غزل/ سپوږمۍ خرم 

0 1,101

دا نن مې په زړګي راوري بيا ليونۍ کيږم
زما نه لرې مه ځه بس اشنا ليونۍ کيږم

دا يو ديدن نن زما لپاره غنـــــيمت دې
نن بيا سبا ونه کړې تر سبا ليونۍ کيږم

ساه ګانې مې رالنډې شې چې نه يې نو زه مرم
چې سم شې راسره نو په خندا ليونۍ کيږم

له سره په ما تير دې او زه يمه پښتنه
نو ځکه د لالي په دې ادا ليونۍ کيږم

په تا مې ژوندون پاې او په تا باندې ژوندۍ يم
په تامې زندګي قربان په تاليونۍ کيږم

مينه يم تياره ښه ده دچا ديدن ته ځم
سپوږمۍ له تاشرميږم په رڼا ليونۍ کيږم

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply