کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۵): په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ډزو غږ تر اورېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مېرمن د امنیتي ځواکونو له لوري په بېړني ډول له دې ځایه لېږدول شوي دي.
سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې دا پېښه د امریکا په وخت د شنبې شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې، د واشنګټن هېلټن هوټل کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د کلنۍ مېلمستیا له تالار څخه بهر رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، د څو ډزو له اورېدو وروسته ګډونوال وېرېدلي او یو شمېر یې تر مېزونو لاندې پناه اخیستې ده.
د راپور پر بنسټ، د امریکا د پټو خدمتونو ادارې مامورینو ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ په چټکۍ سره له دې ځایه ایستلي دي.
سيبياېس نیوز د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې په دې پېښه کې د امریکا د پټو خدمتونو یو مامور ټپي شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ د اغوستلو له امله یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې ډزو کې شاوخوا پنځه تر اته مرمۍ فیر شوي او په تړاو یې شکمن کس په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د امنیتي ادارو په غوښتنه یې ځای پرېښی او د هغه مېرمن، د ولسمشر مرستیال او د کابینې غړي په ښه حالت کې دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.