مخامخ ورته ناست وم. خفه و، سوړ اسوېلی یې و ایست بیا یې وویل:
کلونه پخوا مې د کلي په روغتون کې کار کاوه، یوه ورځ کارونه راباندې ډیر شول. په دې ورځ په روغتون کې ډاکټران کم وو. له یوې ناروغې سره مخ شوم. نوم یې ګلمکۍ و. ژړل یې، دردونو یې ځوروله. زړه مې درد ورباندې وکړ، پر څوکۍ کېناستله. د معمول په څېر مې عادي پوښتنې ترې پیل کړې.
- څه ستونزه لرې؟
ګلمکۍ غرېو نیولې وه. بیا یې په غمجن غږ وویل:
- ناروغي مې ډېره سخته ده
- ته ووایه، د سخت او ناسخت په اړه یې زه درته وایم.
بیا یې سترګې پټې کړې. د اوښکو غوټۍ یې له بڼو بهر شوې. پر مخ یې ورغړېدې.
- ژوند راته بې مانا دی، د کورنۍ غړي مې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. یو ورور مې دی همدا لرم او بس.
خپل معاینات مې پيل کړل. خو پوه شوم چې ناروغي یې سخته ده، وینې ته اړتیا لري. مخامخ خفه او له جوسې وچ ځوان ته مې مخ واړاوه.
- خور دې وینې ته اړتیا لري.
- زه وینه ورکوم زما وینه به ورسره جوړه وي.
وچ ځوان پر څېرمه کټ وغځېد. خور ته به یې وکتل، مسکی به شو.
- ښه یم، چې د خور ژوند مې ژغورلی شم.
څو شېبې وروسته د هلک رنګ زېړ شو، شونډې یې تر مخکې هم وچې شوې!
د خپلې خور لپاره مرګ ته تیار و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320