سره له دې چې که د افغانستان تېر ته کتنه وکړو او ورته په غور سره ځیر شو نو له اوس څخه په پخوانیو وګړو کې د روزنې کچه پورته وه.خلک خوار وو او وروسته پاتې خو مینه،خپلوي او انساني ارزښت شتون درلود.خلکو خپلو کې په یوه تغریف شوي اخلاق سره د ژوندانه چارې مخ ته وړلې.نېمګړتیاوو شتون درلود او له انساني کاروان څخه شاته غورځېدلي وو خو هغه څه چې ژوند ته یې مانا ورکوله په خلکو کې پروت وو او ورسره مخ ته روان ول.ځینې واړه مواردو شتون درلود خو که جګړه نه وی پیل شوې هغه هم له منځه تلل او خلکو ځان له وخت سره عیاراوو.پخوانیو کې د کورني نظام تعریف په واقعي مانا سره شتون درلود.د رسمي او غیر رسمي خلکو منځ کې واټن شتون نه درلود او په یوه منل شوي دود سره خلکو یو بل ته درناوی درلود.
یو ناځاپي جګړو ډېرې ناخوالې وزېږولې چې ځینو ته یې غواړم اشاره وکړم.
تر هر څه دمخه غواړم وواېم چې یادې جګړې زمونږ نه وې سره له دې چې زمونږ پر مټ وشوې او مونږ یو او بل سره پکې ووژل ،سره بې کوره مو کړل او خپل خلک مو دې ته اړ کړل چې کډوالې ته اړ شي او هېواد پرېږدي.زمونږ جګړې د نیابتي ډلو پر مټ تر سره شوې .هرې ډلې ادعا د وطن او د خلکو ژغورلو په نوم تر سره کوله.
هرې ډلې ځان پر حق او د وطن د ژغورلو پر نوم یې له خپلو خلکو قرباني واخیستله.
د یادو نیابني ډلو خپل ولس ته هېڅ نه درلودل او همدوی وو چې د خپلو بادارانو پر مټ یې هغه کرکجنې سوژې وکارولې چې د افغانانو دود او رواجونه یې ورته ړنګ کړل.واکمن داسې کسان شول چې ټول له عقدو او کینو څخه ډک ول.
دوی حکومتي واک خپل کړ او له حکومتي واک څخه په ګټې اخیستنې سره یې ځان او خپله کورنۍ د ورځې پر امکاناتو برابره کړله.نن هره له دغو ډلو څخه چې واکمن وي تر ټولو دمخه کوښښ او زیار یې دا دی تر څو له حکومتي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره هر ډول نامشروع کارونو ته غاړه کېږدي او خپل یې کړي.
کله چې د یوه هېواد واکمن په فساد او ناخوالو ککړ شي نو سل په سلو کې دا پر خلکو اغېزه کوي او خلک هم د ځان ژغورنې او په روانه دود شوې سیالیو کې ورګډوي.
خلکو ته یې مشرتابه انځور جوړوي او همدا لامل شوی چې په افغانسنان کې د ژوندانه ښېرازه له کرکو ډکه او او برخه یې وګرزي.
نن کتل کېږي چې له ممبر څخه نیولې تر دیني مقدساتو پورې هر یو کوښښ دا کوي چې کاذب شهرت ولري.
څوک د لنډ وخت لپاره دیني زده کړې یواځې د واک تر لاسه کولو لپاره کوي او څوک هم حج او کربلا ته ور روان وي.
څوک دوهمه او درېمه ښځه کوي.
له دولتي امکاناتو څخه ناوړه او ناروا ګټه اخیستنه خو هر یوه ته د کورنۍ دندۍ په څېر ده.
مونږ هر بو نیوکه کوو او یادو نیوکو باندې کرکه څرګندوو خو کله چې واک ته لاره پیدا کړو نو هر څه مو هېر شي او د یاد کاروان برخه شو.
نن که په افغانستان کې یو کس انجینیر،ډاکټر،معلم،څارنوال شي نو حتمآ باید خلک ورته د مسلک په نوم سره ورته یا انحینیر صېب،ډاکټر صېب یا هم څارنوال صېب ووایي او یا هم امام ته مولوي صېب او په همدې ډول سره ریس صېب،وزیر صېب،وکیل صېب ،جنرال صېب او ورته نومونو سره یاد کړل شي او که چېرته دا کار ونشي نو واټن زېږوي او کرکه خپلوي.
بلخوا که د دیني فریضۍ د ادا کولو په نیت ولاړ شو او وروسته مو خپلوان او یا هم پېژندوال راته حاجي صېب او یا هم کربلایي صېب و نه وایي دا د بې احترامۍ او سپک کتلو په نوم تلقي کوو.
دا څو لیکل شوې بېلګې ډیري کسانو ته ممکن د خندا وړ وي خو یاد څیزونه دي چې خلکو کې کرکه زېږوي او واټن پیدا کوي.
هغه دیني تعریف د مساواتو او ورور ولې ته د پای ټکي ږدي.
مونږ باید دا جرآت ولرو چې هر کس ته یې د نوم په اخیستلو سره چې د هر د کس پېنژندکلوي په مانا ده یاد شي.
یواځۍ توپیر به دا وي جې د مشر،کشر او همزولي د نوم اخیستلو سره باید اخلاقي کودونه مراعات شي.
مونږ که چېرته غواړو خپل کورنی نظام باید اصلاح کړو او هر یو د وخت ارزښتونو ته په کتو سره خپله کورنۍ ورزو.
زمونږ حکومت او زمانداران یې دا توانمندي نلري چې کورني نظامونو ته پام وکړي او بیا وروسته له هغې ټولنۍ ته یې پام شي.
دوی د اصلاح نیت نلري دوی خوښ پر دې دي تر څو ناخوالې او کرکه خلکو کې شتون ولري.
په خلکو کې کرکه او ناخوالې د دوی بازار کرم ساتي او کولی شي نور هم وپړسېږي.
نن د افغانسان هېواد او ولس له کلونو ،کلونو را دیخوا د کرکو په ډګر بدل شوی او د یادو کرکو له منځه وړلو لپاره اوس خپله خلک کولی شي درمل جوړ او درملنه پیل کړي.
که چېرته خلک له ځان او خپلۍ کورنۍ څخه روزنه او اصلاح پیل کړي او د زمامدارانو پر پلو تګ ودروي نو پر یادې تجربۍ سره کولی شي ټول هېواد د انساني متمدنه کاروان برخه وګرزوي.
یاددښت:ځینو لوستونکو ته ممکن دا لیکنه پر زړه پورې نه وي خو نه داسې نه ده.د نړۍ ډیري هېوادونو جګړې شاته پریښی او توانیدلي خپلو خلکو ته په کار سره یې ورته نظام جوړ او د انساني کاروان برخه شي.
راځې دا جرآت خپل کړې نور چاته حاحي صېب،کربلایي صېب،جنرال صېب،وکیل صېب،مولوي صېب،قوماندان صېب،انجینیر صېب مه وایاست.
نور یۍ په ډېر درناوي سره نوم او یا هم د تخلص په اخیستلو یې یاد کړۍ.
که همدا صېب،صېب وي نو دوی به تل ستاسو حق خوري او د پرمختګ خنډ به مو همدوی وي.
په ځان کې مثبت بدلون راوستل خپله یو انقلاب دی.
!عقده
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
Donate Here
![]()
Comments are closed.