د رسنیو رول؛ حقیقت که تجارت؟…!!!
رسنۍ د ټولنې سترګې او غوږونه بلل کېږي؛ هغه ځواک چې حقیقت خلکو ته رسوي، ذهنونه روښانوي او د ولس او واکمن ترمنځ د باور پُل جوړوي. خو نن پوښتنه دا ده: رسنۍ رښتیا د حقیقت استازې دي، که د تجارت او ګټو بازار؟
په اوسني عصر کې ډېری رسنۍ د خبر تر شا د حقیقت پر ځای د شهرت، پیسو او سیاسي نفوذ پسې روانې دي. هغه خبر چې ډېر شور جوړ کړي، ډېر لیدونکي راجلب کړي او زیات عاید ورکړي، هماغه لومړیتوب پیدا کوي؛ که نیم حقیقت وي او که بشپړ تحریف.
کله کله یوه کوچنۍ پېښه دومره لویه ښودل کېږي چې ولس وارخطا کړي، او کله ستر حقیقتونه د مصلحت تر پردې لاندې پټ شي. دا حالت رسنۍ له رسالت څخه تجارت ته بیایي.
ریښتینې رسنۍ هغه ده چې د ولس درد وویني، حق ووايي او د ضمیر ژبه وي، نه د بازار او سیاست مزدوره. که رسنۍ صداقت له لاسه ورکړي، نو ټولنه د باور تر ټولو لویه سرمایه بایلي.
رسنۍ باید د قلم امانت وساتي، ځکه یو دروغجن خبر کله ناکله د یوې جګړې، یوې فتنې او د یوه ملت د بېلارۍ سبب ګرځي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.