ډاکټر لطیف یاد / کردان څوک دي ؟

0 1,880

د عراق نه دکردانو دجلا والی په اړوند وروستۍ ټولپوښتنه (Referendum):
آیا لوی کردستان به جوړشي ؟
کردان هغه اتنیکه ډله ده چې نن سبا په عراق ، ترکیې ، سوریې او ایران کې ژوند کوي ،ددوي ټول شمیر په ترکیه کې څوارلس نیم ملیونه ، په ایران کې اته نیم ملیونه ، په عراق کې پنځه نیم ملیونه اوپه سوریه کې درې نیم ملیونه آتکل شوي دي .همداراز یو شمیر کردان په ډیرو اروپا یي هیوادونو اویو شمیر یې هم دمنځنۍ آسیا په هیوادونو لکه ترکمنستان ، آذربایجان ، فزاقستان او ارمنستان کې استوګنه لري .کردان زیاتره سني مذهبه دي ، خو لږ شمیر شیعه مذهبه هم پکې شته، پاتې یې اهل حق اوایزدیان دي .
په پخوانیو وختونو کې دوی کو چیان وو او دپسونو اووزو( بزو) رمې به یې درلودلې . اوس یې هم ډیر شمیر خلک دڅارویو په روزنه بوخت دي .
دکردانو ژبه په څو لهجو ویشلې شوې ده چې کرمانجي ، سوراني او کرمانشاهي یې بولي .
نامتو اسلامي مبارز سلطان صلاح الدین ایوبی هم چې دبیت المقدس فاتح او سوبمن یې بولي په ۱۱۸۷ زیږدیز کال کې په صلیبي جګړو کې دیور پ متحده پوځ ته تاریخي ماتې ورکړې وه په اصل کې کردی و.
کردان دتاریخ په اوږدو کې دایران ،ترکیی، سوریې او عراق په هیوادونو کې ټکول شوي دي ، نو خکه یې تل ددغو هیوادونو پر خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړی دی .ددوی سیاسي مشران ملا مصطفی بارزاني ، جلال طالباني ، مسعود بارزاني او عبدالله اوجالان د ي . دوي ډیر سیاسي ګوندونه درودل او لري یې لکه دایران دکردستان ګوند ، دکردستان هیوادپاله یووالی ګوند، کومله، دکردستان دخپلواکۍ دیووالي ګوند، ددموکرتیک یووالی ګوند او ځیني نور سیاسي ګوندونه.
دعراق دکردانو پوځ چې ( پیشمرګه ) نومیږي او شمیریې دوه لکه او پنځه اویازرو ته رسیږي اوپه سپکو او درنو وسلو سمبال دي دایران او عراق په اته کلنې جګړې ، په عراق کې دصدام حسین په راپرزولولوکې او هم دداعش په وړاندې جګړه کې د پیشمرګه ځواکونو مهم رول لوبولی دی .
همدا اوس کردان دامریکي ، اسرائیلو او نورو اروپایی هیوادنو دپیاوړي ملاتړ نه برخمن دي یو علت یې دادی چې دعراق کردستان دتیلو شتمنې زیرمې لري .
سږکال(۲۰۱۷) دسپټمبر په ۲۵ نیټه دعراق په کردستان کې دعراق نه دکردانو دخپلواکۍ ټولپوښتنه وشوه چې په سلوکې ( 92,73%) خلکو ووټ ورکړ چې دعراق کردستان دې دعراق نه دیوه جلا هیواد په توګه بیل شي . ددې پریکړې سره نه یوازې دعراق پارلمان او حکومت ، بلکې دعراق ګاونډي هیوادونو ترکییې او ایران هم سخت غبرګونونه وښودل ، خکه دغه هیوادونه ددې نه ویره لري چې ددوی په هیوادونو کې به هم کردان جلا او دلوی کردستان برخه به شي .داچې لوی کردستان به جوړشي اوکه نه دابیله خبره ده ، خو وروستۍ ټولپوښتنې په دغو هیوادونو کې دغه ویره رامینځ ته کړې ده چې دایران، ترکییې او سوریې نه به هم دکردانو دغه برخې راجلاشي .او دسیمې دنورو هیوادونو په بې ثباته کولو کې به هم رول ولري دبیلګې په توګه دیو لوی بلوچستان دجوړولو نظریه چې پاکستان او ایران ته به ترې لویه سرخوږي رامینځ ته شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply