د مصنوعي پاکستان له جوړېدو تر دې دمه هيڅ داسې وخت نه دی راغلی چې پنجاب دې د افغانستان شتون د خپلې مصنوعي جغرافيې د بقا لهپاره تر ټولو ستر خنډ نه وي بللی.
پر تپل شوي ډېورنډ د اغزن سيم په تېرېدو کې پاکستان څه غواړي!
پاکستان داسې فکر کوي چې دغه کرښه خو په De Fecto بڼه شته؛ خو له خپله انده اوس هڅه کوي چې De Jure بڼه ورکړي.
يانې پاکستان داسې انګېري چې ډېورنډ کرښه شته؛ خو قانوني حيثيت نه لري، که چېرې په دې خيالي کرښه اغزن سيم تېر کړي؛ نو فزيکي موجوديت به خپل کړي او خيالي کرښه به په حقيقي کرښه بدله کړي.
دا سمه ده چې موږ سره بېل شوي يوو، زموږ د وطن نيمه برخه او نيم ولس د ننني مصنوعي پاکستان په ولکه کې دی، خو د دغې ولکې کوم سند او د ځمکې پر مخ کومه فزيکي نښه نهشته.
د يادې کرښې تاريخي شاليد ته نه ځوو؛ خو د يوې شېبې لهپاره داسې فکر وکړئ چې که چېرې د ارواښاد کاکړ صيب دا دعوه دروغ وي چې د نړۍ په هيڅ ارشيف کې يې د افغانستان پر سينه د تېرې شوې خيالي کرښې کوم حقيقي سند نه دی موندلی او نهشته؛ نو پاکستان به اوس غلی پاتې وای؟ ايا دغه سند به يې وار له مخه پيدا کړی او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړی نه وای.
خو حقيقت همدا دی چې د تاريخ جبر او د حالاتو تنګسيا د ډېورنډ خيالي شتون موږ ته غم ګرځولی دی.
پاکستان دې وېرې پسې اخيستی چې دا ملت تر تېرې څلوېښت کلنې وژنې وروسته هم د خپل ټپ په ارزښت پوهېږي.
څومره چې دردېږي همدومره يې له خپلې پرې شوې بدنې سره د بيا پيوند کېدو هيله غورځنګونه کوي؛ نو همدا ده چې اوس له نوې غوټې د کار اخيستو په درشل کې دی.
نو پر خيالي ډېورنډ د اغزن سيم تېرېدنه دومره عادي هم نه ده چې پر وړاندې يې چوپ پاتې شو او بابېزه يې وګڼوو.
له افغان ولسمشر څخه مننه چې د اغزن سيم تېرېدو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.
نوموړي د تلې په ۳۰مه، ۱۳۹۶۶لمريز په پکتيا کې له خپل ولس سره د شويو بريدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د غم شريکې په پار په جوړه شوې غونډه کې وويل؛
“هغه خلک چې غواړي موږ د خاردار سيم له لارې بېل کړي، بيا دې فکر وکړي. موږ توپونو او طيارو نه کړو بېل، څو خاردار سيمونه خو څو قيچۍ غواړي. خاردار سيم تاريخ نه شي قطع کولای، مينه او وينه د بېلېدو نه دي.”
په ۱۹۴۷ مېلادي کال کې د مصنوعي پاکستان په منځ ته راتګ د ډېورنډ خيالي کرښې تش په نامه حقوقي اړخونه هم په پوره توګه له منځه لاړل؛ خو دا چې د وخت افغان حکومت يې پر وړاندې د کومو مجبوريتونو له امله چوپ پاتې شو او يا يې بېغوري وکړه، دا بېل بحث دی؛ خو دا يو حقيقت دی چې موږ هماغه مهال د لوی وطن د بېرته ګنډلو طلايي خدای راکړی چانس له لاسه ورکړی و.
خو د حکومتونو خپلې کيسې دي. د ډېورنډ د تپل کېدو او تر دې دمه د نه منلو تر ټولو لويه او ستره خبره دا ده چې د همدې کرښې له امله بېل شوی مومند هماغه مومند دی. د کرښې دواړو غاړو ته پروت کاکړ اوس هم افغان دی او د کرښې دواړه غاړې يې ملکيت دی.
ولس هيڅکله د يادې کرښې منلو ته سر نه دی ټيټ کړی او همدا د افغان ولس د يووالي او د ډېورنډ کرښې د نامعقولتوب تر ټولو ستر دليل دی.
د ولسمشر په څرګندونو کې دغه ټکي ډېر د ستاينې وړ دی چې اغزن سيمونه تاريخ له منځه نه شي وړلای او نه هم مينه او وينه بېلېدونکې ده.
نه يوازې افغان حکومت، بلکې د کرښې دواړو غاړو ته پروت افغان ولس هم بايد د تېر په څېر د خپلې سترې جغرافيې د تاريخي حيثيت ساتنې په موخه د اغزن سيم پر وړاندې راپورته شي او د پاکستان د شومو هدفونو پر وړاندې خنډ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320