ترامپ: ډېر ژر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ حل کړم

93

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې د دویم پړاو خبرو په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هڅه کوي ژر د داوړو لوریو ترمنځ روان کړکېچ هوار کړم.

ډونالډ ټرمپ د مالېزیا په پلازمېنه (اسیان) کې یوې خبري غونډې ته ویلي، خبر شوی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې؛ خو دی هڅه کوي چې د دوی ترمنځ روانې ناندرۍ ژر حل کړي.

طالبان او پاکستان چې دوه اوونۍ وړاندې له یو بل سره خونړۍ نښتې وکړې، دواړه لوري یو بل په بریدونو، تېري او حریم نقضولو تورنوي.

دا نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تر ټولو مرګونې جګړې وې، چې د سیمې امنیتي وضعیت ته یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

پاکستان تور پورې کوي، چې له افغانستان پاکستان ته وسلوال جنګیالي اوړي او د پاکستاني پوځیانو پر ضد بریدونه کوي؛ خو طالبانو بیا بیا د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

طالبانو او پاکستان تېره اوونۍ د قطر په دوحه کې د سولې لومړی پړاو خبرې وکړې او له تېرې ورځې راهیسې یې د ترکیې په استانبول کې خپل مذاکرات پیل کړي دي.

د دغو مذاکراتو د دویمې ورځې په لړ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی چې د دواړو لوریو ترمنځ له ۱۵ ساعتونو اوږدو خبرو وروسته د واکمنې ډلې استازو پاکستاني لوري ته یوه مسوده ورکړې او له پاکستان یې غوښتي چې د افغانستان هوايي او ځمکنی حریم به نه نقض کوي او هېڅ وسلوالې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ضد فعالیت وکړي.

ملي ټلوېزیون زیاته کړې، چې د تېرې ورځې د مذاکراتو په لړ کې پاکستاني لوري هم طالبانو ته خپله دویمه مسوده سپارلې او خپلې غوښتنې یې شریکې کړې دي.

د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه طالبانو او پاکستاني چارواکو نظر نه دی ورکړی.

ډونالډ ټرمپ په مالېزیا کې د ټایلېنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې د تړون په مراسمو کې ویلي، چې د پاکستان مشران ښه خلک دي او دی به یې له طالبانو سره اوسنۍ ستونزې ژر حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې چې هند او پاکستان له یو بل سره نښتې وکړې او ډونالډ ټرمپ دا جګړه ودروله، پاکستان د دغه کړکېچ په را کمولو کې د ټرمپ رول ستایلی و او ان تر دې چې پاکستاني لوړ پوړو چارواکو څو ځلې ډونالډ ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نومولی و دی.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.