د افغانستان په زړه د پاکستانیانو برید

عبدالواحد تابع

66
نن چې پاکستاني پوځ د افغانستان زړه باندې برید وکړ او پاکستانیانو عملآ په نړېواله کچه یې خپله له کرکو ډکه څېره بربنده کړه دا د افغانانو په خیر ده.
دا سمه ده چې طالبان کلیوال، مذهبي، تندلاري او له وخت سره په ټکر دي.
طالیانو د نجونو او ښځینه وو پر مخ د پرمختګ لارې بندې کړلې.
د بیان ازادي او ډیر انساني حقوق یې له خپلو خلکو څخه واخیستل.
خلک کډوالې ته اړ شول، کار وبار کم شو او د افغانانو جوړه شوۍ د اعتبار کچه بیا صفر ته راټیټه شوه.
دا هغه څه ول چې د جمهوریت د وخت واکمنان ټول پوهېدل او طالبان تجربه شوي وو خو د وخت حاکمانو کې وطني مینې او ملي احساس شتون نه درلود .
دوی یواځې او یواځې د خپل واک ساتلو په تکل کې ول او کوښښ دا کېدو چې څنګه خپل واک وساتي.دوی و نه غوښتل تر څو طالبان او نورې مذهبي ډلې ورخپلې کړي.دوی واټن ډېر کړ او و یې نه غوښتل تر څو د ناخوالو کچه ټیټه شي ،ځکه د دوی ګټه په جګړه کې وه او جګړه دوی ته د پیسو ماشین وو. د وخت واکمنو و نه غوښتل خپل هېواد او خلک وپېژني تر څو جګړه پای پیدا او له شته فرصتونو د خپلو خلکو د ښېرازې لپاره لاس په کار شي.د وخت واکمنو د خلکو منځ کې دومره کرکه ډېره کړله چې د ترمیم لپاره یې لسکونه کلونو ته اړتیا لیدل کېږي تر څو سره یو شي . رشوت، غصب، نارواوې ، کینه او له خلکو سره ناسم چلند د چارواکو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې او لکه سهارنۍ ناشتا په عادت بدله شوۍ وه. د دوی ضعیف حکومتولۍ له وجۍ په رڼا ورځ به له خلکو څخه تیلیفونه،پیسې او موټر اخیستل کېدل خو که کوم کس به د انکار یا مقاومت هڅه کوله نو همهغه به یې د ژوند وروستۍ لحظه وه.
سره له دې چې چارواکي ښه پوهېدل چې د افغانستان اتیا تر پنځه اتیا سلنه وکړي کلیوال او مذهبي ژوند لري خو دوی دا کار نادیده لیده او هغه څه یې خپرول او تر سره کول چې خلک لاورته چمتو شوي نه وو او همدا ټکي په ډېره ټیټه او اسانه بیه ګاونډیانو او بهرنیو استخباراتو ته فرصت په لاس ورکاوه چې له دوی څخه سرباز ګیري وکړي او د خپلو خلکو پر وړاندې یې وجنګوي.مونږ ولیدل چې د دین او مذهب په نوم یې زمونږ خلک یو پر بل ووژل،پردې بندخونو کې بندیان شول.دوی هېڅکله ونه غوښتل تر ځو خپل خلک ورخپل کړي او د سیالانو جوګه یې وګرزوي.
ټولو رسنیو د بیان د ازادې تر نامه لاندې د جمهوریت ستنې هره ورځ سستولې او هره ورځ یې داسې خپرونې او بحثونه کول تر څو کرکه وزېږوي .ټولو رسنیو داسې بحثونو او خپرونو ته مخه کړله تر څو د طالبانو مبارزه او جګړه تقدس پیدا کړي.په ساده ډول که ووایو هر یوه ځان ښودنه(پوګري)کوله.هېڅ نه پوهېدل چې وطن او خلک له سیالۍ غورزي او روان پرمختګ درېږي.
زمونږ لوستو او په اصطلاح پوه او معتبرو یواځې ځان جوړونه کوله او نه یې غوښتل تر څو یې خلک پرمختک وکړي.نن د نړۍ په پرمختتلو هېوادونو کې د کلونو او پېړیو مخکیني خلک د خپل باور او دود سره سم ژوند کوي خو هېڅکله یې نور وطنداران د وروسته پاتو (بدوي) په نوم نه یادوي
اوس غواړم خپلۍ اصلي خبرۍ ته راشم.
خلقیانو او پرچمیانو د څوارلس کلونو د حکومت کولو توان درلود او پورته له هغه نور یې نشوی کولی واک مخ ته یوسي او له ناخوالو ډک وطن یې مجاهدینو ته پرېښود.
مجاهدین چې په یوه نیابتي روزنې او اخلاقو سمبال ول واک یې خپل کړ او جوړ وطن ېۍ په کنډواله بدل کړ .دومره کرکه یې وزېږوله چې تر ننه خلک په بل شوي اور مې سوزي .
بیا یو طلایي چانس افغانانو ته په لاس ورغی او وطن یې تر بشپړ اشغال لاندې راووست خو له بده مرغه د پردیو پرمټ یې خپل خلک په نښه کړل او هره ورځ یې کرکو ته لمنه وهله تر څو د خپل بادار و خوشحالۍ لپاره خپل پرۍ وریټي.
دوی هېڅکله و نه توانېدل تر څو د وطن د ښېرازۍ او د خلکو د پرمختک لاره ومومي.
دوی خپل وطن په اغزن تار احاطه کړ.خپل خلک یې کلابند کړل.دوی له کرکو،ناخوالو او کینو لړلی وطن طالبانو ته خوشۍ کړ.
نن چې طالبانو له مرداریو ډک وطن خپل کړی نه ځان ژغورلی شي او نه هم خپل خلک خو یو ځل بیا همدا د واک تږي او مکاران د غلامۍ ځنځیرونو ته غاړې ورکوي.
راځې پر حقایقو بحث وکړو او ورته غاړه کېږدو.
جګړه د حل لاره نه ده او نه به داسې څوک او ډله پیدا شي چې د طالبانو پر وړاندې جرآت د دریدو وکړي. د طالبانو پر وړاندې جګړه کول او د درېدلو توان نشته نو ښه به دا وي تر له تېرو ترخو تجربو یو څه زده کړو. دا ومنو چې حاکمه ډله قوي او برلاسه ده.
اوس وخت د دې ده چې خپل خلک وژغورو او پر داسې یوه میکانیزم لاره خپله کړو چې طالبان اړشي د وخت مطابق خپله خاوره او خلک پکې پیدا کړي.
یاددښت: نن چې پاکستان،ایران او یا بل هېواد پر افغان خاوره د برید جرآت کوي یو له لاملونو یې همدا پوچ سري سیاسیون دي چې په خپل وخت کې ناکامه ول او ټولو د تېښتې لاره خپله کړله او خپل خلک یې هېر کړل.

 

مونږ ریښتینې روزنې ته اړتیا لرو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.