو وروړي، سرتېري دې شهيدان کړي، ودانۍ دې ونړوي او د کنډوالو پر سر دې خپل بيرغ ودروي.
په يوه سيمه کې د نظام موازي جوړښتونه، د حکومت واک ننګول او د خلکو پر ژوند لوبې کول هم د هغې سيمې سقوط دی او د اجراييه رياست لومړی مرستيال محمد خان اوس نږدې شوی چې غزنی سقوط کړي.
ده يو په بل پسې د پښتنو سيمې لکه د قربانۍ اوښ اووه ځايه تړلې او طالب ته يې زمينه برابره کړې ده چې اووه ځايه يې پر غاړه چاړه کش کړي.
ټولې هغه ولسوالۍ چې پښتانه پهکې مېشت دي، يو په بل پسې يې امنيهقوماندانان له دندو وشړل شول او خپل باډيګارډان يا د همګرايي د ټيم داسې لنډهغر يې د امنيه قوماندانانو په نوم سيمې ته لېږلي چې حتا د ولسوالۍ په ودانۍ کې هم نه دي بلد.
ښاغلی محمد خان او بانډ يې دغه هڅې يوازې د را تلونکيو ټاکنو په موخه کوي او هڅه کوي چې په دې توګه په سيمه کې د ولس رايه ورکه او درغليو ته پراخ ميدان خالي کړي.
ولسواليو ته د نويو او بېکفايته امنيه قوماندانانو په تګ سره، د ولسواليو له کليو څخه د حکومت لمن راټولېږي او سيمې طالبان نيسي.
هغه مهال به د رايه ورکولو مرکزونه د ولسواليو تر ودانيو او قوماندانيو محدود وي، په قومانداني کې به د محمد خان خپل بړېڅي حاکم وي او بيا چې يې څنګه زړه غوښتل، هماغسې به صندوقونه ډکوي.
داسې مالومات هم شته چې د حکومت د شيک پوشه شريک، شډل مرستيال په غزني کې خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره په ځينو سيمو کې له طالبانو، په ځينو کې د پارلمان له وکيلانو او په ځينو نورو سيمو کې له هزاره او تاجک جنګ سالارانو او وکيلانو سره غوږ جنګولی دی.
د همګرايي ډلې پيل د غزني له شيلګر څخه وکړ.
د دغې ولسوالي د هغه مهال امنيه قوماندان لطف الله کامران چې د سيمې اوسېدونکی و، د طالبانو پر ضد يې پاڅون کړی و او پاڅون بيا د ولسوالي تر سلو زيات کلي د طالبانو له شره خوندي کړي وو، په نورو ولسواليو او ښار کې به لا طالبانو د پاڅون له ډاره سر نهشوای پورته کولای، محمد خان او بانډ يې کامران ته دسيسې جوړې کړې، ګيلان او بيا يې له هغه ځايه قرهباغ ته ولېږه او اوس يې پر کور کښېنولی دی.
د کامران تر ګوښه کېدو وروسته محمد خان و نه توانېده چې شيلګر ته د خپل فرمايش کوم کس ولېږي، ځکه خو امنيه قومانداني تر ډېره د ده له نفوذه خوندې پاتې شوه، اما اوس هلته هم دغه پخوانی توپکمار بريالی شو.
په وروستيو کې چې د دغې ولسوالي د امنيهقوماندانۍ چارې نذير غورځنګ پر غاړه درلودې او د نورو په پرتله ښه روان و، محمد خان له پښو وغورځاوه او د جمعه په نامه يې يو بل کس ورولېږه.
محمد جمعه د عبدالرحيم ايوبي بړېڅی دی او له محمد خان سره يې د رسۍ سر نيولی دی.
هاخوا يې اببند ولسوالي ته د عبدالله غروال په نامه د محمد خان يو پخوانی باډيګارډ د امنيه قوماندان په توګه لېږلی.
دغه کس په سيمه کې هيڅ بلد نه دی، رتبې او ترفيعګانې ورته په کابل کې د همګرايي ډلې جعلي جوړې کړې، له کومې ورځې چې اببند ته تللی، امنيت تر بدو بتر شوی، کلي يو په بل پسې طالبانو نيولي او ولسوالي د سقوط پر کرښه ولاړه ده.
دی يې د ضياالحق پر ځای لېږلی او ضيا يې پرته له کوم سند او ثبوته څارنوالي ته پسې معرفي کړی دی.
درېيم امنيه قوماندان چې د محمد خان په فرمايش مقرر شوی، صبر الله جان نومېږي، د پنجشېر دی او د همګرايي ډلې له خوا د قرهباغ د بربادولو ماموريت ورته سپارل شوی دی.
دی قرهباغ ته د غزني د ولسواليو په قوماندانانو کې، د وتلي امنيه قوماندان انجينر لطف الله کامران پر ځای تللی دی.
پرون چې صبر الله د کامران پر څوکۍ کښېنول کېده، د قرهباغ نيم ولس ژړل.
کامران چې له تېرو پنځو کالو راهيسې د غزني په کنډو کپرو کې د دوښمن پر ضد په جګړو کې شپې تېروي، کور ته ولېږل شو.
يوازې کامران نه دی، د اببند پخوانی قوماندان چې پلار يې هم په دغه ولسوالي کې د د دوښمن پر ضد مبارزه کې شهيد شوی، د شيلګر مخکېنی قوماندان چې درسته کورنۍ يې ټارګيټ ده او طالبان يې د وينو تږي دي، ټول پر کور کښېنول شوي دي. پر ځای يې د محمد خان لنډهغر پر څوکيو سپاره دي.
ګېرو ته د محمد خان له خوا کس د امنيهقوماندان په توګه لېږل شوی، خو هغه چې ولسوالي ليدلې، پښې يې سپکې کړې او تښتېدلی دی.
ګيلان، مقر او زنخان هغه ولسوالۍ دي چې لا هم پهکې پخواني امنيه قوماندانان پاتې دي، خو د محمد خان د شوم پلان برخه دي او ژر به ورته د همګرايي نوي کسان د امنيه قوماندانانو په توګه ولېږل شي.
دا د غزني د ساتنې وروستي مورچلونه دې چې لا پاتې دي، که دا ونړېږي، نو؛
انا لله و انا اليه راجعون!
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320