د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ میلیون افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.
دغه سازمان یوه راپور کې ویلي چې د افغان کډوالو پراخه بېرته راستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی.
د راپور لهمخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر ۱۳مې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ په جبري ډول ایستل شوي.
ډېری بېرته راستانه شوي کسان بېاسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ، د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پهکې شامل دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱.۷ میلیون څخه ډیر افغان کډوال بیا له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي.
UNHCR ټینګار کړی چې د کډوالو جبري ستنول کولی شي د افغانستان نازک بشري وضعیت لا پسې بحراني او بېثباته کړي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.